Organization Logo

بنغلادش مكتب

ولاية بنغلادش

Tel: 8801798367640

Fax: Skype: htmedia.bd

contact@ht-bangladesh.info

په لندن کې د یونس – طارق تړون د امریکا د واکمنۍ او د هغې د ظالمانه سیکولر پانګوال نظام د ساتلو هڅه
Press Release

په لندن کې د یونس – طارق تړون د امریکا د واکمنۍ او د هغې د ظالمانه سیکولر پانګوال نظام د ساتلو هڅه

June 21, 2025
Location

مطبوعاتي اعلامیه

په لندن کې د یونس – طارق تړون

د امریکا د واکمنۍ او د هغې د ظالمانه سیکولر پانګوال نظام د ساتلو هڅه

د ۲۰۲۵ کال د جون په ۱۳مه په لندن کې میشت د موقت حکومت مشر ډاکټر یونس د بنګله دیش د خلکو هغه هیلې خاورې کړې چې د بنګله دیش د ملي ګوند د مشر طارق رحمان سره یې سیاسي جوړجاړی وکړ. ددې هیواد خلکو د حکمرانانو توره ماضي او د بنګله دیش د ملي ګوند د حاکمې طبقې فساد نه دی هیر کړی. په حقیقت کې، د یونس او طارق ترمنځ دا سیاسي جوړجاړی او د واک ویش د امریکا د هغه پلان یوه برخه ده چې امریکا ته به د خپلو استعماري پروژو د پلي کولو توان ورکړي. تاسې ولیدل چې د امریکا پخوانیو سفیرانو، ډان موزیانا، برنیکات او پیټر هاس د دې جوړجاړي هرکلی وکړ او له دې څخه یې خپله رضایت څرګند کړ. د خبري راپورونو له مخې، د بنګله دیش ملي ګوند هم د ډاکټر یونس د ولسمشر په توګه د ټاکلو وړاندیز کړی دی. د ظالمې حسینه له نسکوریدو سره، د دې هیواد خلکو د ظالمانه پانګوال نظام او د لویدیځو کافرو استعمارګرو له واکمنۍ څخه د خلاصون هیله څرګنده کړه، خو دا ډول جوړجاړی د دې هیواد له خلکو سره خیانت دی.

موږ، په بنګله دیش ولایت کې د التحریر ګوند، غواړو موقت حکومت او سیاسي منځګړیتوب ته خبرداری ورکړو چې د دې اسلامي ځمکې په اړه به د کافرو او مشرکانو د واکمنۍ د ټینګولو لپاره هیڅ ډول دسیسه ونه زغمي. دوی باید د کرکې وړ واکمن حسینه له نسکوریدو څخه عبرت واخلي، خدای تعالی فرمایي: ﴿الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعاً﴾ نو ځکه، موقت حکومت باید د اسلام او د خلکو د ګټو او د هیواد د حاکمیت د ساتنې پر بنسټ د سیاسي هوکړې د رامنځته کولو لپاره مناسب سیاسي چاپیریال رامنځته کړي، ترڅو د خلکو هیلې او ارمانونه منعکس او تحقق کړي. خدای تعالی فرمایي: ﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ﴾ نو ځکه، موږ باید خپل اختلافات هیر کړو، او کافران او مشرکان پرېږدو، او خپل صفونه متحد کړو.

ای خلکو، د پنځلسو کلونو له هڅو، مبارزو او ډیرو قربانیو وروسته مو ظالمه حسینه، د سیکولر پانګوال نظام اجنټه نسکوره کړه. له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «لَا يُلْدَغُ الْمُؤْمِنُ مِنْ جُحْرٍ مَرَّتَينِ» صحیح البخاري ومسلم. نو ځکه، تاسې باید بیا د سیکولر پانګوال نظام له سوري څخه ونه چیچل شئ، د سیاسي جوړجاړیو او د لویدیځ، برتانیې او امریکا ته د وفادارو حاکمو طبقو ترمنځ د واک ویش له لارې. موږ باید د دولت د اصلاح په نامه "سیرک" رد کړو، او د دولت په هراړخیز بدلون کې فعال واوسو. رسول الله ﷺ وفرمایل: «... ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ. ثُمَّ سَكَتَ» مسند أحمد. د رسول الله ﷺ ددې زیری د تحقق لپاره، د نبوت پر طريقه د خلافت د قیام لپاره سیاسي وحدت ته اړتیا ده، ځکه چې یوازې د خلافت په قیام سره به اسلام خوندي شي، د اسلامي امت ګټې به خوندي شي، او د اسلامي هیواد حاکمیت به ان شاءالله خوندي شي.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ

د التحریر ګوند مطبوعاتي دفتر

د بنګله دیش په ولایت کې

Official Statement

بنغلادش مكتب

ولاية بنغلادش

بنغلادش مكتب

Media Contact

بنغلادش مكتب

Phone: 8801798367640

Fax: Skype: htmedia.bd

Email: contact@ht-bangladesh.info

بنغلادش مكتب

Tel: 8801798367640 | contact@ht-bangladesh.info

Fax: Skype: htmedia.bd

Reference: PR-01978366-7760-744e-9837-76b452e46475