November 13, 2025
عباس د اسلام دښمنانو له ځالې "پاریس" څخه د امریکا او یهودو د سیاستونو په پلي کولو کې د واکمنۍ په جرمي رول ټینګار کوي، چې موخه یې د فلسطین قضیې تصفیه کول او د فلسطین خلک او اولادونه یې له اسلام او اسلامي امت څخه جلا کول دي.
په هغه لیدنه کې چې عباس د 2025/11/11 د سه شنبې په ورځ په پاریس کې له ماکرون سره وکړه، چې په کې یې د "فرانسې او فلسطین ترمنځ د فلسطیني دولت د اساسي قانون د مسودې لپاره د یوې ګډې کمیټې جوړولو" اعلان وکړ (الجزیره مباشر)، عباس د سیمې د هغو هیوادونو له تاریخ څخه الهام اخلي چې لویدیځ اساسي قوانین یې د قانون جوړونې لپاره د اساس په توګه اخیستي دي، او دوی