پاکستان یو ځل بیا د افغانستان په ضد امریکایي پروژه پلې کوي!
(ژباړه)
خبر:
د پاکستاني پوځ د بې پیلوټه الوتکو په هوایي بریدونو کې د افغانستان په خوست او ننګرهار ولایتونو کې د یوې کورنۍ درې ماشومان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
تبصره:
په سیمه کې وروستي پرمختګونه ښیي چې پاکستان د امریکا په لارښوونه د افغانستان په اړه نوې پروژه پیل کړې ده. دا پروژه، چې په سیمه کې د هر ډول خپلواکو اسلامي غورځنګونو د ځپلو لپاره د واشنګټن د ټینګې پالیسۍ دوام دی، اوس په ډیر شدت او همغږۍ سره پلي کیږي. د پاکستان وروستي پوځي، ډیپلوماټیک او استخباراتي حرکتونه ښیي چې دغه هیواد پر افغانستان د فشار راوړلو رول په غاړه اخیستی دی.
امریکا ته د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر وروستۍ لیدنې، په اسلام اباد کې د امریکایي او پاکستاني چارواکو ترمنځ د لوړې کچې غونډې - په افغانستان کې د پاتې پوځي تجهیزاتو د بیرته ترلاسه کولو لپاره د واشنګټن غوښتنې سره په یو وخت کې - د دې پروژې یوه برخه ده. له دغو غونډو لږ وروسته، پاکستاني پوځ د افغانستان پر سرحدي سیمو هوایي بریدونه وکړل، چې دا ښیي چې څنګه پټې هوکړې په چټکۍ سره په عملیاتو بدلیږي. د افغانستان پولې ته نږدې د پاکستان د طالبانو پر وړاندې بریدونه د امریکا د استخباراتي همکارۍ امکانات زیاتوي. په ورته وخت کې، امریکا ښايي د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ګټه د ایتلافي ملاتړ صندوق په جزوي توګه د بیا فعالولو له لارې پاکستان ته نوې مالي هڅونې وړاندې کړي. په عین حال کې، د پاکستاني پوځ مشر په ګډون پاکستاني چارواکي د اسلام په وړاندې د پاکستان پر رول ټینګار کوي او هڅه کوي چې واشنګټن ته د دې نوې شوې ملګرتیا یو مثبت انځور وړاندې کړي.
د دې پروژې اصلي موخه څرګنده ده: پر طالبانو فشار راوړل، په سیمه کې د اسلامي غورځنګونو مخنیوی، د هند د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د پاکستان پوځي تمرکز لویدیځ ته اړول، او د هر ډول بنسټیز بدلون مخنیوی چې کیدای شي د لویدیځ تر واک لاندې نړیوال نظام ته ننګونه وي. یو ځل بیا، د ملي ګټو د خوندي کولو تر شعار لاندې، پاکستان په یوه داسې پروژه کې شامل شوی چې یوازې به بې ثباتي زیاته کړي، د نیابتي جګړو موده به اوږده کړي او اسلامي امت به کمزوری کړي.
که دا لاره دوام وکړي، په سیمه کې به اسلامي غورځنګونه نه یوازې د بهرني دښمن له خوا، بلکې د یوه کرایه شوي ګاونډي له خوا هم له ګواښونو سره مخ شي. د دې واقعیت سره د مقابلې یوازینۍ لار په سیمه کې د سیاسي او جغرافیایي بدلون له لارې د راشده خلافت رامنځته کول دي، نه د پاکستان د "ملي سیاستونو" په نامه څه ته ټینګ پاتې کیدل.
د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر له خوا لیکل شوی
یوسف ارسلان
په افغانستان ولایت کې د حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر غړی