ټرمپ د اورونو زیری ورکونکی ولسمشر
خبر:
الجزیرې د روان کال د جون د میاشتې په ۱۰مه د سه شنبې په ورځ د "لاس انجلس سوځي... ایا امریکا تر دې حده بدله شوې؟" تر سرلیک لاندې یو خبر خپور کړ چې په هغه کې راغلي: "د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښار ته د ملي ګارد شاوخوا دوه زره سرتیرو د استولو امر وکړ، چې په دې توګه یې د هغه وخت انځورونه بیا راژوندي کړل چې فدرالي ځواکونو د ۱۹۶۰ لسیزې د مدني حقونو غورځنګ د سمبولونو د ځپلو هڅه کوله. بلکې ټرمپ له دې هم وړاندې لاړ او د امریکا د سمندري ځواکونو (مارینز) ۷۰۰ سرتیرو ته یې امر وکړ چې لاس انجلس ته ورسیږي ترڅو د پوځ او پولیسو ځواکونو سره د مظاهره کونکو په کنټرول کې مرسته وکړي. همدارنګه هغه د ایالت والي نیوزوم د نیولو لپاره چمتووالی وښود، وروسته له هغه چې هغه د هغه د ادارې د محاکمې ګواښ وکړ!".
تبصره:
پرون ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته په داسې حال کې ننوت چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ د میاشتې په شاوخوا کې د کلیفورنیا ایالت کې اورونه لګیدلي وو. د روان کال د جون د میاشتې له ۰۶ نېټې د جمعې له ورځې راهیسې په همدې ایالت کې اورونه بل شول، خو دا له بل ډول اورونو څخه وو، د ملي ګارد ځواکونو ترمنځ د نښتو په پایله کې چې ټرمپ د ایالت د والي له غوښتنې پرته لیږلي وو - او د مهاجرت او ګمرک قانون پلي کونکو ادارو لخوا د هغو لاریون کونکو سره چې د لسګونو کسانو د مهاجرت د قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوي وو، پیل شول. ددغو نښتو سره هممهاله د روان کال د جون په ۰۹مه د دوشنبې په ورځ لږترلږه په نهو نورو امریکایي ښارونو لکه نیویارک، فلاډیلفیا او سان فرانسسکو کې هم لاریونونه وشول.
د ډونالډ ټرمپ دوهمه دوره د امریکا په دننه کې د سیاسي نښتو په پارولو سره پیل شوه، په ځانګړې توګه د اوسنۍ نښتې په رڼا کې چې د دیموکرات والي ګاوین نیوزوم سره یې پیل کړه، هغه مهال چې هغه د فدرالي حکومت د محاکمې ګواښ وکړ، او ټرمپ هغه ته د نیولو ګواښ وکړ، که چیرې هغه د سرحدونو مسؤل وي. او د سنا په مجلس کې د وسله والو ځواکونو په کمیټه کې د لوی دیموکرات سناتور جک ریډ وویل چې هغه د مارینز ځواکونو د ګمارلو په اړه "ډیر خپه" دی. نښته ټرمپ هغه وخت پیل کړه چې هغه د دیموکرات ګوند ته - چې له هغه څخه مخکې تاسیس شوی و - ګواښ وکړ چې بیرته واک ته به یې پرینږدي.
د مهاجرینو په مسله کې د ډیموکراتانو سره د ټرمپ اختلاف دا دی چې هغه او د هغه ګوند اروپایی، انګلوساکسون، پروټیسټانټ او سپین پوستي مهاجر غوره کوي، پداسې حال کې چې دیموکرات ګوند د ځمکې د نورو ټولو رنګ لرونکو، هسپانویانو، آسیایانو او منځني ختیځ میشتو وګړو ته غاړه خلاصوي، ترڅو په انتخاباتو کې د هغوی څخه ګټه واخلي.
په امریکا کې د ډیموکراسۍ دوره پای ته ورسېده، وروسته له هغې چې نړۍ ته یې بازار موندنه وکړه، او د هغې په ځای یې د خنډونو په خپرولو، د غږیزو بمونو په غورځولو، د اوښکو بهوونکو ګازونو او د لږ وژونکو وسلو د مهماتو په کارولو سره د نښتو دورې ته مخه کړه!
د پانګوالي اصل زمانه تېره شوه، او د نبوت په طریقه د دوهم راشده خلافت د دولت د ظهور وخت رارسېدلی دی، ان شاء الله.
دا لیکنه د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوې
انجینر شفیق خمیس – د یمن ولایت