د سوريې رژيم د ډېرې چاپلوسۍ سره امريکا ته ټيټ شو
خبر:
د سوریې رسمي خبري اژانس د سوریې د ولسمشر احمد الشرع د مېرمنې لطیفې الدروبي هغه انځورونه خپاره کړل چې دمشق کې په ولسي ماڼۍ کې یې د امریکايي پوځ د مرکزي قوماندانۍ د مشر اډمیرل براډ کوپر له مېرمنې سوزان کوپر سره لیدنه کوله او په راپور کې یې یادونه کړې چې دوی د ګډې علاقې په انساني او ټولنیزو مسایلو خبرې وکړې، چې د ولسونو ترمنځ د تفاهم د پلونو په جوړولو کې د ښځو رول څرګندوي.
په یوه بل راپور کې، اژانس ویلي چې الشرع او اډمیرل براډ کوپر "په سیاسي او نظامي برخو کې د همکارۍ امکانات وڅېړل، چې د ګډو ګټو خدمت وکړي او په سوریه او سیمه کې د امنیت او ثبات بنسټونه ټینګ کړي."
تبصره:
ولې د احمد الشرع په مشرۍ د سوريې له خوا دومره امريکا ته ځان ټيټول دي؟!
ولې د سوریې ولسمشر خپله ښځه د یوه امریکايي پوځي قوماندان د مېرمنې د هرکلي لپاره استوي چې په منځني ختیځ باندې د واکمنۍ مسؤلیت لري، یا په بل عبارت، د هغې د اشغال مسؤلیت لري؟
ولې د سوریې د ولسمشر مېرمن د دې پوځي قوماندان له مېرمنې سره چې یوازې په سوریه او سیمه کې د امریکا د پوځي واکمنۍ ټینګولو ته پام کوي، انساني او ټولنیزې (د ګډې علاقې وړ) مسلې څېړي، چې د ښځو رول د (تفاهم پلونو) په جوړولو کې څرګندوي؟
د دغه ډول بې معنا لیدنو څخه پرته له دې چې د کیمرو په وړاندې داسې ښکاره شي چې سوریه او امریکا سره نږدې اړیکې لري، کومه ګټه ترلاسه کیږي؟ او دا ښيي چې دوی مینه ناک، متحد او ملګري دي، په داسې حال کې چې امریکا هغه ستر لومړی هېواد دی چې د مسلمانانو سره دښمني کوي او د یهودو وجود ته غاړه ږدي.
ایا دا معقوله ده چې امریکا، دا مجرم هیواد چې په سیمه کې د اشغال او د هغې د ویشلو لپاره د یهودو وجود ته په بشپړ قوت سره ملاتړ کوي، زموږ او د هغې ترمنځ د تفاهم پلونه او د ژوند په ټولو اړخونو کې ګډې مسلې شتون ولري لکه څنګه چې د ولسمشر مېرمن ادعا کوي؟!
ایا د عربو حکومتي چارواکو لپاره له امریکا سره د معاملې لپاره پرته له سوال کولو، چاپلوسۍ او زاریو بله لاره نشته؟
ایا د برازیل، کولمبیا، وینزویلا او د نړۍ نورو هیوادونو واکمنان چې د امریکا ننګونه یې وکړه او ورسره یې مقابله وکړه، زموږ د واکمنانو په پرتله زړور دي؟ یا حقیقت دا دی چې دا غیر مسلم واکمنان لکه د مسلمانانو واکمنان تابع او اجنټان نه دي؟!
دا لیکنه د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوې ده
احمد الخطواني