اروپا په غزه کې د نسل وژنې ملاتړ ته دوام ورکوي
(ژباړه)
خبر:
دوه کاله کیږي چې نسل وژنه روانه ده. خو بیا هم اروپايي ټولنه د یهودو د رژیم تر ټولو لوی سوداګریز ملګری دی، چې د سوداګرۍ حجم یې ۴۲ ټریلیونه یورو ته رسیږي. د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلو په اړه له خالي شعارونو سره سره، اروپا یهودو ته د وسلو صادراتو ته دوام ورکوي. د ډنمارک د انفارمېشن ورځپاڼې ته په لاس ورغلیو معلوماتو کې څرګنده شوې چې د ډنمارک دولت تېر اګست میاشت کې د هغو الوتکو د وسلو پرزې استولي چې په غزه کې د ماشومانو په وژلو کې کارول کیږي. همدارنګه، د هالنډ عالي محکمې پرېکړه کړې چې د هالنډ حکومت لخوا یهودو ته د ایف-۳۵ جنګي الوتکو د پرزو په لېږلو کې به مداخله نه کوي.
تبصره:
هغه نقاب چې لویدیځ د نړۍ د استعمار لپاره کاراوه - د بشري حقونو په نامه نقاب او دا مفکوره چې موږ ښه یو او متمدن یو، په داسې حال کې چې نور بد دي - په بشپړه توګه ښکاره شو. لویدیځ په فلسطین کې د خپلې نوې استعماري مستعمرې د ساتلو لپاره سخته هڅه کړې، ځکه پوهیږي چې د هغې ړنګېدل به په اسلامي نړۍ باندې د دوی د تسلط پای وي. د یهودو رژیم پر اسلام د لویدیځ د بریا نښه ده، او که دا غاصب رژیم ړنګ شي، دا به د دې نښه وي چې اسلامي نړۍ د بیا ژوندي کېدو په لور روانه ده.
دا به اسلامي امت ته بې سارې باور ورکړي، او د لویدیځ استعمار باندې د وروستۍ بریا په لور به یې وهڅوي.
له همدې امله، د یهودو د رژیم د ساتلو لپاره لویدیځ هر قیمت ورکولو ته لیواله دی. دوی پیسې او هغه لږ اعتبار چې ورته پاتې و، د هغې د ساتلو لپاره قرباني کړ.
خو دا به ډېر دوام ونه کړي. ټولې نړۍ پوهېدلې چې لویدیځ یوازې یو ځناور دی، او مسلمانانو په رښتیني توګه د خاینو او ظالمانه رژیمونو په وړاندې حرکت پیل کړی دی.
امت ژوندی دی، او دا یوازې د وخت خبره ده چې د نړۍ درناوی بېرته ترلاسه کړي او دا ثابته کړي چې مشري د زور، وینې تویولو او استعمار پرته، بلکې د فکر او د اسلام د ارزښتونو په واسطه ممکنه ده.
دا د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوی
تیم ابو لبن