مطبوعاتي خبر
د تحریر ګوند/ د سوډان ولایت یو پلاوی
د الابيض ښار له یو شمېر مخورو سره وکتل
د تحریر ګوند/ د سوډان ولایت یو پلاوي، د تېرې دوشنبې په ورځ د 2025م کال د نومبر د میاشتې په 3مه نېټه، د شمالي کردفان د پلازمېنې، الابيض ښار له یو شمېر مخورو سره لیدنه وکړه. په دغه پلاوي کې د سوډان په ولایت کې د تحریر ګوند د شورا غړي، استاد النذیر محمد حسین ابو منهاج په مشرۍ، انجنیر بانقا حامد او استاد محمد سعید بوکه، د تحریر ګوند غړو، ګډون درلود.
چېرته چې دغه پلاوي له هر یوه سره وکتل:
استاد خالد حسین - د اتحادي دیموکرات ګوند مشر، د جلاء الازهري څانګه.
ډاکټر عبدالله یوسف ابو سیل - وکیل او په پوهنتونونو کې د قانون استاد.
شیخ عبدالرحیم جودة - د انصار السنة له ډلې څخه.
ښاغلی احمد محمد - د سونا خبري اژانس خبریال.
په دغو لیدنو کې د اوسني وخت پر موضوع خبرې وشوې؛ د الفاشر سقوط او هغه جرمونه چې ملیشو د ښار د خلکو په حق کې ترسره کړل، او د پوځ د مشرانو بې پروايي، هغوی د الفاشر د خلکو په وړاندې خپل مسؤلیت ادا نه کړ او د دوی کلابندي یې مات نه کړه، په داسې حال کې چې دوی د کلابندۍ په ټوله موده کې په دې کار قادر وو، او په دوی باندې له 266 څخه ډېر پرله پسې بریدونه وشول.
وروسته دغه پلاوي د تحریر ګوند/ د سوډان ولایت د منشور یوه نسخه دوی ته وسپارله چې عنوان یې دی: "د الفاشر سقوط د دارفور سیمې د بېلولو او په سوډان کې د امریکا د نفوذ د متمرکز کولو لپاره د امریکا لار پرانیزي، تر څو به موږ د نړیوالې جګړې لپاره سونګ یو؟!".
د دوی غبرګونونه بې ساري وو او دوی د دغو لیدنو د دوام غوښتنه وکړه.
ابراهیم عثمان (ابو خلیل)
د تحریر ګوند رسمي ویاند
په سوډان ولایت کې