Organization Logo

أستراليا البلد

أستراليا

Tel:

د اسټرالیا له خوا په فلسطین مشروط اعتراف: د یهودو رژیم ته د نسل وژنې انعام دی، نه د مظلومانو لپاره بریا
Press Release

د اسټرالیا له خوا په فلسطین مشروط اعتراف: د یهودو رژیم ته د نسل وژنې انعام دی، نه د مظلومانو لپاره بریا

August 13, 2025
Location

مطبوعاتي اعلامیه

د اسټرالیا له خوا په فلسطین مشروط اعتراف

د یهودو رژیم ته د نسل وژنې انعام دی، نه د مظلومانو لپاره بریا

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز په رسمي توګه د فلسطین د دولت په رسمیت پیژندلو ته د اسټرالیا چمتووالی اعلان کړ. هغه له دې پرېکړې مخکې له محمود عباس او بنیامین نتنیاهو دواړو سره په شخصي توګه اړیکه ونیوله، لکه څنګه چې هغه د جرمونو د څو لسیزو مسؤل مجرمانو د راضي کولو هڅه کوله.

البانیز په دې وروستیو کې وویل چې د فلسطین په دولت اعتراف په اشغال باندې د فلسطین په اعتراف، د دایمي پولو منلو، د راتلونکي فلسطیني دولت څخه د وسلو ایستلو او د حماس او د مقاومت د ټولو هڅو په بشپړه توګه له منځه وړلو پورې مشروط دی.

د اسټرالیا د حکومت وړاندیز د یهودو رژیم ته د نسل وژنې څخه د انعام ورکولو څخه ډیر څه ندي، دا د یو تش او بې محتوا دولت وړاندې کول دي، د ځان څخه د دفاع کولو توان نلري، خپلې اشغال شوې ځمکې ته د لاس ورکولو ته اړ ایستل کیږي، او د لویدیځو قدرتونو سرپرستي ورباندې تپل کیږي ترڅو وټاکي چې څوک یې اداره کوي، او دې ته اړ کیږي چې د یو مجرم او وحشي رژیم سره اړیکې عادي کړي.

دا د عدالت شرطونه ندي، بلکه دا هغه اهداف دي چې د یهودو رژیم او امریکا د نږدې دوو کلونو نسل وژنې وروسته په لټه کې دي. اسټرالیا یوازې هڅه کوي چې د نظامي له لارې د اشغال له ناکامۍ وروسته د ډیپلوماټیک تسلیمۍ په برخه کې مرسته وکړي، په دې هیله چې د فلسطیني دولت تصور د نسل وژنې څخه وروسته د ګازرې په توګه بریالی شي.

د حیرانتیا خبره دا ده چې اسټرالیا د فلسطین د دولت په رسمیت پیژندلو ته خپله لیوالتیا اعلانوي، مګر په خپله د فلسطینیانو په پیژندلو کې پاتې راځي. د حکومت پالیسۍ د انساني کرامت څخه د محرومولو او په قرباني باندې د تور اچولو پر بنسټ د فلسطینیانو کړاوونه ناڅرګند کړي، او د اشغالګرو جرمونه بې حسابه پاتې دي. اسټرالیا یوازې وروسته له هغه د فلسطین په رسمیت پیژندلو ته لیواله شوه کله چې ډیری فلسطینیان ووژل شول یا بې ځایه شول، کله چې د اعتراف کولو لپاره هیڅ شی پاتې نشو.

نړۍ په رښتیا هم ډارېږي چې اشغال اوس په فلسطین کې د "وروستي حل" پلي کولو په درشل کې ولاړ دی. اما اسټرالیا په زور سره هڅه کوي چې د جرم په لاس لرلو کې د بې ګناهۍ تمثیل وکړي، مګر په دې سره یوازې خپل محکومیت تاییدوي. صهیونیستي-لویدیځ ایتلاف نړۍ ته ښکاره شوی دی، او هیڅ ډول ویناوې یا سمبولیک اشارې به د هغه ناوړه واقعیت پټ نه کړي.

په اسټرالیا کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

Official Statement

أستراليا البلد

أستراليا

أستراليا البلد

Media Contact

أستراليا البلد

Phone:

Email:

أستراليا البلد

Tel: |

Reference: PR-01989425-28c0-73d3-94cc-c34d834822fe