په مسلمانانو کې کافر ګرځي او راګرځي... او د هغه لپاره مانع نشته مګر د خلافت دولت
خبر:
امریکایی ډیپلوماتیکو سرچینو ویلي، په عراق کې د امریکا نوي استازي مارک سافایا یوه اجنډا لري چې په بغداد کې خپل کار پیلوي، چې د ۳ محورونو پر بنسټ ولاړه ده، په سر کې یې د عراق د تېلو په ساحو کې د چینایي تېلو شرکتونو د کار د قراردادونو نه نوي کول، او د هغوی ځای د امریکایي شرکتونو لخوا نیول.
سرچینو "ارم نیوز" ته په خپلو څرګندونو کې ویلي، نور محورونه چې سافایا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د دې لپاره ټاکل شوی چې په عراق کې د پارلماني ټاکنو په پایله کې چې د روان کال د نومبر په ۱۱مه نېټه ټاکل شوې، د حکومت جوړولو لپاره ملاتړ وکړي، د ایران تر هیڅ ډول فشار لاندې نه دی او نه هم د حشد الشعبي ډلې او هغه اغېزمن بهیرونه چې تهران ته وفادار دي، په هغه کې لاسوهنه کوي.
سرچینو ټینګار وکړ چې دریم محور چې سافایا ته د دې لپاره سپارل شوی چې په بغداد کې خپل مقام په غاړه اخیستو سره یې تنظیم او ترتیب کړي، د یوې داسې پلان ته تلل دي چې واشنګټن د هغې پر بنسټ حرکت وکړي ترڅو د حشد الشعبي ډلو لپاره د یوې ریښتینې حل لارې د رامینځته کولو لپاره یوه پروسه ومومي، ترڅو د عراق په دننه کې د هغوی له اغیزو او تسلط څخه ځان خلاص کړي، په داسې حال کې چې دا په عراق کې د ایران لپاره یوه ستراتیژیک او پوځي ملاتړ دی. (ارم نیوز)
تبصره:
په عراق کې د امریکا د نوي استازي مارک سافایا ټاکنه په داسې وخت کې کیږي چې عراق د وسله والو ډلو د تسلط او د سیاسي ځواکونو د شخړو له امله اندیښمن حالات لري، چې د ټاکنو له امله د اخلاقو تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلي دي.
امریکا خپل سفیر ونه لیږه، که څه هم په عراق کې تر ټولو لوی سفارت لري، بلکې د کار سرپرست ټاکي، چې د ډیپلوماتیک استازیتوب درجه راټیټوي، او یو استازی یې لیږي چې مستقیم د امریکا له ولسمشر سره تړاو لري، چې دا په دې مانا ده چې داسې کارونه شته چې د ډیپلوماسۍ له کارونو سره توپیر لري، ځکه چې هغه په سیاسي، ټولنیزو او سوداګریزو کچو کې د حرکت کولو بشپړ صلاحیت لري. د یادولو وړ ده چې د امریکا استازی مارک سافایا له ۲۰۰۳ کال راهیسې د عراق تر اشغال وروسته د پول برېمر او په ۲۰۱۴ کال کې د دولت تنظیم پر وړاندې د جګړې په مرحله کې د برېټ مېکګورک وروسته دریم امریکایی استازی دی، او دوی ټول په کړکیچنو شرایطو کې ټاکل شوي دي.
که څه هم موږ په دې اړه د عراق د حکومت کومه څرګندونه نه ده اورېدلې، خو دا د امریکایی اشغالګر مستقیمه لاسوهنه ښيي، او دا ثابته کوي چې عراق یو اشغال شوی هېواد دی چې خپلواکي یې له لاسه ورکړې ده، پرته له دې چې عراقي حکومت څه ادعا کوي.
دا د خلافت د دولت له نشتوالي او د هیوادونو له ویشلو وروسته د مسلمانانو حال دی؛ دښمنان یې ګرزي او راګرزي او د ژوند کولو او د هیواد د ادارې نقشه جوړوي، بلکې موږ ته سپکاوی کوي؛ د کفر مشر ټرمپ د شرم الشیخ په وروستۍ سرمشریزه کې وویل چې "عراق یو داسې هیواد دی چې ډیر تیل لري، دوی دومره ډیر مقدار لري چې دوی نه پوهیږي چې څه وکړي"، او زیاته یې کړه: "دا پخپله یوه لویه ستونزه ده، کله چې تاسو ډیر څه لرئ او نه پوهیږئ چې څه ورسره وکړئ"، دا هغه څه دي چې د دوی له خولو څخه وځي، او هغه څه چې د دوی په سینو کې پټ دي، هغه تر دې هم لوی دي.
ای مسلمانانو: امریکا او د هغې خویندې د کفر له هیوادونو څخه یوازې د نبوت پر طريقه د خلافت دولت منع کوي، او یا د مسلمانانو خلیفه چې زموږ له هیواد څخه د استعمارګر کافر ریښه وباسي او په چارو کې یې د لاسوهنې مخه ونیسي، او ټول پلانونه یې باطل کړي.
نو د دې سترې دندې لپاره جدي کار وکړئ، ترڅو تاسو بیرته غوره امت شئ لکه څنګه چې وئ، او د دنیا عزت او د آخرت سعادت ترلاسه کړئ.
دا د تحریر ګوند د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوی
احمد الطائي - د عراق ولايت