Organization Logo

بنغلادش مكتب

ولاية بنغلادش

Tel: 8801798367640

Fax: Skype: htmedia.bd

contact@ht-bangladesh.info

د هندوتوا هندوسي دولت د مسلمانانو بنګله‌دېش ته په وسلو ګواښ سره شړل، د یهودو غاصب رژیم په څېر د مسلمانانو سره ښکاره دښمني ده
Press Release

د هندوتوا هندوسي دولت د مسلمانانو بنګله‌دېش ته په وسلو ګواښ سره شړل، د یهودو غاصب رژیم په څېر د مسلمانانو سره ښکاره دښمني ده

July 04, 2025
Location

مطبوعاتي اعلامیه

د هندوتوا هندوسي دولت د مسلمانانو بنګله‌دېش ته په وسلو ګواښ سره شړل

د یهودو غاصب رژیم په څېر د مسلمانانو سره ښکاره دښمني ده

د مودي هندوتوا حکومت د هندي مسلمانانو پر وړاندې د ځورونې او شکنجې کچه لوړولو ته دوام ورکوي، له کورونو نړولو پیل او په زور او ناحقه توګه له خپل هیواده شړلو ته یې رسوي. په دې کار سره، دوی په فلسطین کې د یهودو غاصب رژیم په قدم روان دي. په دې وروستیو کې هندي نظام د هندي مسلمانانو سره د څارویو په څېر چلند پیل کړی، دوی یې "غیر قانوني مهاجر" بولي او په سلګونو یې د وسلو په ګواښ سره بنګله‌دېش ته شړي، پرته له دې چې "ملي" یا نړیوالو قانوني کړنلارو ته پام وکړي. یوې ښځې چې رحیمه خاتون نومېږي وویل: "دوی له موږ سره د څارویو په څېر چلند وکړ. موږ ورته وویل چې موږ هندیان یو، موږ ولې بنګله‌دېش ته ځو؟ خو دوی موږ ته ټوپکونه ونیول او ګواښ یې وکړ: (که تاسو بله لاره غوره نه کړئ، موږ به ډزې وکړو)." هغې زیاته کړه: "وروسته له هغه چې موږ د هند له لوري څلور ډزې واورېدې، موږ ډار شو او په پښو مو له پولې تېر شو."

ځینو هڅه وکړه چې حقیقت پټ کړي او ادعا یې وکړه چې دا موضوع د هند او بنګله‌دېش ترمنځ د اوسنیو سیاسي کړکېچونو له امله رامنځته شوې. خو حقیقت دا دی چې دا د یوې روانې کمپاین برخه ده چې موخه یې د هندي مسلمانانو له تابعیت څخه محرومول او د دوی د اسلامي هویت له منځه وړل دي، لکه څنګه چې یهودي رژیم په فلسطین کې کوي.

په هند کې، چېرته چې تر 200 میلیونو ډېر مسلمانان ژوند کوي، موږ داسې لړۍ اقدامات لیدلي چې موخه یې د اسلامي هویت له منځه وړل دي، له تاریخي بابري جومات نړولو او د هغه پر ځای د مندر جوړولو، تر زرو کلونو پورې د اسلامي واکمنۍ میراث له منځه وړلو، د اورنګزېب زیارت نړولو، د تابعیت قانون جوړولو، د نفوسو د ثبت قانون، او په پای کې د وقف د تعدیل قانون تصویبولو پورې. دا ټول د دې ښکارندويي کوي چې هندوسي دولت هڅه کوي مسلمانان له خپل هویت څخه بې برخې کړي او دوی بې تابعیته وګړو ته واړوي. الله تعالی فرمایي: ﴿لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِّلَّذِينَ آمَنُوا الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا﴾.

اوس پوښتنه دا ده چې: هندوسي دولت ولې دومره جرأت کوي؟ ځواب یې دا دی:

لومړی: سره له دې چې په دې سیمه کې مسلمانان په دین او وینه کې متحد دي، خو کافر استعماري برتانوي دوی د قومیت (هندي، بنګالي، پاکستاني...) په اساس ووېشل او کمزوري یې کړل، او پر دوی یې سیکولر لاسپوڅي واکمنان وټاکل چې د مسلمانانو ساتنه نه کوي او د دوی برخلیک ته پام نه کوي. له همدې امله د بنګالي انتقالي حکومت د امنیت سلاکار وویل: "که ثابته شي چې دوی د بنګله‌دېش اتباع دي، نو موږ به یې ومنو"، او په هېواد کې د تر ټولو لوی سیکولر ګوند مشر وویل: "نه ډهلي او نه راولپینډۍ، نه کوم بل هېواد، لومړی بنګله‌دېش"! سیکولر سیاستوال او روڼ اندي منافقین او له مسلمانانو کرکه کوونکي دي، ځکه دوی په بنګله‌دېش کې د هندوانو د ظلم په وړاندې د زمریانو په څېر غړمبېږي، او په هند کې د مسلمانانو د ځورونې په وړاندې د ډارنو پیشوګانو په څېر غلي کېږي. رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ، وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ، وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ» رواه أبو داود.

دویم: هند په سیمه کې د کافرې استعماري امریکا وسیله ده او د هند او ارام سمندر په سیمه کې د "کواډ" په نظامي ایتلاف کې غړیتوب لري. لکه څنګه چې امریکا په منځني ختیځ کې یهودي رژیم د اسلامي امت د ځپلو لپاره کاروي، همداسې هندوسي دولت په سویلي آسیا کې د همدې موخې لپاره کاروي.

ای مسلمانانو، الله تعالی فرمایي: ﴿وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ﴾ که چېرې مسلمانان په هر ځای کې له تېري سره مخامخ شي، نو د هغوی مرسته کول په ټولو مسلمانانو فرض ده. تاسو ولیدل چې د مسلمانانو قومي او سیکولر واکمنان د فلسطین، کشمیر یا اراکان د خلکو د مرستې لپاره لښکرې نه استوي، بلکې دوی یې د ملګرو ملتونو تر بیرغ لاندې او د امریکا په امر د مسلمانانو د وژلو او د هغوی د وینې تویولو لپاره استوي!

دا واکمنان د امت ساتونکي نه دي، بلکې دوی خائنان او په امت باندې دسیسې کوونکي دي. رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ» صحیح مسلم. په هر ځای کې له مسلمانانو سره چې کوم ظلمونه کېږي، دا د امت د اصلي واکمن؛ خلیفه د نه شتون له امله دي. له همدې امله، زموږ لپاره له دې پرته بله لار نشته چې د دغو لاسپوڅو واکمنانو په تکیه کولو پر ځای د راشده خلافت د تاسیس لپاره متحد شو. زموږ غږ باید په لښکرو کې د امت وفادارو زامنو ته وي، ترڅو دوی حزب التحریر ته د نبوت پر طريقه د خلافت د قیام لپاره نصرت ورکړي. په یاد ولرئ چې دا ستاسو د مسلمان په توګه دنده ده.

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لاَ يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الْفَاسِقُونَ

د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

په بنګله‌دېش ولایت کې

Official Statement

بنغلادش مكتب

ولاية بنغلادش

بنغلادش مكتب

Media Contact

بنغلادش مكتب

Phone: 8801798367640

Fax: Skype: htmedia.bd

Email: contact@ht-bangladesh.info

بنغلادش مكتب

Tel: 8801798367640 | contact@ht-bangladesh.info

Fax: Skype: htmedia.bd

Reference: PR-0197c662-dba8-7856-b6ad-819d32f8fbfc