د دعوتګر تعزیت
مبارک بن ناصر
﴿وَلَنَبْلُوَنَّكُم بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ﴾

د تحریر ګوند / د تونس ولایت په ډېر غم او درد سره د ورور مبارک بن ناصر مړینه اعلانوي، هغه چې د پنجشنبې په ورځ د ذوالحجې په ۲۳مه، ۱۴۴۶ هـ ق چې د ۲۰۲۵/۶/۱۹م سره سمون خوري، له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې، هغه د تحریر ګوند له ځوانانو څخه و چې د قمع او استبداد په سختو شرایطو کې یې په خپلو لیکو کې کار کاوه، هغه د بورقیبه په زندانونو او بیا د بن علي په زندانونو کې بندي شو، هلته یې په صبر او احتساب سره شپې ورځې تېرې کړې، او د نبوت پر منهج د خلافت د دعوت په لاره کې یې د خپلې بلنې او سرښندنې سره خپله اړیکه جاري وساتله، په خپله بلنه کې ثابت و، او د خپل رب عزوجل په وعدې او د خپل پیغمبر ﷺ په زیری باندې باوري و، تر دې چې مرګ ورته ورسېد، موږ داسې فکر کوو او په الله باندې هیڅوک نه ستایو.
له الله تعالی څخه غواړو چې زموږ ورور مبارک بن ناصر ته فردوس الجنة نصیب کړي، او هغه د هغو کسانو سره یوځای کړي چې الله تعالی په دوی باندې انعام کړی دی، یعنې نبیان، صدیقان، شهیدان او صالحان، او هغوی څومره ښه ملګري دي.
﴿إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ﴾
د تحریر ګوند مطبوعاتي دفتر
په تونس ولایت کې