د ابن سلمان د امریکا سره د ګډې دفاعي تړون د خبرو لپاره سپینې ماڼۍ ته سفر
خبر:
سي بي ایس شبکې ته ځینو سرچینو ویلي چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان به د راتلونکې نومبر په 18 مه نیټه په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ریاض له خوا له واشنګټن سره د ګډې دفاعي تړون په هڅو کې لیدنه وکړي. باخبره سرچینو ویلي چې دا به د ټرمپ د دویمې ولسمشرۍ دورې په اوږدو کې واشنګټن ته د سعودي ولیعهد لومړی سفر وي، په داسې حال کې چې دغه هیواد له امریکا سره د ګډې دفاعي تړون د لاسلیک هڅه کوي. ښایي دواړه خواوې د هغو معاملو په اړه خبرې وکړي چې د تیرې می میاشتې په ترڅ کې ورته رسیدلي دي، سربیره پردې د دواړو هیوادونو ترمنځ د پوځي او استخباراتي معلوماتو تبادله هم شامله ده.
تبصره:
د اسلامي هېوادونو واکمنان په دې امت کې د خپلې ژمنې او ذمې پرته نور څه نه ګوري، صهیونیسټي رژیم د اسلام په هېوادونو له فلسطین څخه نیولې تر سوریې، عراق، ایران، قطر، یمن او لبنان پورې بې دریغه بریدونه کوي...
دا تړونونه زموږ پوځونو ته د ننوتلو لپاره یوه استعماري لاره ده ترڅو د لویو هیوادونو په لاس کې وي، او امریکا د سعودي عربستان او صهیونیسټي رژیم ترمنځ د اړیکو د عادي کولو په لټه کې ده، نو مسله د مسلمانانو په هیوادونو واکمني او د دوی د شتمنیو لوټ کول دي لکه څنګه چې ټرمپ سعودي عربستان ته په خپل وروستي سفر کې وکړ او هغه لویې پیسې چې د پانګوونې په پلمه یې ترلاسه کړې.
خو شرعي حکم دا دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «د مشرکانو په اور ځان مه ګرموئ»، نو په مسلمانانو د داسې تړونونو تړل حرام دي. له همدې ځایه موږ د سعودي عربستان خلکو ته وایو چې اجازه مه ورکوئ چې دغه واکمنان ستاسو پوځ د امریکا په لاس کې واخلي، ځکه دا استعمار تاسو هلاکت ته وړي او ستاسو شتمني او زیرمې لوټ کوي، او مه هېروئ چې ستاسو هېواد د وحې ځای او د بشریت د رسول صلی الله علیه وسلم د راښکاره کېدو ځای دی، او ستاسو له خاورې څخه د روم او فارس سره د جګړې لپاره اسلامي لښکرې روانې شوې، او ستاسو هېواد د ټولې نړۍ د خلکو د نظرونو ځای دی، چې په هغه کې د الله تعالی کور کعبه شریفه ده.
ای د سعودي پوځ افسرانو او سرتیرو! د مسلمانانو د هیوادونو د اصلي استعمارګر امریکا په غیږ کې له لویدو ځان وساتئ، او د ظالمانو په وړاندې چوپتیا حرام ده، الله تعالی فرمایي: ﴿وَلاَ تَرْكَنُواْ إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُواْ فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللّهِ مِنْ أَوْلِيَاء ثُمَّ لاَ تُنصَرُونَ﴾.
دا د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوی دی
محمد سلیم – مبارکه ځمکه (فلسطین)