د شرم الشیخ کنفرانس په امت باندې د فتحې اعلان، د تبعیت ټینګول او د اشغال تثبیت لپاره
د ټرمپ له هغه اعلان وروسته چې هغه وویل هغه او د هغه پاللي یهودي رژیم د کنیسټ په وړاندې په خپله وینا کې هغه بریا ترلاسه کړې چې د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په ګډون د بې وسه ملکي وګړو او د ونو او کاڼو پر ضد وه، د غزې قصاب هغه کنفرانس ته لاړ چې په مصر کې د هغه اجیر سیسي ترتیب کړی و، او ټولو هغو کسانو ته یې بلنه ورکړه چې په مبارکه ځمکه یې سازش کړی و. دا کنفرانس د 2025/10/13 په ورځ د شرم الشیخ په ښار کې د "د سولې لپاره د شرم الشیخ غونډې" تر سرلیک لاندې د شلو څخه زیاتو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو په ګډون ترسره شو.