د جرمني سلاکار د مهاجرینو په وړاندې پارونه کوي
خبر:
د جرمني سلاکار فریدریش میرتس په یو تلویزیوني مرکه کې وویل چې باید د آلمان د ښارونو هغه پخوانی انځور بېرته ترلاسه کولو لپاره کار وشي چې د مهاجرینو د زیاتوالي له امله بدل شوی دی.
تبصره:
کله چې دا څرګندونې د ښي اړخي افراطي ګوند غوږونو ته ورسېدې، نو دوی هغه ته ډېرې ستاینې وکړې او تبصره یې پرې وکړه چې هغه د بدیل ښي اړخي ګوند نظر غوره کوي، کوم چې په خپل مخ په زیاتېدونکي شهرت کې د پخوانیو ګوندونو سره سیالي کوي.
د وروستۍ نظر پوښتنې له مخې، بدیل ګوند په آلمان کې له ټولو ګوندونو څخه مخکې دی او د راتلونکو ټاکنو لپاره تیاری نیسي ترڅو په ټاکنو کې د خبرو خاوند وي او خپل غړی راتلونکی سلاکار وټاکي او واک په لاس کې واخلي او په پارلمان کې اکثریت ترلاسه کړي.
دا نظر پوښتنه د حاکم ګوند او په ائتلاف کې د ګډون کوونکي ګوند دواړو ناکامي په ډاګه کوي چې د بدیل ګوند له پښو لاندې غالۍ وباسي لکه څنګه چې دوی په وروستیو ټاکنو کې ژمنه کړې وه، او له همدې امله سلاکار ځان دې ته اړ کړ چې د بدیل ګوند ځینې مفکورې او ټاکنیزې برنامې غوره کړي او حتی د ښي اړخو افراطي کلمې هم وکاروي، چې هغه یې په نژاد پرستۍ تورن کړ.
د مهاجرینو په اړه دې څرګندونو د مهاجرینو د زامنو په منځ کې سخت غبرګونونه راوپارول، ځکه دوی احساس کاوه چې په ډله ییزه توګه د ښار د هغه پخوانی (آلماني) انځور په خرابولو تورن دي چې سلاکار یې غواړي له بهرنیانو څخه په ځانګړې توګه د رنګ لرونکي پوستکي خاوندانو یا حجاب لرونکو یا نورو هغو شکلونو څخه خالي وي چې سلاکار او د هغه ملګري نژاد پرستان یې په ښارونو کې نه غواړي وګوري، ترڅو ښارونه خالص آلماني شي او هیڅ بهرنی یې ګډوډ نه کړي چې هغه ته د مجرم، غل، د نشه یي توکو د سوداګر یا نورو په توګه ګوته ونیول شي، لکه څنګه چې هغه افراطیان چې له بهرنیانو څخه کرکه لري دوی بیانوي.
سلاکار او ډیری سیاستوال که هغه د معتدلو ګوندونو وي یا افراطي، هڅه کوي چې په سیاست او اقتصاد کې عمومي ناکامۍ ته پام ونه کړي او دا د مهاجرینو د زیاتوالي له امله بولي او له ټولو رسنیو څخه ګټه اخلي ترڅو خلک د دوی له ناکامۍ، ناوړه سیاست او د دوی له اصولو څخه انحراف څخه بې خبره کړي.
مادي ګټه لا هم د انسانیت په پام کې نیولو پرته د ټولنې په جوړښت کې اصلي فکتور دی، او له همدې امله د حیرانتیا خبره نده چې سیاستوال داسې نظرونه او مفکورې غوره کوي چې په دې بنسټ ولاړې وي او سیاستوال د خپلې برنامې په وړاندې کولو کې د رایو ګټلو هدف لري پرته له دې چې د نظر سموالی یا فساد په پام کې ونیسي.
په پای کې، اسلام د ټولنې د جوړولو لپاره یو لوی اصل ایښی دی چې رسول الله ﷺ د مکې د فتحې په ورځ خلکو ته په خطبه کې ټینګار وکړ، او ویې ویل: «ای خلکو! بېشکه الله له تاسو څخه د جاهلیت غرور او په خپلو پلرونو باندې وياړ لېرې کړ، خلک دوه ډوله دي: یو نیک پرهېزګار چې د الله په نزد ډېر عزتمن دی، او بل بدبخته بدچاره چې د الله په نزد ډېر سپک دی، او خلک ټول د آدم زامن دي، او الله آدم له خاورې څخه پیدا کړی دی، او دا آیت یې تلاوت کړ: ﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَىٰ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوباً وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ﴾» [عبدالله بن عمر روایت کړی او ترمذي تخریج کړی]
نو د دې دین عظمت ته وګوره چې وخت یې را رسیدلی دی چې د خلکو په منځ کې په انصاف سره فیصله وکړي.
دا لیکنه د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوې
م. یوسف سلامه