مطبوعاتي اعلامیه
حزب التحریر/ بنګله دیش ولایت احتجاجونه او لاریونونه تنظیموي
د هند لخوا په زوره د مسلمانانو بنګله دیش ته د وسلو په زور د شړلو په خلاف
حزب التحریر/ بنګله دیش ولایت نن د جمعې په ورځ، د ۲۰۲۵م کال د جولای د میاشتې په ۴ مه نیټه، د جمعې له لمانځه وروسته، د ډاکې او چیتاګونګ په څو جوماتونو کې د هند لخوا په زوره د مسلمانانو بنګله دیش ته د وسلو په زور د شړلو په خلاف احتجاجونه او لاریونونه تنظیم کړل. د حزب ځینو ځوانانو په دغو غونډو کې وینا وکړه، چې ورپسې یې پراخه لاریونونه وکړل.
د مودي حکومت په هند کې له مسلمانانو سره د څارویو په څېر چلند کوي، دوی ته "غیر قانوني مهاجرین" وايي، کورونه یې ورانوي او په زوره یې له هېواده بنګله دیش ته شړي. د غونډو ویناوالو د هند د هندوانو (هندوتوا) دا چلند په فلسطین کې له مسلمانانو سره د غاصب یهودي رژیم له کړنو سره پرتله کړ.
ویناووکو اوسني واکمن او سیکولر اشرافیه وغندله او ټینګار یې وکړ چې دوی هڅه کوي د هغه څه په حقیقت پټ کړي چې پیښیږي، دا تېری کوونکي عملونه د حسینه له سقوط وروسته د هند او بنګله دیش ترمنځ د اړیکو خرابیدو ته منسوبوي. خو حقایق دا تاییدوي چې دا کړنې نوې نه دي، بلکې د یوې اوږدې مودې پالیسۍ برخه ده، چې په کې پر پوله وژنه، د اوبو تېری، او په هند کې دننه د مسلمانانو منظم ځورول شامل دي، د بابري تاریخي جومات د مندر د جوړولو لپاره نړول، د زرو کلونو په اوږدو کې د اسلامي میراث له منځه وړل، تر دې چې دوی د اورنګزیب د قبر د لیرې کولو غوښتنه کوي، د نوي تابعیت قانون تصویبوي، د نفوسو ملي ریکارډ تازه کوي او نور سیاستونه، دا ټول دا تاییدوي چې موخه د مسلمانانو د هویت له منځه وړل او د هغوی شړل دي، لکه څنګه چې یهودي رژیم په فلسطین کې کوي. الله تعالی فرمایي: ﴿لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِّلَّذِينَ آمَنُوا الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا﴾.
ویناووکو څرګنده کړه چې د هند د هندوانو لخوا له مسلمانانو سره د دې مغرور چلند دوه اصلي لاملونه دي:
لومړی: که څه هم په دې سیمه کې مسلمانان یوه عقیده او یوه وینه لري، خو کافر برتانوي استعمار د قومي بنسټ (هندي، بنګالي، پاکستانی...) پر بنسټ وویشل او بیا یې پر دوی سیکولر حکومتونه تحمیل کړل. نن ورځ، موږ ګورو چې سیکولر سیاستوال او روڼ اندي په بنګله دیش کې د هندوانو د ځورولو په وړاندې په کلکه احتجاج کوي، مګر د مسلمانانو په وړاندې د هند له جرمونو څخه د پیشوګانو په څېر پټیږي. رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ، وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ، وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ» (ابو داود روایت کړی دی).
دوهم: نن ورځ هند د کافر امریکایي استعمار سیمه ایز استازی دی او د هند او ارام سمندر په سیمه کې د "کواډ" په پوځي ټلواله کې غړیتوب لري. لکه څنګه چې امریکایي استعمار په منځني ختیځ کې د اسلامي امت د ځپلو لپاره د یهودي رژیم څخه کار اخلي، په جنوبي آسیا کې د همدې موخې لپاره د هند د هندوانو دولت کاروي.
ویناووکو ټینګار وکړ چې د مسلمانانو شرعي دنده ده چې په هر ځای کې چې مسلمان وروڼه یې تر برید لاندې وي، د هغوی مرسته وکړي. الله تعالی فرمایي: ﴿وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ﴾ مګر په مسلمانانو هېوادونو کې واکمن دا قومي او سیکولر نظامونه د امت ساتونکي نه دي، دوی په فلسطین، کشمیر او اراکان کې د مسلمانانو د مرستې لپاره پوځونه نه لیږي، بلکې خپل ځواکونه د ملګرو ملتونو تر بیرغ لاندې او د امریکا په امر د مسلمانانو د وینې تویولو لپاره لیږي!
د غونډو په پای کې، ویناوالو له مسلمانانو وغوښتل چې په واضح ډول خپل دریځ اعلان کړي، هغه دا دی:
په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو د ځورولو لامل د اسلامي امت د اصلي لارښود نشتوالی دی، هغه خلافت دی. رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ» (مسلم روایت کړی دی). نو، موږ باید د دې مزدور حکمرانانو ته له پامه غورځولو پرته، د خلافت د تاسیس لپاره سره یو شو. او موږ باید په پوځونو کې د امت مخلصو زامنو ته غږ وکړو چې په دې امت کې مخلص ګوند، حزب التحریر ته د نبوت په طريقه د خلافت د تاسيس لپاره مرسته وکړي.
په بنګله دیش ولایت کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر