خبرپاڼه
عباس د اسلام دښمنانو له ځالې "پاریس" څخه د امریکا او یهودو د سیاستونو په پلي کولو کې د واکمنۍ په جرمي رول ټینګار کوي
چې موخه یې د فلسطین قضیې تصفیه کول او د فلسطین خلک او اولادونه یې له اسلام او اسلامي امت څخه جلا کول دي
په هغه لیدنه کې چې عباس د 2025/11/11 د سه شنبې په ورځ په پاریس کې له ماکرون سره وکړه، چې په کې یې د "فرانسې او فلسطین ترمنځ د فلسطیني دولت د اساسي قانون د مسودې لپاره د یوې ګډې کمیټې جوړولو" اعلان وکړ (الجزیره مباشر)، عباس د سیمې د هغو هیوادونو له تاریخ څخه الهام اخلي چې لویدیځ اساسي قوانین یې د قانون جوړونې لپاره د اساس په توګه اخیستي دي، او دوی د الله تعالی پرته لویدیځوال خپل رب ګرځولي دي، او عباس له دې پرته بله چاره نه لري چې خپل مخ پاریس ته واړوي او له خپلو ربانو وغواړي چې د کاغذ پر مخ د یوه داسې دولت لپاره اساسي قانون جوړ کړي چې له هغه څخه د ننوتلو یا وتلو اجازه یوازې یهودو ته وي، بلکې هغه د دې توان نه لري چې خپله (اداري پلازمېنه) رام الله د یهودو له یرغلونو څخه وساتي او نه یې ځواکونه د دوی په وړاندې د ښکاره کېدو جرئت کوي، میشت ځایونه د لویدیځې غاړې په خلکو ظلم کوي، جوماتونه یې سوځوي، او هیڅ کرونده، ونه او یا څاروی نه پریږدي مګر دا چې ویجاړ یې کړي، او د عباس دولت او د هغه امنیتي دستګاه له لرې څاري پرته له دې چې د خلکو، د هغوی د وینو او ملکیتونو د دفاع لپاره یو ګام هم پورته کړي.
بیا عباس په دې هم بسنه ونه کړه، د بې وسلې فلسطیني دولت او په غزه کې د مجاهدینو د وسلو له ایښودلو سربېره، پرته له هغې وسلې چې د فلسطین خلک په کې وژني لکه څنګه چې مخکې یې په جنین، طولکرم، طوباس او نورو ځایونو کې وکړل، هغه ژمنه وکړه چې د بندیانو او د شهیدانو د کورنیو تنخواوې به بندوي، او د هر هغه چا په تعقیب به کوي چې د یهودو د وجود امنیت ته ګواښ پېښوي، او دا ذلت او عاجزي د ټرمپ او لویدیځ د دیکتاتورۍ او د فلسطین د غصب کوونکي یهودي وجود د امنیت د ټینګښت لپاره ده.
بلکې پر ټولو جرمونو یې دا زیاته کړه چې "عباس ټینګار وکړ چې فلسطیني اداره د یونسکو د معیارونو سره سم د تعلیمي نصاب په پراختیا کې مخکې روانه ده" (الجزیره مباشر)، د یونسکو معیارونه څه دي؟ ایا دا د اسلام معیارونه دي که د اسلام د دښمنانو معیارونه؟
د یونسکو معیارونه د فلسطین د خلکو له زړونو څخه د اسلام ارزښتونه لرې کوي او د هغې پر ځای د انحلال، کفر، الحاد، زنا او همجنس بازۍ ارزښتونه ځای پر ځای کوي، هغه معیارونه چې موخه یې د فلسطین د خلکو په نارینه وو کې نیمګړتیا رامنځته کول، او زموږ ښځې او لوڼې د لویدیځ په څېر له پاکۍ، عفت او حیا څخه لیرې ژوند کوي، هغه معیارونه چې د اسلام عزت په عاجزۍ بدلوي، او د تسلیمۍ، ذلت او سپکاوي کلتور د جهاد، د اسلام د وړلو، په نېکۍ د امر کولو او له بدي څخه د منع کولو په کلتور بدلوي.
بلکې موضوع یوازې د اسلام د دښمنانو د خوشحالولو لپاره د نصاب په بدلولو کې نه ده، واکمنۍ ښوونځي د هرې مشکوکې ډلې لپاره په پراخه کچه پرانیستي دي ترڅو د جنډر، همجنس بازۍ او لویدیځو ازادیو کلتور، د کورنۍ د نړولو قوانین او د پلرونو په وړاندې د اولادونو سرغړونه ترویج کړي، نو دا ټولې ډلې زموږ په اولادونو کې د ځمکې د چنجي په څېر د سلیمان په لرګي کې دومره ژور ننوځي چې زموږ اولادونه مړه شي او د هغوی جسدونو د دین "اسلام" روح له لاسه ورکړی وي.
او له دې جرم سره دا هم مل وه چې واکمنۍ په فلسطین کې تعلیمي پروسه له خنډ سره مخ کړه، ښوونکو ته یې تنخواوې پرې کړې او په ښوونځیو کې یې د زده کونکو حاضري مړه کړه، تر دې چې حاضري په اونۍ کې نیمایي ته هم نه رسېده، دا د پیسو د کمښت او د یهودو له خوا د پیسو د محاصرې په پلمه د ناپوهۍ، غربت او ورانولو یوه منظمه پروسه ده.
عباس او د هغه ډله له دې وروسته چې له هېواده تېر شول او له فلسطین سره یې همکاري او دسیسې وکړې، نن غواړي چې خلک لکه هېواد د فلسطین د خلکو دښمنانو ته وسپاري، بلکې غواړي چې زموږ اولادونه کافر ته وسپاري چې له دوی سره څه وغواړي هغه وکړي، او دا یو لوی منکر او یو شر دی چې د دې د مخنیوي لپاره د فلسطین ټول خلک د یو سړي په څېر راپاڅېدل دي ترڅو په عزت سره پاتې شي او یا شهیدان شي.
اسلامي امت د یهودو او د یهودو له جنسه د واکمنۍ په اړه په چوپتیا سره د فلسطین د خلکو په اولادونو کې ګناه لري لکه څنګه چې د غزې د خلکو د وینو ګناه لري، او د هغه چا ګناه چې واک لري او د لښکرو د حرکت کولو توان لري او هغه نه کوي، هغه دوه چنده ګناه ده، هغه ګناه چې یوازې د هېواد په ازادولو او د واکمنۍ له وجود سره یوځای کولو او د فلسطین د شام د هېواد یوه نه بېلېدونکې برخه ګرځولو سره لرې کېدای شي، لکه څنګه چې د عمر رضي الله عنه په لاس ازاد شو او لکه څنګه چې د صلاح الدین په لاس ازاد شو، ﴿وَیَوْمَئِذٍ یَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللهِ﴾.
په مبارکه ځمکه فلسطین کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر