د بنګلهدېش ولایت: سیاسي کنفرانس "بنګلهدېش 2.0: انحصار که ازادي؟"
د حزب التحریر / د بنګلهدېش ولایت یو سیاسي کنفرانس تنظیموي چې عنوان یې دی:
" بنګلهدېش 2.0: انحصار که ازادي؟ "
د 2024 کال په جولای کې د خلکو پاڅون وروسته چې ظالمې حسینه یې تېښتې ته اړ کړه، د بنګلهدېش خلک نوي بنګلهدېش (بنګلهدېش 2.0) ته سترګې په لار دي. د پاڅون د ارامولو لپاره، د بریتانیا پلوي ائتلاف سیاسي واک د امریکا پلوي یونس په مشرۍ موقت حکومت ته وسپاره.
خلکو په بنګلهدېش کې د بنسټیز بدلون غوښتنه کړې، خو امریکا او بریتانیا د خلکو د هیلو پر خلاف دسیسې جوړوي ترڅو د لویدیځ استعماري نظام - ظالمانه سیکولر سرمایه داري نظام - همداسې وساتي. د اصلاحاتو تر شعار لاندې، دوی یوازې د څېرو په بدلولو سره ناکام نظام ساتي.
موقت حکومت ځان د پاڅون دروغجن ساتونکی معرفي کوي، له یوې خوا خلکو سره خیانت کوي او د خلکو د ژوند او مالونو د خوندي کولو پر ځای د امریکا جیوپولیټیکي او اقتصادي ګټې پرمخ وړي، او له بلې خوا د امریکا پلوي سیاسي ګوندونه د واک لپاره په خپلو کې په شخړو کې ښکېل دي، چې د سیاسي شخړو، باج اخیستنې، غصب او تاوتریخوالي له لارې نظم او قانون ته زیان رسوي.
لویدیځ استعماریان او د دوی سیمه ایز پولیس هند، زموږ په سیاست کې په دوامداره توګه مداخله کوي، په ځانګړې توګه د اسلامي نظام ته د راستنېدو او د اسلامي ژوند د بیا پیل لپاره د خلکو د هیلو پر وړاندې تبلیغات کوي.
دا سیاسي کنفرانس به د 2024 کال د جولای په پاڅون کې د خلکو د هیلو پر خلاف د امریکا، بریتانیا او هند دسیسې افشا کړي، او هڅه به وکړي چې پاڅون خپل سم لوري ته - یعنې د دولت بشپړ بدلون ته - وهڅوي.
له موږ سره اوسئ...
د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر / د بنګلهدېش ولایت
جمعه، 27 ربیع الاول 1447هـ، د 2025 کال د سپتمبر 19مه

- وخت او ځای -
عنوان: بنګلهدېش 2.0: انحصار که ازادي؟
نېټه: د 2025 کال د سپتمبر 19مه
وخت: 04:00 د ماسپښین (د مدینې منورې په وخت) / 07:00 د ماښام (د بنګلهدېش په وخت)
موده: یو نیم ساعت

- د کنفرانس ژوندۍ خپرونه -

- د اوډیسي له ویبسایټ څخه د کنفرانس ژوندۍ خپرونه -



د نورو معلوماتو لپاره، د حزب التحریر / د بنګلهدېش ولایت ویبسایټونو ته مراجعه وکړئ:
د حزب التحریر رسمي ویبسایټ / د بنګلهدېش ولایت
د حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر برېښنالیک / د بنګلهدېش ولایت


