امت د خپلو مقدساتو د ساتلو لپاره خلافت ته اړتیا لري، نه د اجیر حکمرانانو د ساتلو لپاره دفاعي تړونونو ته!
خبر:
پاکستان او سعودي عربستان د دفاع په یوه مهمه ګډه هوکړه لاسلیک کړی، چې له مخې یې په یوه هېواد باندې هر ډول تېری په بل هېواد تېری ګڼل کېږي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په ۱۷مه د چهارشنبې په ورځ د ریاض په یمامه ماڼۍ کې د ګډې ستراتیژیکې دفاع هوکړه لاسلیک کړه. (سرچینه)
تبصره:
په ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په ۹مه په قطر باندې د یهودو د رژیم له برید وروسته، چې د حماس د غورځنګ عالي سیاسي مشرتابه یې په نښه کړ، دا دفاعي هوکړه د هغه ځواب په توګه ترویج کیږي. په پاکستان کې د نظام بوقونه دا د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ لاسته راوړنه او بریا بولي! بلکې حکمرانان ادعا کوي چې دوی ته په مکه او مدینه کې د حرمین شریفینو د ساتنې دنده سپارل شوې ده!
خو حقیقت دا دی چې دا تړون نوی نه دی، د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ پوځي اړیکې له ۱۹۶۷ کال راهیسې پیل شوې او په ۱۹۷۹ کال کې په حرم مکي کې د جهني له پېښې وروسته نورې هم ژورې شوې، کله چې پاکستاني ځانګړو ځواکونو د مسجد الحرام په بېرته نیولو کې مرسته وکړه. په ۱۹۸۲ کال کې دا اړیکې د دوه اړخیز امنیتي همکاریو د هوکړې له لارې په بنسټیزه توګه رامنځته شوې، چې سعودي ځواکونو ته یې د روزنې او مشورې ورکولو اجازه ورکړه، بلکې لسګونه زره پاکستاني سرتېري یې د سعودي عربستان په خاوره کې ځای پر ځای کړل. سعودي عربستان د پاکستان د وسلو یو لوی واردوونکی هم شو او په ۲۰۱۵ کال کې سعودي عربستان د "ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د اسلامي پوځي ایتلاف" په نوم یو څه اعلان کړ او د پاکستان د پوځ پخوانی مشر راحیل شریف یې لومړی قوماندان وټاکل شو، خو له دې ټولو رسنیو سره سره دا ائتلاف هېڅکله په فلسطین کې د مسلمانانو په وړاندې د یهودو د رژیم د ترهګرۍ پر وړاندې نه دی کارول شوی! او حتی په قطر باندې له برید وروسته هم دغه رول یوازې په رسمي تمرینونو کې فعال شو.
د حرمین شریفینو د ساتنې لپاره د ورکړل شوې موقعې په اړه د پاکستان د نظام خوښي دا پوښتنه راپورته کوي: ولې دوی د هغه دریم سپېڅلي ځای، مسجد الاقصی د آزادولو لپاره ورته لیوالتیا نه ښیې، چې له ۱۹۶۷ راهیسې د یهودانو تر اشغال لاندې دی او یهودان هره ورځ هغه ته سپکاوی کوي؟
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې په پاکستان کې مسلمانان له خپل پوځ څخه غواړي چې د غزې د نصرت، د مسجد الاقصی د آزادولو او د یهودو د رژیم د له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي. خو دا غوښتنې تل په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د خراب داخلي وضعیت او یا د هند د ګواښ له امله ردېږي. خو په دې سیمو کې نه یاغیان کم شوي او نه هم د هند ګواښ کم شوی، بلکې هند د پاکستان پر وړاندې د "سندور عملیات" د بیا پیلولو فرصت ته په تمه دی. نو دا څرګنده ده چې ستونزه په څو محاذونو کې د جګړې کولو توان نه دی، بلکې هغه څه دي چې امریکا یې تحمیلوي. دا نوې هوکړه د امریکا په ګټه ده او دا ناشونې ده چې په پاکستان او سعودي عربستان کې اجیر مشران دا ډول ستراتیژیکه پریکړه په خپلواکه توګه وکړي.
د "اسلامي ناټو" په څېر مفکورې یوازې د غزې د نصرت په برخه کې د حکمرانانو د ناکامۍ له امله د امت د غضب د جذبولو هڅې دي، دفاعي تړونونه یوازې د هغوی د تختونو خدمت کوي، نه د امت د مقدساتو، دا حکمرانان د خپلو نظامونو د ساتلو لپاره سره یوځای کیږي، خو د فلسطین د آزادولو لپاره سره یوځای نه کیږي، او دا تړونونه به هیڅکله د امریکا او یهودو د ائتلاف په وړاندې فعال نشي. د مسلمانانو وحدت یوازې د ګډو دفاعي ځواکونو یا د سیاسي ټلوالو پر بنسټ نه شي رامنځته کېدای، بلکې یوازې د اسلامي عقیدې پر بنسټ رامنځته کېدای شي. د امت نجات یوازې د نبوت په طریقه د خلافت په تاسیس کې دی، چې د یو داسې خلیفه په مشرۍ وي چې د توحید تر بیرغ لاندې یې متحد کړي. او له دې پرته نور هر څه - که د اسلامي همکاریو سازمان وي، که د عرب لیګ وي او که ګډ دفاعي تړونونه – دا ټول یوازې دوکه ده.
﴿إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ﴾
د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوی
شاهزاد شیخ – د پاکستان ولایت