Organization Logo

العراق - المكتب الإعلامي

ولاية العراق

Tel:

infohtiraq@gmail.com

www.hizb-ut-tahrir.info

په فاسد نظام کې د رایې صندوقونه د بدلون لپاره تر ټولو لویه دوکه ده
Press Release

په فاسد نظام کې د رایې صندوقونه د بدلون لپاره تر ټولو لویه دوکه ده

November 16, 2025
Location

مطبوعاتي اعلامیه

په فاسد نظام کې د رایې صندوقونه د بدلون لپاره تر ټولو لویه دوکه ده

له ۲۰۰۳ کال راهیسې چې امریکا پر عراق باندې قبضه کړې ده، عراق په ستونزو کې ډوب دی او حالت یې له بد څخه بدتر شوی دی، دا ټول د هغې سیاسي نقشې پایله ده چې د امریکایي اشغالګر لخوا جوړه او تحمیل شوې ده، هغه د نظام لپاره بنسټیز قوانین وضع کړي او د هیواد سیاسي نقشه یې ترسیم کړې ده او عراقي ولس یې غولولی دی چې ددې نظام څخه د راولاړو ستونزو علاج د رایې صندوقونه دي، له همدې امله دا د حیرانتیا خبره نه ده چې په عراق کې د امریکا استازي مارک ساوا عراقیانو ته د پارلماني ټاکنو د بریا مبارکي ورکوي او ټینګار کوي چې "عراق خلکو یو ځل بیا ازادۍ، د قانون حاکمیت او د دولتي قوي بنسټونو ته خپله ژمنتیا ثابته کړه"! په همدې ډول عراقیان د دوکې په دام کې راګیر شول او د ستونزو اصل ته له پاملرنې پرته یې د ځینو څېرو په بدلولو باندې ادامه ورکړه، نو ځکه حالت نور هم خراب شو او د عراق خلک د حیرانتیا او اندیښنې په څپو کې د حیرانتیا په کښتۍ کې پاتې شول.

له 22 کلونو څخه وروسته د شنبې په ورځ د 2025/11/11 نیټې د شپږمې دورې لپاره رایه ورکول پای ته ورسېدل، موږ لا تر اوسه د عراق د خلکو اکثریت ګورو چې له هغې سوري څخه څو ځله چیچل کیږي، او له ټولو هغو ګوندونو او سیاسي ډلو څخه د نا امیدۍ سره سره چې هیواد یې لوټ کړ او خلک یې ذلیل کړل، خو بیا هم هماغې سوري ته ځي او بیا ځلې ځینې چیچل کیږي، او په قومي، فرقه یي او قبیله یي ډول هڅول کیږي ترڅو بیرته خپل ځانونه ملامت کړي چې ولې یې په انتخاباتو کې برخه اخیستې وه!

ای د عراق خلکو: موږ په وار وار او په هره دوره کې له هغې مخکې او وروسته دا روښانه کړې ده چې ستاسو د ستونزو لامل فاسد نظام دی او حل یې د هغه له لارې ممکن نه دی، او له دې پورته مو د نوماندۍ او ټاکنو دا عمل حرام بللی دی، ځکه د ولسي جرګې غړي قانون جوړونکي دي، نو دوی طاغوت دي چې له الله پرته قانون جوړوي، هغه طاغوت چې الله سبحانه وتعالی موږ ته امر کړی دی چې هغه رد کړو، بیا وروسته له هرې ناکامې دورې څخه وروسته تاسو ادعا کوئ چې پښیمانه یاست او یوازې مو د اصلاح اراده درلوده، او الله سبحانه وتعالی ستاسو په ځواب کې فرمایي: ﴿آيا ته نه ګورې هغو کسانو ته چې ګمان کوي چې دوی په هغه څه ایمان راوړی دی چې تا ته نازل شوي دي او په هغه څه چې له تا نه مخکې نازل شوي دي، دوی غواړي چې طاغوت ته فیصله يوسي، حال دا چې دوی ته امر شوی دی چې هغه رد کړي او شیطان غواړي دوی له لارې ډېر لرې ګمراه کړي * او کله چې دوی ته وویل شي چې هغه څه ته راشئ چې الله نازل کړي دي او رسول ته، نو ته منافقان ووینې چې له تا څخه مخ اړوي * نو کله چې د دوی د لاسونو په لاس راوړنو له کبله مصیبت ورسېږي، نو بیا تا ته راځي او په الله قسم خوري چې موږ یوازې احسان او توفیق غوښتل * هغه کسان دي چې الله د دوی په زړونو کې څه دي ښه پوهېږي، نو ته له دوی څخه مخ واړوه او نصیحت ورته وکړه او د دوی په نفسونو کې ورته بلیغه خبرې وکړه﴾.

او دلته داسې نه ویل کیږي چې د هغو کسانو د ټاکلو پرته بله چاره نشته چې موږ د هغوی وړتیا وینو ترڅو فاسدان په انفراد ډول حکومت ونکړي، هو داسې نه ویل کیږي؛ ځکه دا مغالطه ده او له واقعیت څخه ډېره لرې ده، په فاسد نظام کې د صالح شخص ټاکل د نظام اصلاح نه، بلکې د هغه شخص فساد دی، نو دا کومه وړتیا ده چې هغه داسې مجلس ته نوماند شي چې له الله او رسول سره د الله له پرته د قانون جوړولو او له امریکایي اشغالګر لخوا تحمیل شوي کفري قانون سره محاکمه کوي؟!

ای د عراق ټولو خلکو او په ځانګړې توګه د ځواک او زور خاوندانو: ګټور علاج او شرعي حل لاره ددې فاسد نظام د ړنګولو او د نبوت په منهج د خلافت په دولت کې د الله د شریعت د قیام لپاره جدي کار کول دي، نو خپل کار سره یوځای کړئ او د خپل امت د هغو مخلصو زامنو سره یوځای شئ چې د اسلامي ژوند د بیا پیلولو لپاره کار کوي، ددې لوی خیر لپاره حزب التحریر تاسو ته بلنه درکوي چې له خپلو غاړو څخه ذلت لرې کړئ او بیرته غوره امت شئ، لکه څنګه چې ستاسو نیکونو وو.

﴿دا خلکو ته یو پیغام دی او ددې لپاره چې دوی ته خبرداری ورکړل شي او دوی پوه شي چې هغه یوازې یو معبود دی او ددې لپاره چې هوښیار خلک پند واخلي

د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

په عراق ولایت کې

Official Statement

العراق - المكتب الإعلامي

ولاية العراق

العراق - المكتب الإعلامي

Media Contact

العراق - المكتب الإعلامي

Phone:

Email: infohtiraq@gmail.com

العراق - المكتب الإعلامي

Tel: | infohtiraq@gmail.com

www.hizb-ut-tahrir.info

Reference: PR-019a8e30-2be8-79fa-abfb-1dc302153595