رادار: ثبات یواځې د خلافت ریاست تر سیوري لاندې وي د استاد/ابراهیم عثمان (ابو خلیل) په قلم
د سوډان د حاکمیت شورا مشر او د پوځ لوی درستیز لومړي برید جنرال عبدالفتاح البرهان ټینګار وکړ چې سوډان د یوه انتقالي حکومت لپاره د یوه ملکي لومړي وزیر په ټاکلو سره د ملکي او دیموکراتیک ثبات په لور اساسي ګامونه پورته کړي دي او دا ګام یې د یوه هراړخیز ملکي بنسټ په اساس د دولتي بنسټونو د بیا رغونې په برخه کې د ملي ارادې څرګندوونکی وباله. (د سوډان خبرونه، 2025/7/1)