ټرمپ د شرم الشیخ د سولې غونډه لویه پېښه بولي
خبر:
خبر:
پنځلسمه غونډه د سیرت النبی څخه - طلع البدر علینا ۲
په قیامت د سیاسي نظر - 15
مبارکه ځمکه: د مسجد وينا "غزې ته سلام... راتلونکې جګړه د اسراء وعده ده!"
د واقیعه تلویزیون: په لنډه توګه "خبر اوسئ، جګړه لا پای ته نه ده رسیدلې!"
د غزې سختې جګړې دا ځمکه چې هره ورځ زمونږ د خلکو په وینو سره لمدي، زمونږ د ضعف او تفرقې عکس هم جوړ کړی چې د یو امت په توګه مونږ ته را رسیدلی دی. نور نو د چوپتیا تمرین نشو کولای او نه هم له حرکت کولو ویره لرو. بلکې دا زمونږ مسؤلیت دی چې په فکر او عمل سره راپورته شو، خپل د قوت منبع ته ستانه شو، هغه عقیده چې مونږ سره یوځای کوي، هغه اسلام چې مونږ سره متحد کوي، او هغه بیرغ چې باید په هر بیرغ باندې رپېږي: لا إله إلا الله محمد رسول الله.
مصري نظام په غـزه کې د ټرمپ د پلان په عملي کولو سره د جشن اعلان وکړ.. او السیسي امریکايي ولسمشر ته بلنه ورکړه چې جشن کې ګډون وکړي ځکه چې هغه د غزې د پلان خاوند دی: [امریکايي ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د حـماس غورځنګ سره پاتې برمته کسان به د راتلونکې اونۍ د دوشنبې یا سه شنبې په ورځ له غزې څخه خوشې شي او هغه لاهم دې سیمې ته د لیدو هیله لري ترڅو دا مناسبت ولمانځي… (یاده دې وي چې د مصر ولسمشر السیسي ټرمپ ته بلنه ورکړې وه چې په مصر کې جوړیدونکي جشن کې برخه واخلي، ځکه چې دا یوه تاریخي تړون ګڼل کیږي
له هغه وخته چې خلافت د مسلمانانو له واقعیت څخه ورک شوی، او اسلام د حکومت له بهیر څخه لیرې شوی، امت د خپل ځان، دین او فطرت څخه د دردناکې پردیسۍ په یوه څرخ کې داخل شوی دی. نه یوازې د دوی ځمکه اشغال شوه، بلکې د خدای په نازل شوي حکم کې کمښت راغی، او د دوی کلتوري بنسټونه او اخلاقي معیارونه پټ شول. مصیبت یوازې د جامع وجود په له منځه تللو کې نه و، بلکې په دې کې و چې مفاهیم بدل شي، توازن واړول شي، او عقل له ځمکې مخکې اشغال شي.
إِن تُبْدُوا خَيْرًا أَوْ تُخْفُوهُ أَوْ تَعْفُوا عَن سُوءٍ فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ عَفُوًّا قَدِيرًا (۱۴۹)