خلافت د الله هغه وعده ده چې نه یې غیاب مړ کوي او نه یې ظلم شنډوي
په داسې زمانه کې چې بحرانونه پکې ډیریږي او امت د وضعي نظامونو او اساسي قوانینو په منځ کې شیندل کیږي، دا بنسټیزه پوښتنه راپورته کیږي: ایا له دې واقعیت څخه د خلاصون کومه ریښتینې لار شته؟ ځواب هر هغه چا ته روښانه دی چې په رښتینولۍ سره فکر وکړي: بېشکه خلافت یوازینی حل دی.
د نبوت پر طريقه خلافت يوازې يو شعار يا خيالي مفکوره نه ده؛ بلکې دا يو بشپړ شرعي سياسي پروژه ده چې په دې اصل ولاړه ده چې حاکميت يوازې د الله تعالی حق دی او قانون جوړونه د وحي پر بنسټ ده نه د انسانانو خواهشاتو او يا د نړيوالو ګټو پر بنسټ. دا هغه نظام دی چې امت ته خپله سياسي او شرعي وحدت بېرته ورکوي او د بېلو بېلو هېوادونو له مجموعې څخه چې د نورو تر واک لاندې وي، په داسې يو وجود بدلوي چې خپله پرېکړه په خپل لاس کې لري، خپل اقتصادي، سياسي او پوځي ځواک د يوې داسې شرعي وثيقې لاندې حرکت کوي چې د الله تعالی شريعت په ټولو برخو کې نافذ کوي. په دې چوکاټ کې له نړيوال انحصاره نيولې تر ټولنيزو او اقتصادي انحرافاتو پورې معاصرې قضيې د يوې داسې جامع شرعي واکمنۍ د نه شتون طبيعي پايلې ګڼل کيږي. نو دا يو واقعي، رباني او د ژوند د ټولو اړخونو لپاره يو جامع نظام دی. څرنګه؟
لومړی: د شريعت په بشپړ ډول تطبيق
خلافت دولت دې ته اړ باسي چې د الله تعالی شريعت په ټولو برخو کې نافذ کړي: په سياست، اقتصاد، قضا، کورنۍ، تعليم او رسنيو کې. نو د دين او ژوند تر منځ د تضاد لپاره هيڅ ځای نشته، بلکې دولت د انسانانو د خواهشاتو پر ځای د الله تعالی پر رباني عدل ولاړ وي، نو په دې توګه عدالت او ثبات د يوې بشپړې الهي نظام له لارې ترلاسه کيږي.
دوهم: د اسلامي امت يووالی
خلافت هغه مصنوعي پولې له منځه وړي چې مسلمانان یې سره وېشلي دي او هغوی بېرته د يوې واحدې بيرغ لاندې يوې واحدې وجود ته راولي. په دې وخت کې د ضعف او تفرقې حالت پای ته رسيږي او امت په يوه داسې سياسي، پوځي او اقتصادي ځواک بدليږي چې ټول ورڅخه ويريږي، نه یې طاقت ماتيږي او نه پرې څوک خپل نظرونه تپي.
دریم: د غربي واکمنۍ څخه خپلواکي
خلافت د ملګرو ملتونو او د پیسو نړیوال صندوق په څېر نړیوالو بنسټونو ته غاړه ایښودل ردوي او نړیوالې اړیکې د اسلامي حاکمیت او عزت پر بنسټ بیا جوړوي. نه انحصار وي او نه تحمیل، بلکې یو برابر چلند وي چې د دې اصل پر بنسټ ولاړ وي: «اسلام اوچت دی او هیڅ شی ترې اوچت نه دی».
څلورم: رښتینی اقتصادي عدالت
د خلافت په سیوري کې سود حرام دی، انحصار منع دی او شتمني په عادلانه توګه وېشل کیږي، نو د خلکو اساسي حقونه تضمین کیږي: کور، تعلیم، روغتیا، خواړه او امنیت. دا یو داسې نظام دی چې د انسان عزت ساتي او توازن رامنځته کوي، نه لکه نن چې سخت طبقاتي واټنونه او یو داسې پانګوال نظام وینو چې په کمزورو رحم نه کوي.
پنځم: د مظلومانو مرسته کول او نړۍ ته د دعوت رسول
خلافت په خپل ځان کې نه راټولیږي، بلکې په هر ځای کې د مسلمانانو د مرستې لپاره حرکت کوي او نړۍ ته د اسلام پیغام د دعوت، عدل او رحمت په توګه رسوي. دا یو ځانګړی تمدني ماډل دی چې د واکمنۍ په لټه کې نه دی، بلکې د دې لپاره دی چې انسانان د انسانانو له غلامۍ څخه د رب العباد غلامۍ ته وباسي.
شپږم: د اسلامي ارزښتونو ژورول
د تعلیم او رسنیو له لارې، خلافت داسې باوري او باخبره نسلونه رامینځته کوي چې خپله پیژندنه پیژني او په خپل دین ویاړي، نه د غرب په بهیرونو کې حل کیږي او نه د مادې تمدن په دروغو باندې متاثره کیږي. په دې توګه کورنۍ او ټولنه د اخلاقي سقوط څخه ساتل کیږي او اسلامي هویت قوي او ټینګ پاتې کیږي.
