اروپا د روسیې او امریکا له تړون څخه وېره لري
خبر:
رویټرز خبري اژانس د اروپایي ډیپلوماتیکو سرچینو او چارواکو له قوله ویلي چې اروپا له روسیې سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دریځونو له تضاد څخه ستړې شوې ده.
ورځپاڼې ویلي: "په واشنګټن کې څو اروپايي ډیپلوماتانو په پټه توګه د روسیې په اړه د ټرمپ له بې ثباته چلند څخه ناخوښي څرګنده کړې او اشاره یې کړې چې د مسکو په وړاندې د هغه هر نوی سخت دریځ به د منلو وړ نه وي." اژانس زیاته کړه: "ټرمپ د جولای او اګست په میاشتو کې د اروپا د مشرانو ستاینه وکړه او روسیې ته یې د اوکراین د جګړې په تړاو د نویو بندیزونو ګواښ وکړ. خو په الاسکا کې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له لیدنې وروسته، ټرمپ د جوړجاړي په اړه خپل دریځ بدل کړ."
د یوه اروپایي چارواکي په وینا، ټرمپ "اروپایي هیوادونه د روسیې د تیلو د پېرودلو له امله وغندل او وړاندیز یې وکړ چې پر هند او چین باید 100٪ ګمرکي تعرفې ولګول شي."
د یادولو وړ ده چې د روسیې او امریکا ولسمشرانو د اګست په 15مه په الاسکا کې د خپلې لیدنې په ترڅ کې د اوکراین د شخړې د حل پر لارو چارو خبرې وکړې، چیرته چې دواړو مشرانو غونډه مثبته وبلله. د روسیې ولسمشر له سرمشریزې وروسته په اوکراین کې د شخړې د پای ته رسولو امکان څرګند کړ او ټینګار یې وکړ چې روسیه لیواله ده چې جوړجاړی اوږد مهاله وي.
تبصره:
د ټرمپ له هغه وخته چې د امریکا ولسمشر شوی دی، په کور دننه او بهر کې په سیاسي چارو کې لاس وهنه کوي، ان تردې چې د خپل شخصي لیدلوري د پلي کولو لپاره د امریکا ګټو ته زیان رسول ورته مهم نه دي، په دیموکراتانو یې جګړه اعلان کړې، بلکې بایډن ته یې هر ډول سپکاوی کړی، او هند ته یې سپکاوی کړی چې پرله پسې امریکايي حکومتونو درې لسیزې کار کړی ترڅو په هغه کې د برتانیې پر نفوذ برلاسي شي.
همدارنګه یې په ټولو هېوادونو بې له ځنډه سوداګریزه جګړه اعلان کړې او په هغې کې یې د متحد او نه هم د پیرو خیال نه دی ساتلی. همدارنګه هغه د روسیې او اوکراین د جګړې د معضلې په انفرادي توګه د حل لپاره چمتووالی وښود او خپل دودیز اروپايي متحدین یې په هغې کې شامل نه کړل، که څه هم جګړه دوی ته د امریکا په پرتله ډېره مهمه ده، بلکې له دې څخه هم ها خوا ولاړ او د اوکراین په استازیتوب یې خبرې اترې پیل کړې او پوتین ته یې د اوکراین څلور سیمې داسې ورکړې لکه د خپل هیواد برخه چې وي، ان تردې چې پوتین ته یې خپله مینه او ملاتړ نه دی پټ کړی!
خو دا په دې معنی نه ده چې د ټرمپ او پوتین اړیکې ښې روانې دي، بلکې دا د معاملې او تبادلې او د ګټو د ترلاسه کولو لپاره زور ازموینه ده، او د دې شورماشور په منځ کې اروپا، امنیت او اقتصادي ژوند یې په باد کې الوزیږي، بلکې د یوې داسې قضیې په اړه د پریکړې کولو له دایرې څخه وتلې ده چې په لومړي سر کې دوی پورې اړه لري، له همدې امله موږ ګورو چې دوی عجیب څرګندونې کوي ځکه چې دوی نه پوهیږي چې ټرمپ له روسیې څخه څه غواړي، او دوی پوهیږي چې یوه لویه لوبه د دوی په وړاندې جوړیږي، او دا چې اروپا د روسیې او امریکا د موافقې قرباني ده.
له بلې خوا، زه ګورم چې دا موضوع د روسیې او امریکا ترمنځ تنظیم شوې ده، که څه هم په غیر مستقیم ډول، ترڅو اروپا دې ته وهڅوي چې پر اوکراین فشار راوړي ترڅو هر ډول جوړجاړی ومني ځکه چې اروپا د دې توان نه لري چې خپل ځان له روسیې څخه وساتي، څه دا چې اوکراین وساتي، او د روسیې او بیلاروس په پوځي تمرینونو کې د امریکایي پوځي استازو ګډون وروسته له هغې چې د روسیې بې پیلوټه الوتکو د پولنډ فضا ته ننوتلې، د روسیې او امریکا ترمنځ د دې توافق حجم ته شاهدي ورکوي. او دا هغه څه دي چې اروپا یې وېره لري ځکه چې دا به په ساده ډول قرباني وي، او هرڅه به د دوی په لګښت وي!
دا د تحریر حزب د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوی
ډاکټر محمد التمیزي