الرادار: استاد/عبدالله حسین (ابو محمد الفاتح*) لیکي.. *د غزې د خلکو د نصرت په اړه له *وینا وروسته د *حزب التحریر ځوانان ولې ونیول شول* ؟!
د یهودو د رژیم لخوا د مسلمانانو په هیوادونو د پنجشنبې په ورځ د ذوالحجې په ۲۳مه نیټه ۱۴۴۶هـ چې د ۲۰۲۵/۶/۱۹ نیټې سره سمون لري د سوډان په القضارف ښار کې امنیتي چارواکو د حزب التحریر درې ځوانان او یو تن حاضر له وینا وروسته په القضارف بازار کې ونیول، په وینا کې د ایران سره د یهودو د رژیم د جګړې او د دې غاصب رژیم په وهلو د مسلمانانو خوشحالي او هغه تباهي چې ورته رسیدلې وه بیان شوه، او دا هم وښودل شوه چې اصلي خوشحالي د خلافت په قیام کې ده، چې دا رژیم به له منځه یوسي، او مسلمانان یې د دې غایب فرض لپاره کار کولو ته وهڅول، نو حاضرینو ډیره زیاته خوشحالي ښکاره کړه او د دې غوره امت لپاره یې د ښې ورځې هیله څرګنده کړه.