زمونږ نمونه د وحې ده نه د لویدیځ له ټیټوالي څخه
نن ورځ ډېر مسلمانان د چین پرمختګ او د امریکا زوال تعقیبولو کې بوخت دي، او بحث کوي: څوک پیاوړی دی؟ څوک به بریالي شي؟ ایا چین د دې وړتیا لري چې د یوې لویې قوې په توګه د امریکا ځای ونیسي؟ ایا امریکا سیالي نه لري؟ خو اصلي پوښتنه دا ده: ولې موږ مسلمانان په دې جګړه کې بوخت یو؟ ولې نه پوښتو: موږ چېرته یو؟ زمونږ پروژه څه ده؟ او په دې نړۍ کې زمونږ موقعیت څه دی؟
هغه وخت چې برتانیا او فرانسه نړیوال ځواکونه وو، دوی ملتونه وځپل او تمدنونه یې تباه کړل. او نن ورځ امریکا همغه کار کوي، او په زور او جبر سره خپل تسلط تحمیلوي، او د نړیوال نظام په نوم د ځمکې خلک غلامانوي. ایا موږ له چین څخه غواړو چې بدیل شي؟ او که قصاب بدل شي ایا د امت واقعیت به هم بدل شي؟! ستونزه دا ده چې ځینې مسلمانان د دې پر ځای چې امت د خپل سیاسي وجود او اسلامي دولت د جوړولو لپاره راویښ کړي، د نړیوالو قوتونو په وهم پسې ګرځي، او د نورو په تجربو سندرې وايي، او له دې څخه غافل دي چې موږ یوه رباني نمونه لرو چې سرچینه یې وحې ده.
ځینې زموږ وروسته پاتې والی په عربي عقل کې د ضعف، یا د عصري نظریو سره د سمون په وړتیا کې کمزورتیا بولي، او خلکو ته دا وهم ورکوي چې لویدیځ ځکه بریالی شو چې د لویو فیلسوفانو او مفکرینو څښتن و، خو حقیقت دا دی چې لویدیځ په خپلو فلسفو د نړۍ واکمني نه ده کړې، بلکې په خپل پوځي ځواک او اقتصادي تسلط سره یې په 1492 کال کې په اوسپنه او اور سره په لاتینې امریکا واکمني وکړه، نه په حکمت، عقل او قناعت سره. دوی فکر کاوه چې غیر اروپایان اصلا انسانان نه دي، او مفکر نیچه اعلان وکړ چې "خدای مړ شوی دی"، ایا دا هغه تمدن دی چې پیروي یې وشي؟!
لویدیځ بشریت ته هیڅ ریښتینی حل نه دی وړاندې کړی، بلکې د هغوی د کړکیچونو لامل دی، خو موږ، زموږ امت یوه لویه رباني پروژه لري، چې له انسان څخه نه ده اخیستل شوې، بلکې د انسانانو له خالق څخه ده.
زمونږ نمونه په چین یا امریکا کې نه ده، بلکې په اسلام کې ده، د خلافت په دولت کې چې عدالت قائموي، محاصره ماتوي، او انسان د ظالمو له غلامۍ څخه ازادوي.
الله تعالی فرمایي: ﴿أَمْ لَمْ يَعْرِفُوا رَسُولَهُمْ فَهُمْ لَهُ مُنكِرُونَ﴾ نو څنګه د خپل رسول ﷺ نمونه رد کړو، او د بدیل لپاره د لویدیځ په کثافاتو کې ولټوو؟! څنګه د بدیل په لټه کې شو په داسې حال کې چې زموږ اصل د نړۍ واکمني تقریبا 13 پیړۍ له خیر څخه تر خیره کړې ده؟!
د راپورته کېدو وخت دی، نه د پیروۍ، د رباني نمونې د بیرته ترلاسه کولو وخت دی، نه د ظالمانو د یو بل ځپلو په سندرو ویلو.
ځکه چې موږ هغه امت یو چې د وجود حقیقت یې پیژندلی، او د ژوند هدف یې پیژندلی، او معاد یې پیژندلی، او له کوم ځای څخه راغلي یو، ولې دلته یو، او منزل چیرته دی. موږ هیڅکله یوه سرګردانه امه نه وو چې د معنی په لټه کې شو، بلکې دا هغه امت دی چې بشریت یې د جهل له تیارو څخه د وحې رڼا ته راوویست، کوم چې زموږ په سردار محمد علیه السلام نازل شوی، او موږ او خلکو ته یې د خپل خالق د عبادت لارښوونه وکړه، نه د انسان یا مادې عبادت.
