دارفور ته هر لوري نه مرګ راځي!
خبر:
د دارفور د بې ځايه شوو او کډوالو د کمپونو عمومي همغږۍ ادارې ويلي، چې په دارفور کې د کولرا ناروغۍ له امله د مړو شمېر ۴۲۹ ته رسېدلی او د ناروغانو شمېر ۱۰۸۵۴ ته رسېدلی دی.
په دارفور کې د کولرا ناروغۍ د پېښو او مړینو ثبتول د تېر جون له میاشتې راهیسې پیل شوي، خو د جولای له میاشتې راهیسې ټولیز شمېر په پرله پسې توګه مخ په زیاتېدو دی. د دارفور د بې ځايه شوو او کډوالو د کمپونو د عمومي همغږۍ ادارې د ویاند آدم رجال په وینا، پرون پنجشنبه په دارفور کې ۱۹۲ نوې پېښې او ۶ مړینې ثبت شوې دي. په راپور کې دا هم ویل شوي چې دا ناروغي د دارفور په ډېرو سیمو کې خپره شوې ده، چې په هغو سیمو او کلیو کې چې د زلنجي، د مرکزي دارفور د جبل مرة، د جنوبي دارفور د نیالا، او د ختیځ دارفور د شعیرې په سیمه کې د خزان جدید شاوخوا پراته دي، او همدارنګه د بې ځايه شوو په کمپونو کې دا ناروغي په بې ساري توګه خپره شوې ده. (سودان تربیون ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵)
تبصره:
دارفور چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې جګړو او شخړو ځپلی دی، اوس د هر ډول جګړو ډګر ګرځېدلی چې هر ژوندی موجود له منځه وړي؛ د سودان له ګوټ ګوټ څخه میدان ته راټول شوي جنګونه، په خرطوم او الجزیره کې د چټکو ځواکونو د کنټرول ساحې له کمېدو وروسته، ټول جنګونه د بهرنیو او کورنیو اجیرانو سره یو ځای دارفور ته لېږدول کېږي، چې هلته مرګ د هرې لارې په اسانۍ سره په دې ناامنه سیمه کې موندل کېږي، او بیا ناروغۍ د طبي مرستو او نورو خدماتو د نشتوالي له امله په قرنطین مرکزونو کې خپرېږي.
د الفاشر محاصره یوه بله غمجنه پېښه ده چې د انسان زړه ته درد رسوي؛ ژوندونه له منځه ځي او دې ښار ته د ژوند د هرې لارې د ننوتلو مخه نیول کېږي، د دې ښار جګړه یوه پرېکنده جګړه ده، او په کې د انګریزانو اجنټان چې د دارفور غورځنګونه دي، په شدت سره جنګېږي، ځکه دا د دوی لپاره وروستۍ پاتې سیمه ده، خو چټک غبرګون ځواکونه چې د امریکا پلانونه پلي کوي، د دوی لپاره د مړو او ژوندیو هېڅ پروا نشته، او د جګړې له هرې بایللې وروسته، له بې ګناه ملکي وګړو څخه غچ اخلي، او څو ځلې یې د ښار په څنډه کې د ابو شوک د بې ځايه شوو پر کمپ بریدونه کړي، او د هغه اوسېدونکي یې وژلي او ځورولي دي. د دارفور په ګوټ ګوټ کې بې ځايه شوي خلک په ځمکه ویده کېږي او اسمان ته ځانونه پټوي، په زړو خیمو کې ژوند کوي چې له واښو او ټوکرانو څخه جوړې شوې دي، د باران له کندو څخه د څښاک ککړې اوبه څښي، او خواړه هم بسنه نه کوي او هغه لږ خواړه چې لري له حیواناتو سره یې خوري، د وچکالۍ له امله سخته لوږه ده، او د بارانونو له امله طبیعي پېښې هم خپرې شوې دي، او د موسمي ویالو د خپرېدو له امله چې ډېر کله آباد کلي له منځه وړي.
موږ دلته خپلو مخلصو زامنو ته چې د ځواک او قوت خاوندان دي، یوه اړینه پوښتنه کوو، ایا د دارفور خلک د دې جګړو او شخړو څخه نه ستړي کېږي چې دوی پکې هېڅ لاس نه لري؟ ایا وخت نه دی رارسېدلی چې تاسو د دوی د مرستې او د دوی د ظلم د ختمولو لپاره حرکت وکړئ، هغه ظلم چې له څو لسیزو راهیسې روان دی، د امریکا او انګلستان ترمنځ د نیابتي جګړې په پایله کې، چې تاسو یې شاهدان یاست؟! نو تاسو باید د الله تعالی غږ ته ځواب ووایئ: ﴿وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ﴾.
دا لیکنه د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوې ده
غادة عبد الجبار (ام اواب) – د سودان ولایت