له دروازې وتل، او له کړکۍ ننوتل
(ژباړه)
خبر:
ټرمپ وايي که افغانستان د بګرام هوايي اډه بېرته ورنکړي، "ناوړه پېښې" به رامنځ ته شي. (رویټرز)
تبصره:
یو ځل بیا امریکا نړۍ ته خپله غرور ښکاره کوي. د ډونالډ ټرمپ دا خبرداری چې که افغانستان د بګرام هوايي اډه تسلیم نکړي، ناوړه پېښې به رامنځ ته شي، هغه استعماري لهجه منعکس کوي چې تل یې د اسلامي هیوادونو په وړاندې د هغې تګلاره ځانګړې کړې ده. دا ډول خبرې د خپلواکو دولتونو ژبه نه ده چې په مساوي توګه چلند کوي، بلکې د یو استعمارګر امرونه دي چې اسلامي هیوادونه د خپلو هیلو لپاره نظامي نقطه ګڼي. دا د لویدیځ سیاست ریښتینی ماهیت دی: جبر، ګواښ او زموږ د ځمکو د حاکمیت سپکاوی.
په افغانستان کې د اډې د بېرته ترلاسه کولو لپاره د امریکا ټینګار په اسلامي هیوادونو باندې د خپل نظامي ځواک د څرګندولو لپاره د هغې انحصار تاییدوي. د داسې استحکاماتو پرته، امریکا نه شي کولی په سیمه کنټرول ولري یا خپل سیالان قابو کړي. بګرام د افغانستان د امنیت په اړه نه ده، بلکې د امریکا د تسلط په اړه ده، او د مسلمانانو د وېشلو او تابع ساتلو تضمین کوي، په داسې حال کې چې د دوی ځمکې او سرچینې د بهرنیو ګټو لپاره کار کوي.
ښکاره خبره دا ده چې امریکا، په افغانستان کې له نظامي ماتې سره سره، سیاسي ماتې نه ده خوړلې. هغې د دوو لسیزو په اوږدو کې د افغانستان شتمنۍ وپېژندلې، خو په قصدي ډول یې بې انکشافه پرېښودې، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې طالبان یوازې کنډوالې په میراث وړي. د دې پر ځای چې د خلافت د قیام په اسلامي وجیبې د ترسره کولو لپاره له پراخ اسلامي امت سره یوځای شي، طالبانو ځانونه په استعماري سرحدونو کې محدود کړل او له هغو ځواکونو څخه یې د مشروعیت غوښتنه وکړه چې هیواد یې تباه کړ!
د ټرمپ نننۍ خبرې دا حقیقت تاییدوي: امریکا هیڅکله له افغانستان څخه نه ده وتلې، بلکې یو کمزوری او محدود هیواد یې تر شا پرېښود، چې د بهرنۍ لاسوهنې لپاره اماده دی. د دې په منلو سره چې افغانستان "زموږ اړتیا لري هغه څه وړاندې کړو"، او د بګرام د اډې پر ستراتیژیک اهمیت ټینګار کوي، واشنګټن ښیي چې د هغې اشغال نه دی پای ته رسېدلی، بلکې بڼه یې بدله کړې ده. دا د استعماري سیاست جوهر دی: ویجاړول، محدودیتونه او بېرته ستنېدل کله چې ګټې یې وغواړي.
دا یوازې د یوې هوايي اډې خبره نه ده، بلکې دا یوه نړیواله مبارزه ده: د خپلواکۍ لپاره د امت لیوالتیا د لویدیځ د هوډ په مقابل کې د خپل کنټرول ساتلو لپاره. موږ باید دا مغروره ګواښونه رد کړو او دا درک کړو چې ریښتینې ازادي د بهرنیو تړونونو، یا د مزدور رژیمونو، یا د تشو شعارونو له لارې نه ترلاسه کیږي. بلکې دا به یوازې په اسلام باندې په یووالي سره د نبوت په طريقه د خلافت په قیام سره ترلاسه شي، چې زموږ هیوادونه به خوندي کړي او په پریکنده توګه به استعماري نفوذ له منځه یوسي.
د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوی
هيثم بن ثبيت
په امریکا کې د حزب التحریر مطبوعاتي استازی