نو د اسماني وحې څخه مو تمدن جوړ کړ، نه د خلکو په کوپړیو او نه د شتمنیو په لوټلو، بلکې د عدل، خیر، پالنې او انسان ته د یوه مخلوق په سترګه کتل چې خالق لري، د وحې له سرچینې څخه مو د مفاهیمو تمدن جوړ کړ، او په طب، ستورپوهنه، کیمیا او ریاضیاتو کې مو ګټور علوم تولید کړل، او له 13 پیړیو څخه د ډیرې مودې لپاره د بشریت لپاره مناره وو تر هغه چې کمزوري شو؟ هو، موږ د ضعف څخه تیر شو کله چې د تاتار او صلیبیانو له خوا په امت باندې پرله پسې جګړې وشوې، خو موږ ونه غورځېدو؛ نو مملوکان راپورته شول، بیا عثمانیانو بیرغ پورته کړ، او د اسلام بیرغ رپېده تر هغه چې د اسلام په وړلو کې فکري اړخ ته بې پامي وشوه او د عربي ژبې او د قرآن د ژبې او د حکومت د چارواکو ترمنځ واټن زیات شو او فکري ماتې په امت باندې غالبه شوه، او په دې وخت کې صلیبي جګړو د امت په بدن کې نفوذ کاوه، نو دوی ناوړه تعصبات لکه وطنپالنه او قومپالنه راوپارول، او د اروپا غدر دوام وکړ او په سایکس پیکو کې ښکاره شو، نو د امت بدن یې وویشلو، او په موږ کې یې خائن حکمران وکرل، او موږ له مشرانو څخه پیروان شو، له لویدیځ څخه د مرستې غوښتنه کوو چې د وجود معنی هم نه پوهیږي، او په خپلو کارونو کې هیڅ ارزښت نه لري پرته له مادي ارزښت څخه.
او نن ورځ ځینې خپل تاریخ نه پوهیږي، نو ځان ته سپکاوی کوي، او په پیروۍ کې عزت ویني، او په استعمار د دسترخوان په ایښودلو سره د راپورته کېدو په لټه کې دي، په داسې حال کې چې زموږ عزت یوازې په اسلام کې دی، او زموږ شان یوازې د نبوت په طریقه د خلافت په راتګ سره بیرته راستنیږي.
د الله وعده راتلونکې ده، نو د منافقانو په څېر نه اوسو چې ویل یې: ﴿مَّا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ إِلاَّ غُرُوراً﴾ بلکې د صادقانو په څېر ووایو: ﴿هَذَا مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَصَدَقَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ﴾ نو اے د اسلام امته راویښ شه، ته د عزت امت یې نه د ذلت، او د قیادت امت یې نه د پیروۍ.
هو موږ هغه امت یو چې د وجود حقیقت مو پیژندلی، موږ هغه امت یو چې پوهیږو ولې پیدا شوي یو، او پوهیږو چې منزل چیرته دی، نو نړۍ ته مو رڼا یوړه، او بشریت مو د جهل له تیارو څخه د توحید رڼا ته راوویست، موږ هغه امت یو چې د اسلام تمدن مو د وحې پر بنسټ جوړ کړ، نه د نفس په خواهشاتو او د انسانانو په فلسفو.
مونږ د پیړیو لپاره د دنیا مشران وو، حق، عدالت او علم مو خپور کړ، بیا یوه ورځ داسې راغله چې ډله بېله شوه، همتونه کمزوري شول، او زمونږ واک د استعمار او د هغوی د وسیلو په واسطه سلب شو، نو زمونږ د عزت لمر پټ شو.
خو څوک چې تاریخ په انصاف سره لولي، هغه پوهیږي چې دا دین نه مري، او دا امت که څه هم ناروغ شي مګر نه مري. نو د ذلت حالت ته مه ګوره او فکر مه کوه چې دا تل پاتې دی، او دا وهم مه کوه چې باطل به تر ابده پاتې وي، بلکې دا هغه امت دی چې خاوره یې نارینه راټوکوي، د رعیت اړخ او د بشر په وړاندې د هغوی مسؤلیت په وینه کې روان دی، قرآن یې ژوندی دی چې همتونه راپاروي او قطب نما سموي، نو نن باید قطب نما یو هدف ته متوجه شي او هغه د اسلام د دولت د خلافت د دولت بیرته ترلاسه کول دي ترڅو اسلامي ژوند بیا پیل کړو او د مسلمانانو په توګه هغه رول ترسره کړو چې موږ ته سپارل شوی دی او هغه په کور دننه د اسلام د پیغام پلي کول او نړۍ ته په دعوت او جهاد رسول دي. الله تعالی فرمایي: ﴿وَكَانَ حَقّاً عَلَيْنَا نَصْرُ الْمؤْمِنِينَ﴾.
نو دا د الله سبحانه وتعالی وعده ده، او الله او د هغه رسول رښتیني دي، نو اے د اسلام امته راویښ شه، خپل رب ته ورشه، او نړۍ ته خپل قیادت د نبوت په طریقه د خلافت په راوستلو سره بیرته ترلاسه کړه.
دا لیکنه د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوې
میاس المکرادي – د یمن ولایت