د جهاد او فتوحاتو تنده لرونکى امت چې د روﯾبضاتو حکمرانانو له خوا تړل شوى دى
خبر:
رسنيو د امريکا د ولسمشر ټرمپ هغه څرګندونې خپرې کړې چې له افغانستان څخه يې د بګرام اډې غوښتنه کوله. له هغې وروسته د افغان پوځ د مشر غبرګون په ټولنيزو شبکو کې خپور شو، هغه وويل: "د افغانستان د خاورې پر يوه لوېشت ځمکه هم هوکړه ناشونې ده."
تبصره:
مسلمان داسې پياوړې عقيده لري چې په دنيا کې داسې کار کوي لکه تل چې ژوندی وي، خو په يوه لحظه کې دې ته چمتو وي چې دا دنيا تر خپو لاندې پرېږدي، ځکه چې په دنيا کې ځان مسافر ګڼي او د آخرت لپاره توښه برابروي. له همدې امله موږ تل د مسلمان ځوانانو لېوالتيا جهاد او د الله په لار کې د شهادت غوښتنې ته ګورو، مجاهد خپله روح په لاس کې نيسي تر څو هغه په جنت چې پراخوالی يې د ځمکې او اسمانونو په اندازه دی، په الله وپلوري.
همدې جنګي عقيدې مسلمان امت د روم، فارس، صليبيانو او تتارانو په وړاندې بريالي کړ، هغه ورځ چې دوی داسې دولت درلود چې دا عقيده يې په سمه توګه د خپلو چارو په ساتنه او د اسلام د بيرغ په پورته کولو کې کاروله. نو د تراز دوه پلوې: دعوت او جهاد د دوی په وړاندې د ټولو خنډونو د له منځه وړلو کفيل وو. جهاد د پوځ عقيده وه، د اسلام د خپرولو طريقه وه او د دولت سياست د خپلو دښمنانو په وړاندې په همدې ولاړ و، نو هر ډول سياسي تړونونه يا مذاکرات چې له هغې وروسته راځي، د تورو تر سيوري لاندې وي چې امت خپل ټول شرطونه په کې مني او خپل دښمن ته غاړه ږدي.
خو له بده مرغه د خلافت د دولت له ړنګېدو وروسته او له هغې وروسته چې کفارو زموږ لپاره خپل اجيران ساتونکي وټاکل، جهاد ته داسې خليفه نه پاتې شو چې هغه قائم کړي، لښکرې وليږي او د اسلام د خپرولو لپاره تياری ونيسي، بلکې جهاد د الله په لار کې په انفرادي عمل بدل شو چې مخلص افرادو په انفرادي او ډله ييزه توګه ترسره کاوه پرته له دې چې داسې دولت ولري چې دوی تنظيم کړي، ساتنه يې وکړي، ملاتړ يې وکړي او د دوی زور په ظالمانو اور او د امت لپاره د رڼا څراغ وګرځوي. سربېره پر دې د مسلمانانو سياسي چارې د نورو له خوا اداره کېږي، نو د مجاهدينو قربانۍ د مسلمانانو او غرب دواړو د حکمرانانو د ماڼيو په دهليزونو کې ضايع کېږي. په فلسطين، الجزاير، عراق، مصر، افغانستان او سوريه کې ډېرې بېلګې شته.
هغه بريا چې د افغانستان مجاهدينو د اشغال په ماتولو کې ترلاسه کړه، بايد داسې دولت سره پای ته رسېدلې وای چې د الله شريعت په کې حاکم وای، د نبوت پر طريقه خلافت وای، ځکه چې د مسلمانانو برخليک ټاکونکې قضيه د شريعت قائمول او په ټوله ژوند کې نافذ کول دي؛ په سياست، حکومت، اقتصاد، ټولنه، کورنيو او بهرنيو چارو کې، لکه څنګه چې رسول الله ﷺ د مدينې منورې په ښار کې د حکومت په ترلاسه کولو سره وکړ. او دا هغه لار ده چې په حقيقت کې د امريکا، روسيې او نورو هېوادونو لاسونه د مسلمانانو له خاورې لنډوي. حزب التحرير د طالبانو حکومت ته يوه تفصيلي کاري طرحه او له کتاب او سنت څخه استنباط شوی اساسي قانون وړاندې کړ او خپل ځان يې د يوه اصيل اسلامي سياسي پروژې د خاوند په توګه وړاندې کړ چې د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو او ټول امت د راویښولو کفيل دی، تر څو امريکا په حقيقت کې وويني چې آيا بيا به هم د اډو غوښتلو جرات کوي او که به د اسلام له دولت څخه د بښنې غوښتلو بل ډول خبرې کوي؟
خو له بده مرغه دوی انکار وکړ او ټينګار کوي چې افغانستان محدود کړي او د دې پر ځای چې د يوې سترې نړيوالې دولت پیل شي، يوازې يو امارت شي!
زما پام د پوځ د مشر په څرګندونو کې په حقيقت کې د عامو مسلمانانو غبرګون او په خبرو کې يې د عزت د دې نښې له څرګندېدو خوښي وه. هيله لرم چې له دې وروسته داسې څه نه وي چې هغه له منځه يوسي!
هو، ټول امت د عزت په هغو څپو خوشحاله کېږي چې وخت ناوخت راپورته کېږي، له هغو حرکتونو چې په هغوی کې خير ليدل کېږي يا هغه کسان چې د هغوی په اړه ښه فکر کېږي، خو دوی دوکه کوي، ځکه چې دوی په خپلو پښو ګرځي او د ماڼيو په دروازو کې د اسلام چپنې باسي.
دا خوښي د ژوند او په عامو مسلمانانو کې د سختې لېوالتيا او د هر څه په قربانولو او جهاد کولو ته د يوې ريښتينې او بنسټيزې راژوندي کېدو په لاره کې چمتووالی دی چې د ذلت او تسليمۍ دور پای ته ورسوي او موږ بېرته غوره امت ته ورسوي چې په عدل سره په دنيا واکمني وکړو او دا په الله ګرانه نه ده. هيله ده چې ژر به داسې وشي چې د رښتيني مجاهدينو وينې د مخلصو حکمرانانو له پرېکړو سره يو ځای شي او امت د خپلو دښمنانو په وړاندې د خالد د تورې او د عمر او ابوبکر رضي الله عنهم د حکمت سره ووهي.
نو اې الله! موږ وکاروه او سترګې مو يخې کړه او موږ ته د هغه څه زېری راکړه چې ته او موږ ترې راضي کېږو؛ د نبوت پر طريقه د خلافت راشده. اې تر ټولو مهربانه مسؤل او غوره ځواب ورکوونکيه.
دا ليکنه د حزب التحرير د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډيو لپاره ليکل شوې ده
بيان جمال