ټرمپ د امریکا او د یهودو د ریاست په ګټه د غزې په جګړه کې مداخله کوي
نه د مظلومانو په ننګه
خبر:
د امریکا ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ د غزې په اړه د تړون د چټکولو او د فلسطیني مقاومت له خوا نیول شویو یهودي اسیرانو د خلاصون غوښتنه وکړه. ټرمپ په خپله تروث سوشیال پاڼه کې په یوه ناڅاپي پیغام کې ویلي: "د غزې په اړه یو تړون وکړئ او یرغمل خوشې کړئ." (الجزیره نت، ۲۹/۶/۲۰۲۵، په لنډیز سره)
تبصره:
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه د یهودو د ریاست په وړاندې د فلسطیني مقاومت له برید وروسته پر غزې د یهودو د جګړې له پیل راهیسې، د مقاومت کوونکو د زړورتیا او د فلسطیني خلکو د ثابت قدمۍ سره سره، او د ملکي وګړو په وړاندې د یهودو له جرمونو په ځانګړې توګه ماشومانو او ښځو، مونږ د یو داسې نړیوال حکومتي غږ نه دی اوریدلی چې ددې وژنو د بندیدو غوښتنه وکړي، پرته له هغو غږونو چې اوریدل کیږي نه او ددې وژنو د بندیدو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د معاملو د کولو غوښتنه کوي، مګر مونږ هغه لوی هیوادونه اورو چې د بشر د حقوقو، د ماشومانو د خوندیتوب او د ښځو د حقوقو شعارونه یې پورته کړي دي. د یهودو د بندیانو د آزادیدو غوښتنه کوي، لکه د غزې خلک د ژوند کولو حق هم نلري!
د غزې په اړه د یوې هوکړې د ګړندي کولو او د بندیانو د خوشې کولو لپاره د ټرمپ غوښتنه د یهودو د ریاست د ساتنې او د خاینو تړونونو له لارې د هغه د شتون د ټینګښت لپاره ده چې د ویشلو د رامنځته کیدو او د ریښتیني مقاومت د له منځه وړلو لامل کیږي.
مونږ په داسې یو وخت کې ژوند کوو چې په کې اوسنی نړیوال نظام د خپلې کمزورۍ له امله ړنګیږي، او مونږ هغه اصلي بدیل لرو چې د نړۍ د حکومت کولو او په هغې کې د عدالت او رحم د خپرولو توان لري.
نو زمونږ په غاړه ده چې دا فرصت له لاسه ورنکړو، او د حزب التحریر سره د نبوت پر منهج د خلافت د رامینځته کولو لپاره کار وکړو او خلک د سرمایه دارۍ له ذلت او ظلم څخه د اسلام عدالت او رڼا ته راوباسو.
الله تعالی فرمایي: ﴿يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ * هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ﴾.
دا د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوې ده
دارین الشنطي