Organization Logo

تركيا مكتب

ولاية تركيا

Tel:

bilgi@hizb-turkiye.org :

http://www.hizb-turkiye.com

د غزې د سرلوړو خلکو ملاتړ وکړئ، نه د مغرور ټرمپ!
Press Release

د غزې د سرلوړو خلکو ملاتړ وکړئ، نه د مغرور ټرمپ!

October 02, 2025
Location

مطبوعاتي اعلامیه

د غزې د سرلوړو خلکو ملاتړ وکړئ، نه د مغرور ټرمپ!

(ژباړه)

دوه کاله وشول په غزه کې د غاصب یهودو رژیم له خوا د ډله ییزې وژنې په ترسره کېدو، کوم چې هغوی د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د سترې ماتې د پټولو لپاره ترسره کړه. دوه کاله چې هره ورځ پکې نوې وژنه او بې سارې بې رحمي ولیدل شوه، او ټوله نړۍ د غاصبو یهودو په هغه وحشت شاهد وه چې عقل یې نه مني. هلته یې ماشومان، شیدې خواره، کورونه، ښوونځي، جوماتونه او روغتونونه په نښه کړل. خو د اسلامي هېوادونو واکمنان څو ځلې سره راټول شول، خبرې یې وکړې، غندنه یې وکړه او بیا سره تېر شول. او هرې غندنې یهود د نورو ظلمونو او وژنو لپاره وهڅول. یهودو دومره زور وکړ چې د ډېرو میاشتو لپاره یې غزې ته د ډوډۍ یوه ګوله او د اوبو یو څاڅکی هم پرې نه ښود.

دغو وژونکو غاصبانو په غزه بسنه ونه کړه، بلکې په سوریه، لبنان، ایران، یمن او قطر یې هم بریدونه وکړل، او بیا یې د تونس څخه په روان د مقاومت په بېړۍ هم برید وکړ. په داسې حال کې چې دا ټولې پېښې روانې وې، اردوغان او ځینې عرب واکمنان په نیویارک کې د امریکا د مغرور ولسمشر ټرمپ په میز راټول شول، ترڅو د یوې داسې طرحې په اړه بحث وکړي چې په هغې کې د مجاهدینو بې وسلې کول، د غزې اشغالول او د فلسطین سره خیانت کول شامل وو، او په ډېرو ستاینو یې ډوب کړ.

موږ د التحریر ګوند / د ترکیې ولایت په غزه باندې د یهودو د جګړې د دویمې کلیزې په مناسبت د "مونږ ته قولونه نه، بلکې عمل په کار دی" تر شعار لاندې په استانبول، انقره او شانلي اورفا کې د اسلامي ډلو په ګډون او ملاتړ سره لاریونونه وکړل، چې په لسګونو زرو مسلمانانو پکې برخه اخیستې وه. موږ ټولو هغو اسلامي ډلو ته چې زموږ سره روانې وې، او ټولو مسلمانانو او علماوو او داعیانو ته چې له ویرې پرته یې حق وایه، الله تعالی دې جزاء ورکړي. او د هغو مطبوعاتي اعلامیو په ترڅ کې چې د لاریونونو وروسته خپرې شوې، موږ واکمنانو ته خطاب وکړ او د عملي ګامونو غوښتنه مو ترې وکړه او ویې ویل: "ای هغو کسانو چې ځواک او واک لرئ! تاسو غندنه وکړه، په کلکه مو نیوکه وکړه او بې ګټې ډیپلوماټیکې لیدنې مو وکړې، په داسې حال کې چې په سلګونو زره بې ګناه خلک وژل کیږي. او تاسو په دې ښه پوهیږئ چې دا ټول ریښتیني یا مخنیوي ګامونه نه وو. د یهودو غاصبان په خبرو نه منع کیږي، او هغه ډله ییزه وژنه چې دریم کال ته داخله شوې، په جذباتي ویناوو نه ختمیږي، او په غزه کې مظلومان یوازې په خبرو نه ژغورل کیږي. نو دا د خبرو وخت نه دی، بلکې د عمل وخت دی، او د غندنې د بیانونو غوښتنه نه ده، بلکې د مخنیوي عملي ګامونو غوښتنه ده."

موږ په چغو سره له واکمنانو څخه وغوښتل چې د غزې د سرلوړو خلکو ملاتړ وکړي، نه د مغرور ټرمپ، او له خبرو څخه عملي ګامونو ته مخه کړي. او موږ د انجرلیک اډې او د کوریجیک رادار سټیشن د تړلو، د هغو دوه ګونو اتباعو څخه د تابعیت د اخیستلو او محاکمه کولو غوښتنه وکړه چې د اشغال په پوځ کې خدمت کوي، د سوداګریزو اړیکو پرې کول، د غاصب رژیم سره په بشپړه توګه د ډیپلوماټیکو اړیکو پرې کول، د ملګرو ملتونو د بې ګټې پریکړو ردول، غزې ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د لارې پرانیستل، د سمندر له لارې د مقاومت د بېړۍ ساتنه، د یهودو رژیم د ترهګر رژیم په توګه اعلانول، او د دوو دولتونو د حل لپاره د امریکا د طرحې د تکرارولو بندول.

همدا رنګه مو د مجاهدینو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ، ترڅو د فلسطین په خاوره کې یو غاصب هم پاتې نه شي. خو له بده مرغه، له دې غوښتنې یوازې یوه ورځ وروسته، اردوغان د ټرمپ د مغرور پلان څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او هغه یې وستایه. دا پلان چې د ترکیې او عربي رژیمونو لخوا یې ملاتړ کیږي، د غزې مقاومت ترهګري ګڼي، او په ټول فلسطین کې اشغال ته مشروعیت ورکوي. له الله تعالی څخه غواړو چې دا پلان هیڅکله رڼا ونه ویني. او د الله په فضل سره، هغه کسان چې له ټرمپ څخه د خلاصون تمه لري، ډیر مایوسه به شي.

او د وژونکي نتنیاهو او د یهودو غاصبانو ته زموږ پیغام دا دی: ای بزدله ذلیلو! مسلمانې میندې خپلو ماشومانو ته ستاسو سره دښمني ورکوي، پلرونه خپلو زامنو ته ستاسو سره د جګړې وصیت کوي، او ځوانان د هغې لښکر سره د یوځای کیدو لپاره ورځې شماري چې تاسو ته به ماتې ورکړي. دا د راشده خلافت لښکر دی، او په هغه ورځ به د مومنانو سینې د الله په نصرت خوشحاله شي، او د ظالمانو څېرې به تورې شي.

د ترکیې په ولایت کې د التحریر ګوند مطبوعاتي دفتر

Official Statement

تركيا مكتب

ولاية تركيا

تركيا مكتب

Media Contact

تركيا مكتب

Phone:

Email: bilgi@hizb-turkiye.org :

تركيا مكتب

Tel: | bilgi@hizb-turkiye.org :

http://www.hizb-turkiye.com

Reference: PR-01999a43-e1a0-74c1-a8bc-5e0e1e0d7310