بېشکه خلافت كهنوت نه، بلکې د الله تعالی له خوا يو نظام دی، دا يو عملي سياسي نظام دی چې د وحي پر بنسټ ولاړ دی او موخه یې د عدل، عزت او وحدت تحقق دی او حاکم د الله تعالی او امت په وړاندې مسؤل کوي. د هغې په سیوري کې لوی او کوچنی حساب ورکوي او هیچا ته معافیت نشته ځکه چې حاکمیت په هغه کې د شریعت لپاره دی نه د اشخاصو لپاره.
په مقابل کې: موږ نن د غربي ډیموکراسۍ او پانګوالۍ په سیوري کې ژوند کوو، چیرته چې قوانین د انسانانو لخوا جوړیږي او د ګټو او سیاسي فشارونو سره سم بدلیږي. یو واحد امت نه بلکې قومي دولتونه چې تفرقه او وفاداري د دین پر ځای (وطن) ته پیاوړي کوي. پارلمانونه او ګوندونه د ګټو پر بنسټ اداره کیږي او د پانګې او یا پوځ لخوا تسلط کیږي. اقتصاد په آزاد بازار او سود باندې ولاړ دی او بې وزله خلک خپل برخلیک ته پریښودل کیږي. بهرنۍ پالیسي د غرب تر ولکې لاندې ده، د یهودو وجود په رسمیت پیژني او له هغوی سره امنیتي همغږي کوي. ټولنیز نظام تر دې حده رسیدلی چې انحراف قانوني کوي: مدني واده، په میراث کې مساوات، د څو ودونو مخنیوی... تر دې چې کورنۍ له منځه لاړې او سرپرستي ورکه شوه. په داسې حال کې چې خلافت د سرپرستۍ شرعي معنی د داسې قانون له لارې بېرته راژوندۍ کوي چې کورنۍ ساتي او هر حق لرونکي ته خپل حق په داسې نظام کې ورکوي چې په هغه کې نه خواهش وي او نه استبداد. د دې نظام په رامینځته کولو سره د تفرقې لاملونه له منځه ځي: د شریعت نشتوالی، د هویت له لاسه ورکول او اقتصادي فشار، نو کورنۍ بېرته یو ټینګ کلا او د امت د ودې لپاره یو بنسټ ګرځي.
د نبوت پر طريقه د خلافت په قائمولو سره د اسلامي ژوند بیا پیل به د خلکو تر منځ عدالت رامنځته کړي او د الله تعالی رضا په لټه کې به وي، په داسې حال کې چې اوسني نظامونه د ګټو، نفوذ او واکمنۍ پر بنسټ اداره کیږي، نو فقر، جګړې او فساد یې راوړی دی. نو نور څه ته انتظار یو؟
بېشکه خلافت له تېر څخه یوه خوب نه دی، بلکې د الله تعالی له خوا یو فرض او پر امت یو شرعي وجیبه ده چې د لمانځه او روژې په څېر د هغه لپاره کار وکړي. دا د خلافت په اړه د الله تعالی وعده ده او په دې سره به امت خپل عزت او کرامت بېرته ترلاسه کړي او د اوږدې سرگردانۍ او ضایع کیدو وروسته به د نړۍ رهبري په غاړه واخلي.
بېشکه بشریت د فاسدو وضعي نظامونو په منځ کې حیران پاتې دی چې خلک یې فقر، جګړو او انحلال ته رسولي دي او هغه به یوازې د الله تعالی له خوا یو نظام راپورته کړي چې انسان د انسانانو له غلامۍ څخه آزاد کړي.
او د امت لپاره دا وخت رارسیدلی دی چې پوه شي چې ستونزه یې په اشخاصو او یا په پرله پسې حکومتونو کې نه ده، بلکې په خپل نظام کې ده چې د الله تعالی شریعت له حکومت څخه لیرې کوي او د وحی پر ځای خواهشات او ګټې نافذوي. نو د خلافت قائمول یوه فکري عیاشي نه ده، بلکې د ټول امت لپاره د برخلیک مسله ده او یو داسې وجیبه ده چې آزاد خلک دې ته هڅوي ترڅو د اسلام واکمني بېرته ځمکې ته راولي.
ای د محمد ﷺ امته، معجزې ته مه منتظر کیږئ، بلکې د الله تعالی په اطاعت او د نبوت پر طريقه د خلافت په قائمولو سره هغه رامینځته کړئ، دا ستا د رب وعده ده او په دې سره به واکمني شریعت ته او عزت مسلمانانو ته بېرته راشي. نو د امت لپاره خلاصون یوازې په دې کې دی چې زنځیرونه مات کړي، د خیانت نظامونه نسکور کړي او د نبوت پر طريقه د خلافت په قائمولو سره اسلامي ژوند بیا پیل کړي. نو ټول عزت د الله تعالی د شریعت په نافذولو کې دی او څوک چې له هغه پرته په بل کې عزت لټوي، الله تعالی به یې ذلیل کړي. د امت لپاره دا وخت رارسیدلی دی چې پوه شي چې ستونزه یې په اشخاصو کې نه ده بلکې په خپل نظام کې ده او د پرمختګ لاره د یو داسې خلیفه سره پیل کیږي چې یوازې له الله تعالی څخه وېرېږي.
او په پای کې، موږ د الله تعالی په رښتینې وعدې باندې خوشحاله یو چې هیڅکله هم خلاف نه کوي: ﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا﴾.
دا لیکنه د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره لیکل شوې
منال ام عبیده