August 05, 2025
press_release
نه د بوګوټا اعلامیه او نه د نیویارک اعلامیه به د یهودو ریاست وژغوري!
په داسې حال کې چې په غزه کې د ډله ییزې وژنې او لوږې تګلاره د ټولې نړۍ په سترګو کې په وحشیانه توګه روانه ده، ترکیه هم په ترکي عامه افکارو کې د مخ په زیاتیدونکي غبرګون سره د مقابلې لپاره خپل رسمي ګامونه پورته کوي. خو دې هېواد د جولای په ۱۵-۱۶ مه د کولمبیا په پلازمېنه بوګوټا کې د هاګ ډلې لخوا چمتو شوې اعلامیه لاسلیک نه کړه. خو د غبرګونونو په تعقیب، بهرنیو چارو وزارت ادعا وکړه چې دا اعلامیه د سپتمبر تر ۲۰ مې پورې لاسلیک کیدی شي،