عيدروس الزبيدي په جنوبي یمن کې زموږ په خلکو خاندي!!
خبر:
د جنوبي انتقالي شورا مشر او د جنوبي وسله والو ځواکونو اعلی قوماندان عيدروس الزبيدي د دوشنبې په ورځ د اکتوبر د څوارلسمې د مجيد انقلاب د 62 مې کليزې په مناسبت وينا وکړه. (د 2025 کال د اکتوبر 13مه)
تبصره:
دا الزبيدي چې غواړي ویشل شوی وویشي او خټه نوره هم خرابه کړي، دا خائن مزدور د بريتانيا پاليسي او پلانونه عملي کوي، او هغه څه کوي چې بريتانيا ونه کړل، او زموږ خلکو ته په جنوبي یمن کې دا وهم ورکوي چې په همدې ورځ له ښکيلاکګر څخه د خپلواکۍ جشن لمانځي، او دا هېروي چې دی د هغوی يو آله ده. که چيرې مونږ واقعيت ته وګورو، نو ومومو چې دی هغه څوک دی چې د هغوی کار کوي او د هغوی په لاره روان دی، مګر هغه غواړي ولسي ملاتړ ترلاسه کړي او هغوی ته د هغه دښمن او د اسلام او مسلمانانو دښمن (بريتانيا) په اړه وهم ورکړي او دا چې هغوی د هغه ځمکه پرېښوده وروسته له دې چې په هغه کې يې فساد او جرمونه وکړل، او زموږ خلک په جنوبي یمن کې نه پوهيږي چې فساد همغه فساد دی او ظلم هم هغه ظلم دی او هیڅ شی ندی بدل شوی مګر دا چې استعمار له هغه ځایه تللی دی او خپل نظام او خپل مزدور يې پرېښي دي چې د هغه او د قرباني رول لوبوي، نو د ده په اړه د خدای تعالی دا قول صدق کوي: ﴿وَإِذا لَقُوا الَّذينَ آمَنوا قالوا آمَنّا وَإِذا خَلَوا إِلى شَياطينِهِم قالوا إِنّا مَعَكُم إِنَّما نَحنُ مُستَهزِئونَ﴾.
او دا چې عيدروس د بريتانيا مزدور دی دا په دې خبره ثابته ده چې هغه د هغوی په ستاینه کې وويل او د عدن لپاره د بريتانيا د 129 کلونو اشغال يې اشغال نه بلکې شراکت وباله! او د هغوی د "تمدني او قانوني" میراث ستاینه يې وکړه! د دې ترڅنګ هغه مستقیمې اړیکې چې هغه له بريتانيا سره لري، هغه په پارلمان او بهرنیو چارو وزارت کې له بريتانوي چارواکو سره پراخې رسمي لیدنې او کتنې کوي او له هغوی څخه د نړیوال سیاسي ملاتړ په لټه کې دی، نو څنګه د هغوی د وتلو جشن لمانځې او بیا له هغوی څخه لارښوونې اخلې؟!
ای زموږ خلکو په جنوبي یمن کې: ایا تاسو دا الزبيدي او د هغه پیدایښت پیژنئ؟ او ایا تاسو پوهیږئ چې هغه د بريتانيا د مزدورې اماراتو پالنه ده، د شرونو مور؟! دا الزبيدي یو ډیر هوښیار او د بريتانيا لومړۍ درجه مزدور دی او تاسو ته چلونه کوي او غواړي په خپلو ویناوو سره تاسو وغولوي او غواړي ستاسو لاره ورکه کړي او تاسو له هغه څه څخه منحرف کړي چې ستاسو لپاره غوره ده، وروسته له دې چې زموږ اتلانو نیکونو له خپلې خاورې څخه استعمار وویست، بريتانيا واک خپلو مزدور واکمنانو ته وسپاره او نن ورځ الزبيدي د هغوی استازیتوب کوي، نو تاسو نن څنګه د هغه اطاعت کوئ او د هغه لپاره لاسونه پړکوئ؟! نو تاسو باید له ړوند تقلید څخه ځان وساتئ.
دا عيدروس د خلکو له کړاو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او هغوی ته دا وهم ورکوي چې جلا والی به هغوی ته سوکالي راولي او ټولې ستونزې به يې حل کړي او هغه د مسيلمه نه هم ډیر دروغجن دی!
ای عيدروسه! په چا خاندې؟ په هغه ملت چې تاسو او نورو ستاسو په ظلم او ستم ستړی کړی دی؟! ای عيدروسه! ته د بريتانيا يوه آله يې د اماراتو په ملاتړ او د هغوی ملاتړ ستا په سترګو کې دی ترڅو ته په مناسب وخت کې يوه چمتو آله و اوسې او په جنوب کې د بريتانيا د نفوذ د دوام لپاره زمينه برابره کړې.
ای زموږ خلکو په جنوبي یمن کې: د یمن ژغورنه د ښکیلو خواوو (د امریکا د پلویانو یا د بريتانيا د پلویانو) په ملاتړ نه کیږي، بلکې د دواړو خواوو د شرارت د خلکو په لرې کولو سره، او د نبوت په طریقه د خلافت راشده په قائمولو سره چې د خدای تعالی په شریعت حکومت کوي: ﴿أَلَم تَرَ إِلَى الَّذينَ يَزعُمونَ أَنَّهُم آمَنوا بِما أُنزِلَ إِلَيكَ وَما أُنزِلَ مِن قَبلِكَ يُريدونَ أَن يَتَحاكَموا إِلَى الطّاغوتِ وَقَد أُمِروا أَن يَكفُروا بِهِ وَيُريدُ الشَّيطانُ أَن يُضِلَّهُم ضَلالاً بَعيدا﴾.
دا د تحریر ګوند د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوی
فادي السلمي – د یمن ولایت