د امريکا پوځي استعمار نايجيريا ته ګواښ کوي
خبر:
د امريکا ولسمشر يو ځل بيا د افريقا د دوو سترو اقتصادونو په وړاندې خپلې توندې نېزې راوخېژولې، په نايجيريا کې يې د اسلامي وسله والو پر ضد د پوځي مداخلې ګواښ وکړ، او د جي شل په ډله کې يې د جنوبي افريقا په رول کې شک څرګند کړ، او ويې ويل چې ده د امريکا له دفاع وزارت څخه غوښتي دي ترڅو د احتمالي عملياتو لپاره چمتو شي تر څو چې د لوېديځې افريقا دغه هېواد اقدام وکړي. (اقتصاد الشرق، ۲۰۲۵/۱۱/۰۶)
تبصره:
د دې خطر سره سره چې ميليونونه امريکايان د دولتي ادارو د بندېدو له کبله د عاید له لاسه ورکولو وروسته د لوږې او ناروغۍ سره مخ کېږي، کوم چې له پنځو اوونیو څخه ډېر وخت راهیسې روان دي او په نږدې وخت کې د دې بحران د حل لپاره هیڅ لاره نشته، او د دې سربېره چې د امريکا ولسمشر دې مسلې ته بې پامي کوي او ان له دې پرېکړې څخه هم په شا تګ نه کوي چې هغو خلکو ته ځانګړې مرستې بندې کړي چې له وړاندې د دولتي ادارو له بندېدو دمخه هم دې مرستو ته اړتيا لرله، له دې ټولو سره سره، هغه په نايجيريا کې د عیسویانو لپاره ژړا کوي او د پوځي عملیاتو ګواښ کوي.
حقيقت چې له هيچا څخه پټ نه دی دا دی چې د لويديځو هېوادونو مشران او په ځانګړې توګه د امريکا ولسمشران تر ټولو وروسته د بشري اړخونو په اړه فکر کوي، يا د خلکو سره مرسته کول او د هغوی تر څنګ درېدل، دا مشران اصلا د ټولې نړۍ د بدبختۍ لامل دي، په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونه، دوی هغه کسان دي چې په نړۍ کې جګړو ته لمن وهي او د انسانانو شتمني غلا کوي او بې رحمه او بې شفقتي ماشومان، ښځې او زاړه خلک وژني، او په غزه کې چې کوم ورانې او د وینو تویېدل وشول هغه ښه بېلګه ده، او که دوی یوه ورځ د چا سره مرسته وکړي، نو دا یوازې د خپلو شخصي موخو د ترلاسه کولو لپاره وي، او دا معلومه ده چې نايجيريا د تېلو، قیمتي او نادرو منرالونو څخه ډکه ده، او دا بې له شکه د دې مجرم غل د خولې اوبه بهېدلي دي، نو غواړي چې د دې شتمنیو په غلا کولو او لوټلو کې ځانګړی شي، او په ورته وخت کې د چین مخه ونیسي، کوم چې په خپل وار سره له نايجيريا سره قوي اقتصادي اړیکې جوړې کړې او په ټوله افریقایي وچه کې یې سوداګریز فعالیتونه پراخه کړي دي.
هو، دا د امریکا د بې وقوف سړي د ارادو حقیقت دی، او دا د کافرو استعمارګرو لویدیځو هیوادونو کمزورې بهانې دي چې د هغې په واسطه په خلکو باندې خپل اشغال پټوي او د هغوی شتمني غلا کوي او وژنې او ورانۍ کوي؛ نو د ډیموکراسۍ، بشري حقونو، آزادیو، د وړو توکمونو د ساتنې او د ترهګرۍ په نامه د اسلام سره د مبارزې تر شعار لاندې، دا هېوادونه هر ډول جرمونه کوي ان هغه جرمونه چې وحشي ځناور هم ترې کرکه کوي.
او امريکا او د هغې تر شا نور ټول استعماري هېوادونه به بند نه کړي او د امت د شتمنیو او سرچینو څخه به یې لاسونه لنډ نه کړي، مګر د نبوت په طريقه د راشده خلافت دولت او یو پرهېزګار خليفه چې د مسلمانانو او د دولت د رعیت غیرمسلمانانو ساتنه وکړي او د امت له سرحدونو څخه دفاع وکړي او وینې، عزتونه او شتمني خوندي کړي.
دا لیکنه د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره شوې ده
ولید بلیبل