د امريکا فرعون ډونالډ ټرمپ او د اسلامي هيوادونو روپيڅي جادوګران
خبر:
د یهودو رژیم پوځ، چې د غزې ښار د نیولو لپاره یې ځمکني بریدونه پیل کړي، پر سیمه خپل هوایي بریدونه هم زیات کړي دي. بریدونه په غزه کې متمرکز دي، چیرته چې فلسطینیانو د لوږې او قتل عام سره سره له خپلې ځمکې څخه د لاس اخیستو څخه انکار کړی دی.
په همدې حال کې، د یهودو رژیم پوځ په یوه لیکلي بیان کې ویلي چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې یې د غزې په تړانګه باندې تر ۱۷۰ ډیر هوایي بریدونه کړي دي. بیان دا هم په ګوته کوي چې اشغالګر پوځ د غزې ښار باندې خپل بریدونه زیات کړي دي. (حریت ورځپاڼه، 2025/09/25).
تبصره:
الله سبحانه و تعالی فرمایي: ﴿وَجَاءَ السَّحَرَةُ فِرْعَوْنَ قَالُوا إِنَّ لَنَا لَأَجْراً إِنْ كُنَّا نَحْنُ الْغَالِبِينَ قَالَ نَعَمْ وَإِنَّكُمْ لَمِنَ الْمُقَرَّبِينَ﴾، لکه څنګه چې په دې آیت کې څرګنده ده، جادوګران د فرعون خدمت کوي ترڅو هغه دوی ته واک او پیسې ورکړي. ځکه چې فرعون جادوګرانو ته وایي چې هغه به دوی ته انعام ورکړي تر څو چې دوی د هغه خدمت کوي، او دا چې د دوی کار به بې ځایه نه ځي، او دا چې هغه به دوی د نږدې کسانو په ډله کې شامل کړي، نو ځکه له دوی څخه غواړي چې د هغه د قوم د غولو لپاره ډیره هڅه وکړي او دا په ټولو هڅو سره وکړي. په حقیقت کې، کله چې جادوګرانو له فرعون سره په اجرت باندې موافقه وکړه، دوی هغه ته تسلیم شول او د هغه د نږدې کیدو لپاره د شیدو غواګانو په توګه چمتو شول.
هغه اړیکه چې د فرعون او جادوګرانو ترمنځ وه، د ټرمپ او د اسلامي هیوادونو د واکمنانو ترمنځ هم موجوده ده. په داسې حال کې چې د یهودو رژیم د غزې په تړانګه باندې تر ۱۷۰ ډیر هوایي بریدونه کول، د سوریې ولسمشر احمد الشرع او د ترکیې اردوغان، د نورو اسلامي هیوادونو د واکمنانو په څیر، د امریکا د فرعون سره د لیدو لپاره په کتار کې ولاړ وو ترڅو د هغه له نږدې کسانو څخه واوسي. دا خائنین خپله ټوله هڅه کوي ترڅو اسلامي امت وغولوي او د ټرمپ سره وفاداري وکړي، په ځانګړي توګه د فلسطیني خلکو د وینو په قیمت او په عام ډول د ټولو نیول شوو هیوادونو په قیمت، د لږو پیسو او د هغو مقامونو په بدل کې چې ټرمپ به دوی ته ورکړي.
په پای کې د اسلامي هیوادونو واکمنان باید پوه شي چې لکه څنګه چې د هغو جادوګرانو په منځ کې داسې کسان وو چې د موسی په رب ایمان راوړ او د فرعون سره یې مخالفت وکړ، همداسې به د اسلامي امت په منځ کې داسې قوي او منونکي کسان وي چې له دوی او ټرمپ سره به مخالفت وکړي، او دوی به د الله سره خپله ژمنه پوره کړي، او دوی به ټول په ژوره کندې کې وغورځوي.
دا لیکنه د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوې
رمضان ابو فرقان