طوفان ژوندی او روان دی
خبر:
منځګړو په غزه کې د اوربند لپاره د ټرمپ تړون لاسلیک کړ. (د اکتوبر 13، 2025)
تبصره:
د الاقصی طوفان عملیات یوه عابره پېښه نه وه چې د مجرم ټرمپ او د هغه تر شا د کفر دولت امریکا په ملاتړ د یهودو د رژیم په تړون سره پای ته ورسېده، بلکې دا په مسلمانانو کې راپورته شوې شراره وه او د دوی عقلونه او زړونه یې پرانیستل او دوی د خپلو خاینو واکمنانو حقارت او ذلت ولید او د انسانیت، د ښځو او ماشومانو د حقونو مدعیانو نفاق یې درک کړ او دوی یقین وکړ چې نړیوال قوانین او میثاقونه د اسلام او مسلمانانو پر ضد د کفارو وسله ده.
دې عملیاتو څرګنده کړه چې تر ټولو ډېر څه چې کفري غرب ترې وېرېږي او اندېښنه لري هغه د مسلمانانو د اطاعت څخه وتل دي، نو دوی په خپله ټوله قوه، وسلو او هر ډول ترهګرۍ، وحشت او جرم سره په غزې د ښځو او ماشومانو په وژلو بوخت شول، په داسې حال کې چې ټوله نړۍ یې لیدله او اورېدله، یوازینۍ موخه یې دا وه چې د امت په بدن کې دا ژوندی غړی له منځه یوسي او د خپل تمدن اصول چې ډېر ژر به د خدای په فضل له منځه ځي، تر پښو لاندې کړي.
د امت بېداري نړیوال نظام وېروي او خلافت هغه اندېښنه ده چې دوی ځوروي، او هغه څه چې غزې د سختو حالاتو او وژنو سره سره د الله تعالی په لار کې د صبر او ایمان څخه ښودلې، دوی یې ډېر وېرولي او دوی پوه شول چې څه پېښېږي هغه د عظمت کیسه ده، له یو ستر ځواک سره مقاومت د تاریخ په مسیر کې یوه مهمه شیبه ده.
باید په بشپړه توګه پوه شو چې پر مسلمانانو جګړه به نه درېږي او کفار پرته له اسلام څخه سوله نه ویني، نو دوی به په ټولو پلانونو او طریقو کار کوي ترڅو موږ په جګړو، دسیسو او توطیو کې بوخت وساتي ترڅو موږ یو داسې ټوټه ټوټه شوی امت پاتې شو چې خپلواکه پرېکړه ونه لري، او نن ورځ تر ټولو مهمه خبره دا ده چې له نړیوال نظام او د هغه له وسیلو څخه د خلاصون لپاره په جدي توګه کار وکړو او له دوی څخه برائت وغواړو او د امت د یووالي او د نبوت پر منهج د دویم خلافت د جوړولو په لاره کې قرباني ورکړو چې د مسلمانانو حقوق وساتي او له خپلو دښمنانو څخه انتقام واخلي.
دا د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوی دی
صادق الصراري – د یمن ولایت