مومن اراده د محاصرې او بېپروايۍ په وړاندې ټینګ ولاړ دی
خبر:
د حماس غورځنګ پوځي څانګې، د القسام کنډکونو اعلان وکړ چې "د غزې ښار سویل کې د زیتون سیمې سویل ته د ننوتلو په محور کې یې د دښمن سرتېرو او وسایطو یو تجمع د هاوان مرمیو په واسطه په نښه کړ." په داسې حال کې چې لا تر اوسه د هغې نښتې جزیات نه دي په ډاګه شوي چې د القسام کنډکونو تېره شپه له اشغالګرو ځواکونو سره کړې ده، یهودي سرچینو د مقاومت او د دوی ځواکونو ترمنځ د مستقیمو او قوي نښتو خبر ورکړی دی. (الجزیره نت، 2025/08/30، په لنډیز سره)
تبصره:
د مقاومت دا کړنې د منظمو کمینونو په تکتیکونو کې پرمختګ ښيي چې د جګړې او کلکې محاصرې څخه نږدې دوه کاله وروسته د انضباط او ستراتیژۍ لوړه وړتیا څرګندوي. ځوانان چې سپکې وسلې او نږدې بې سرچینو اکمالات لري، خو بیا هم په میړانې سره د یهودو له لښکر سره مخامخ کیږي.
موږ له دوی څخه هېڅکله د ملاتړ د نشتوالي په پلمه د عجز یا تسلیمۍ کلیمې نه دي اورېدلي، په داسې حال کې چې واکمنو ورسره خیانت وکړ او د خپل خیانت توجیه کولو لپاره یې د کمزوري اقتصاد، د دښمن د واکمنۍ او د جګړې د ناممکنوالي په څېر کمزورې پلمې وړاندې کولې. نو د اشغالګرو لښکر د هغو ځوانانو په وړاندې په خاورو کې وهل کېږي چې خپل ځانونه یې الله ته پلورلي دي، نه د لښکرو ډېرښت او نه د لوېدیځ او نظامونو دسیسې دوی وېرولای شي.
دا دی حقیقي مسلمان؛ د خپلې عقیدې څخه راپورته شوی، په خپل رب توکل کوونکی، نه خپله ځمکه پلوري او نه خپل دین، په دې باوري دی چې نصرت له صبر سره دی او د الله وعده رښتیا ده. دې سړیو عقیده په ژوندي واقعیت بدله کړه، نو د دوی روحونه د الله په لار کې ارزان شول او د "مرګ دی وي که ذلت" بیرغ یې پورته کړ.
اې د امت ځوانانو، اې د شام خلکو، دوی ستاسو له خټې څخه دي، نو تاسو ولې په دنیا او د هغې په ښکلا راضي کېږئ، په داسې حال کې چې تاسو پوهېږئ چې د عزت لار یوازې د الله دین ته په رجوع کولو، د نبوت په منهج باندې د خلافت په قائمولو، د لا إله إلا الله محمد رسول الله تر بیرغ لاندې ده. الله تعالی فرمایي: ﴿إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾.
دا د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوی
دارین الشنطي