د ډاکې پوهنتون د محصلینو شورا ټاکنې
په رښتیني بدلون کې د ځوانانو له ځواک څخه په ګټې اخیستنې کې د ډیموکراسۍ ناکامي
(ژباړه)
خبر:
د ډاکې، جهانګیرنګر او راجشاهي پوهنتونونو محصلین د خپلو مرکزي محصلینو شوراګانو له ځنډنیو ټاکنو وروسته د مثبتو سیاسي بدلونونو او د محصلینو د ګټو لپاره د ټینګو ضمانتونو په تمه وو، چې په سپتمبر میاشت کې ترسره شوې. ډېریو دغو محصلینو په څرګنده توګه په پوهنتونونو کې د استحصالي دودونو د پای ته رسولو هیله څرګنده کړه او راتلونکو استازو ته یې لارښوونه وکړه چې د محصلینو د حقونو د ساتنې لپاره کار وکړي. دوی ټینګار وکړ چې ټاکل شوي محصلین باید د ټولو محصلینو غږ وي، ترڅو په پوهنتون کې د محصلینو لپاره مناسب چاپیریال رامینځته شي، په ځانګړې توګه د 2024 په جولای کې د سیاسي بدلون وروسته چې د محصلینو د پاڅون له لارې د اګست په پنځمه د عوامي لیګ نظام نسکور شو (د نوي دور ورځپاڼې څخه په حواله، د 2025 د اګست 23).
تبصره:
د ډاکې پوهنتون تل په بنګله دیش کې د خوځښتونو په سر کې و، د 1952 د ژبې له غورځنګ څخه نیولې تر دې وروستیو کې د شیخې حسینه د نظام پر ضد پاڅون پورې. دې پوهنتون د هیواد د سیاسي منظرې په جوړولو کې تاریخي میراث پرېښی دی، تر دې چې د ډاکې پوهنتون د مرکزي محصلینو شورا برخلیک یوازې د محصلینو له ټاکنو څخه لوی دی، بلکې په ملي کچه یوه سیاسي مسله ده. دا شورا، په هیواد کې د ترټولو لوړ دولتي پوهنتون د محصلینو ترټولو لویه اداره ده، تل د لویو ملي خوځښتونو مرکز او د راتلونکو مشرانو د چمتو کولو ډګر و. همدارنګه، د نورو دولتي پوهنتونونو محصلین هم تل د بنګالي سیاست کې د لویو پرمختګونو په سر کې و. بلکې موږ د 2024 په جولای کې په پاڅون کې د خصوصي پوهنتونونو د محصلینو فعاله او هوښیاره برخه اخیستنه ولیدله، چې د نظام په بدلون کې یې د فعال محرک رول ولوباوه.
خو له دې ټولو سره سره، د ځوانانو د امکاناتو په اړه خوشبیني سره سره، تاریخ ښیي چې په بنګله دیش کې د محصلینو خوځښتونه هیڅکله د ریښتیني بدلون په راوستلو بریالي شوي ندي. د محصلینو قربانۍ په مکرر ډول د سیاسي ګوندونو لخوا استثمار شوي چې په فاسد ډیموکراتیک نظام کې ریښې لري. ډیموکراتیک نظام په تیوریکي توګه د خلکو اراده منعکس کوي، مګر په عمل کې یې پانګوالۍ ته وده ورکړې چې سیاسي اشرافیانو، یو څو پانګوالو او لویدیځو استعمارګرانو ته خدمت کوي.
حتی د شیخې حسینه نسکورول، چې د محصلینو د سیاست په تاریخ کې یوه مهمه مرحله ګڼل کیږي، دا حقیقت څرګندوي. د ځوانانو هیلې او قربانۍ یو ځل بیا د دې فاسد ډیموکراتیک نظام د پلویانو په لاس کې ضایع شوې. د نظام له نسکوریدو سره سره، اساسي جوړښت - سیکولر پانګوالیزم - لاهم په خپل ځای دی، د لویدیځ په ملاتړ واکمنانو او یو شمیر لالچی پانګوالو لخوا ساتل کیږي. محصلین - په ځانګړې توګه د ډاکې په پوهنتون کې - هر څومره چې لیواله وي، د ریښتیني ځواک له مرکزونو څخه بهر کار کولو ته اړ کیږي، کوم چې لاهم د نوي استعمارګرانو، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو تر تسلط لاندې دي.
دردونکی حقیقت دا دی چې په بنګله دیش کې اوسنی سیاسي چوکاټ ځوانان له ډیموکراسۍ څخه بهر فکر کولو او کار کولو څخه منع کوي. او هغه څه چې اړین دي د دروغو هیلو نوی پړاو نه دی، بلکې په ماډل کې یو بنسټیز بدلون دی؛ هغه سیاست چې د ریښتیني بدلون لپاره د ځوانانو له بې ساري انرژي څخه په رغنده توګه ګټه پورته کوي. او دا بدلون د فاسدې ډیموکراتیکې پردې په ځای د الله سبحانه وتعالی لخوا نازل شوي عالي رباني نظام، د نبوت په طريقه د خلافت راشده په ځای کې دی، چې د ازادۍ، انسانیت او د فکر ازادۍ تر شعارونو لاندې بازار موندل کیږي، او یوازې هغه وخت چې د بنګله دیش ځوانان ځانونه دې لید ته متوجه کړي، د دوی قربانۍ به ریښتینی بدلون رامینځته کړي، چې د دوی د خلکو لپاره به یو روښانه او سوکاله سبا تضمین کړي.
د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره لیکل شوی
ارتضاء شودري – د بنګله دیش ولایت