Organization Logo

السودان - مكتب - ناطق

ولاية السودان

الخرطوم شرق- عمارة الوقف الطابق الأرضي -شارع 21 اكتوبر- غرب شارع المك نمر

Tel: 0912240143- 0912377707

spokman_sd@dbzmail.com

www.hizb-ut-tahrir.info

د سوډان او مصر د حکمرانانو د النهضه بند اړوند اقدامات د نيل د سيند د اوسېدونکو لپاره د اوبو د امنيت له لاسه ورکول دي
Press Release

د سوډان او مصر د حکمرانانو د النهضه بند اړوند اقدامات د نيل د سيند د اوسېدونکو لپاره د اوبو د امنيت له لاسه ورکول دي

September 05, 2025
Location

خبري اعالمیه

د سوډان او مصر د حکمرانانو د النهضه بند اړوند اقدامات

د نيل د سيند د اوسېدونکو لپاره د اوبو د امنيت له لاسه ورکول دي

د 2+2 په نامه دوه اړخيزه مشورتي میکانیزم، چې د مصر او سوډان د بهرنيو چارو او اوبو لګولو وزیران پکې شامل دي، د 2025 کال د سپتمبر په 3مه د چهارشنبې په ورځ د مصر د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې غونډه وکړه، په دې غونډه کې د ایتوپیا د النهضه بند د دوسیې پرمختګونه وڅېړل شول او غونډه په یوه ګډه اعلامیه پای ته ورسېده، چې دواړو لوریو د النهضه بند د ډکولو او چلولو په اړه د ایتوپیا د یو اړخیزو کړنو په اړه خپله بشپړه هوکړه څرګنده کړه او په اعلامیه کې د بند اړوند ګڼ شمېر خطرونو ته اشاره شوې وه، چې له هغې جملې څخه د خوندیتوب د تضمینونو کمزورتیا، د اوبو د ایستلو بې نظمي، سربېره پر دې د وچکالۍ د څپو په صورت کې احتمالي پایلې.

موږ د تحریر ګوند / د سوډان په ولایت کې، د بند له جوړولو دمخه خبرداری ورکړی وو، چې دا خطرناک دی، او دا چې د مصر او سوډان حکمرانان باید د هغه د جوړولو د بندولو لپاره جدي کار وکړي، مګر موږ تر هغه وخته پورې غوږ نه شو، ترڅو چې بند بشپړ شو، او یو واقعیت شو.

د دې واقعیت په مقابل کې، موږ په لاندې حقایقو ټینګار کوو:

لومړی: د مصر او سوډان حکمرانانو، د سوډان او مصر د خلکو د اوبو په حقونو کې لاسوهنه وکړه، د اصولو د اعلامیې په لاسلیک کولو سره چې د 2015 کال په مارچ کې وشوه، کوم چې ایتوپیا ته د بند د جوړولو حق ورکړ، او په دې توګه د مصر او سوډان تاریخي حقونه او د اوبو ونډې یې پرېښودې.

دویم: دا میکانیزم چې اوس د بند له جوړېدو وروسته د خطرونو په اړه خبرې کوي، یو ډول سترګو ته دوړې اچول دي، او د سوډان او مصر خلکو ته تېروتنه ورکول دي، او دوی ته دا وهم ورکول دي چې دوی داسې نظامونه لري چې د دوی له ګټو څخه دفاع کوي.

کله چې د تحریر ګوند د دې خطرونو په اړه خبرې وکړې، او په خپلو فورمونو او لیکچرونو کې یې یادونه وکړه، او بیا په کتابچه کې (د النهضه بند، د اوبو د جګړې نښې، د حکمرانانو لاسوهنه او د امت دنده)، چې د 2017 کال په سپتمبر کې خپره شوه، چیرته چې یې دا خطرونه په تفصیل سره ثابت کړل، د متخصصینو او اړوندو کسانو په ویناوو سره یې ملاتړ وکړ، په هغه وخت کې په سوډان کې د نظام قلمونو او ژبو دا خطرونه رد کړل، او ادعا یې وکړه چې بند د سوډان د خلکو لپاره ګټه لري! او عجبه دا ده چې دوی نن ورځ پخپله د همدې خطرونو په اړه خبرې کوي!

