زموږ د واکمنانو غبرګونونه د امت د هیلو سره سم ندي
خبر:
د یهودو رژیم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یهودي "i24" ټلویزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې داسې جنجالي څرګندونې وکړې: (زه په یوه تاریخي او روحاني ماموریت کې یم او د "لوی اسراییل" لید سره احساساتي اړیکه لرم) (الجزیره نت، په لنډیز سره)
او د (د "لوی اسراییل" په اړه د نتنیاهو څرګندونو ته د عربانو غندنه او مصر د وضاحت غوښتنه کوي) تر سرلیک لاندې الجزیره نت لیکلي: سعودي عربستان، قطر، اردن، مصر او عرب لیګ د چهارشنبه په ورځ د نتنیاهو هغه څرګندونې وغندلې چې هغه یې "د لوی اسراییل لید" بولي، او دا یې د عربي هیوادونو په حاکمیت باندې تیری وباله.
تبصره:
زموږ په هیوادونو کې ذلیلو واکمنانو موږ ته داسې عادت راکړی دی: چې د دښمنانو څرګندونو او ګواښونو ته په غندلو، محکومولو او استنکار سره ځواب ووایي، امت له دوی څخه داسې کړنو ته عادت شوی نه دی چې د پیښې یا ګواښونو سره سمون ولري، او دا پدې مانا ده چې دوی په یوه لاره دي او امت په بله لاره، او د امت مسلې دوی ته هیڅ اهمیت نلري، او د دوی مسله د امت له مسلو سره توپیر لري، بلکې تضاد لري.
د امت مرکزي مسله د الله تعالی په نازل شویو قوانینو واکمني کول دي، او زموږ په هیوادونو کې د خلافت تر بیرغ لاندې د دغو کارتوني ادارو متحد کول، ترڅو بیرته خپل پخواني حالت ته راستانه شي لکه څنګه چې له دولسو څخه زیاتو پیړیو راهیسې وه؛ د اسلام په برکت سره یو باعزته امت، په هغې باندې حکومت کوي، او هغه د ټولو خلکو لپاره د لارښوونې او رحمت پیغام وړي، یو باعزته او د هیبت څخه ډک امت، د دښمنانو څخه هیڅوک د دې جرئت نه کوي چې داسې کلمه ووایي چې له هغې یا د هغې له ځمکې څخه کم کړي، څه دا چې داسې عمل ترسره کولو جرئت وکړي چې هغې یا د هغې ځمکې ته زیان ورسوي. خو نن ورځ زموږ د واکمنانو مسله د خپلو ماتېدونکو چوکیو ساتنه ده، او د کفر په هیوادونو کې د خپلو بادارانو د ګټو ساتنه ده، او د دې پر ځای چې د امت او د هغې د ګټو ساتنه وکړي، دوی د دښمنانو د ګټو او سرحدونو ساتنه کوي، او د امت بچیان خپلو دښمنانو ته سپاري.
هر صاحب بصیرت ته دا څرګنده شوه چې د اسلامي امت مصیبت په خپلو واکمنانو کې دی، او دا چې دغه واکمنان د ټولو ستونزو لامل دی، او د دغو ستونزو د حل لاره له دوی څخه خلاصون او د اسلامي دولت جوړول دي؛ د نبوت په طریقه د خلافت دولت، چې رسول الله ﷺ یې زیری ورکړی دی، او د هغه د رامینځته کولو لپاره حزب التحریر کار کوي، او بیا به نتنیاهو او د کفر د هیوادونو مشران د مسلمانانو حقیقت وپیژني ﴿وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنْقَلَبٍ يَنْقَلِبُونَ﴾.
دا د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوی
خلیفه محمد – د اردن ولایت