أمريكا په دمشق کې یوه نوې پوځي اډه جوړوي چې په سیمه کې د هغې د جرمونو په اډو کې اضافه کیږي
رویټرز خبري اژانس د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۶ مه د شپږو باخبره سرچینو په حواله چې په دوی کې لویدیځ چارواکي او د سوریې یو دفاعي چارواکی هم شامل وو، ویلي دي چې متحده ایالات په سوریه پلازمېنه دمشق یا د هغې په شاوخوا کې په یوه هوایي اډه کې د خپل پوځي شتون د جوړولو لپاره چمتووالی نیسي. دا د یوې نوې طرحې په چوکاټ کې ده چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر څارنې لاندې ده. د سرچینو په وینا، د دې پوځي شتون موخه د یوه هراړخیز امنیتي تړون په څارنه او اسانتیا کې مرسته کول دي چې دا مهال د امریکا په منځګړتوب د سوریې او یهودي دولت ترمنځ روان دی.