دریم: وروسته له دې چې د مصر او سوډان حکمرانانو لاسوهنه وکړه، او ایتوپیا ته یې د بند د جوړولو اجازه ورکړه، دوی خلک د بند د ادارې او چلولو په اړه په خبرو بوخت کړل، ترڅو دوی ته دا وهم ورکړي چې دا ستونزه ده، او حتی ایتوپیا دوی ته د دې په اړه د خبرو اترو اجازه ورنکړه، د دوی د سپکاوي لپاره، او ځکه چې دوی پوهیږي چې د مصر او سوډان حکمرانان د امریکا سره هیڅ اراده نه لري، د کوم ولسمشر ټرمپ چې څرګنده کړه چې هغه د بند تر شا دی او د هغې تمویل کوي، کله چې هغه په ​​2025/07/15 کې په سپینه ماڼۍ کې وویل: (متحده ایالاتو د النهضه بند جوړول تمویل کړي دي)، مخکې له دې چې هغه موږ ته د نیل په سیند کې د اوبو په ورکولو سره احسان وکړي، چیرته چې هغه زیاته کړه: (زه نه پوهیږم چې ولې دوی د بند له جوړولو دمخه ستونزه حل نکړه، مګر دا ښه خبره ده چې په نیل کې اوبه شتون لري).

څلورم: ایتوپیا او د هغې تر شا امریکا او د یهودو وجود به آرام نه شي، تر څو چې د نیل سیند په بشپړه توګه وچ نه کړي، او د دواړو هیوادونو په اوبو کې بشپړه واکمني ترلاسه نه کړي، چیرته چې د النهضه بند د همغږۍ دفتر اجراییوي رییس اریجاوي برهي د 2025/07/23 د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته وویل: (د النهضه بند د پای ټکی نه دی، او ایتوپیا به په یوه بند باندې بسنه ونه کړي)، او په دې توګه هغه اشاره کوي چې هیواد یې د نویو بندونو جوړولو ته روان دی، او هغه بندونه کارداوبا، بيكو ابوو او مندايا دي، چې د اوبو د زيرمې ظرفيت يې شاوخوا 200 ميليارده متر مکعب اوبو ته رسيږي، د سوډان او مصر د حکمرانانو د کمزوري دريځ له امله دوی هڅول کيږي.

پنځم: دا نظامونه که په سوډان کې وي، که په مصر کې او که په ایتوپیا کې، دا ټول وظیفوي نظامونه دي، د دوی دنده دا ده چې په سپینه ماڼۍ کې د خپل بادار هغه څه پلي کړي چې هغه یې غواړي، له همدې امله د سوډان او مصر د حکمرانانو دا بې خونده دریځونه د بند د جوړولو په وړاندې وو، سره له دې چې دا د سوډان او مصر د خلکو لپاره خطرناک دی، او د دوی د اوبو د حقونو له لاسه ورکولو سره سره.

پایله: نو د سوډان خلک دې پوه شي، چې دا وظیفوي نظامونه، د کافر استعمارګر لوېدیځ پروژو ته خدمت کوي، او زموږ په هیواد او د هغې په شتمنیو او د اوبو په امنیت باندې دا بې ځایه لوبې به یوازې د نبوت په منهج باندې د راشده خلافت دولت ودروي، کوم چې زموږ له هیواد څخه د کافر استعمارګر نفوذ ختموي، او د هیواد او خلکو امنیت ساتي، او د دولتونو د بغاث تطاول د ترټولو لوی دولت په وړاندې بندوي چې تاریخ یې نړۍ ډکه کړې ده.

نو اې د سوډان خلکو، د تحریر ګوند سره کار وکړئ، د خپل رب د رضا لپاره، او د خپل عزت لپاره، او د خپل باعزته ژوند لپاره په داسې نظام کې چې ستاسو چارو ته پام کوي او ستاسو ګټې ساتي.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ

ابراهيم عثمان (ابو خليل)

د تحریر ګوند رسمي ویاند

د سوډان په ولایت کې

Official Statement

السودان - مكتب - ناطق

ولاية السودان

السودان - مكتب - ناطق

Media Contact

السودان - مكتب - ناطق

Phone: 0912240143- 0912377707

Email: spokman_sd@dbzmail.com

السودان - مكتب - ناطق

الخرطوم شرق- عمارة الوقف الطابق الأرضي -شارع 21 اكتوبر- غرب شارع المك نمر

Tel: 0912240143- 0912377707 | spokman_sd@dbzmail.com

www.hizb-ut-tahrir.info

Reference: PR-0199171c-cee0-7955-b0de-937e4a62bf6b