د مصر فرعون د عادلانه او زړورې سولې سندرې وايي!
خبر:
د مصر ولسمشر السیسي د اکتوبر د جګړې په یاد کې په خپله وینا کې وویل: "د مصر او اسراییلو ترمنځ عادلانه او زړورې سولې د غچ اخیستنې دور پای ته ورساوه، د دښمنۍ دېوال یې مات کړ او په تاریخ کې یې نوی باب پرانیست" (رسد شبکه، 2025/10/06)
تبصره:
رښتیا که دې حیا نه کوله، نو څه دې چې زړه غواړي هغه کوه! دا فرعون د یهودو له رژیم سره د عادلانه او زړورې سولې خبرې کوي په داسې حال کې چې دا رژیم دومره ناوړه او وحشي عملونه کوي چې ان وحشي ځناور هم ترې لوړ دي، هغه غزه په بشپړه توګه ورانه کړه او کنډواله یې ترې جوړه کړه، او د سلګونو زرو خلکو وینې یې تویې کړې. نو څنګه د مصر فرعون د داسې رژیم سره د عادلانه او زړورې سولې تړون په اړه خبرې کولی شي؟!
او وايي چې دې سولې د غچ اخیستنې دوره پای ته رسولې او د مصر او یهودو ترمنځ یې دښمني مات کړې، نو ایا دا فرعون به له مصریانو سره غزې ته پوله خلاصه کړي ترڅو په خپلو سترګو وګوري چې دوی به څنګه د یهودو رژیم له منځه یوسي؟
السیسی دروغ وايي او پوهیږي چې دروغ وايي، هغه دا ادعا کوي چې له مغضوب علیهمو رژیم سره د سولې تړون وروسته دښمني او غچ اخیستنه پای ته رسیدلې ده، دوی هیڅ تړون او معاهدې ته ارزښت نه ورکوي او هرکله چې موقع په لاس ورشي تړونونه ماتوي او ژمنې تر پښو لاندې کوي، مثالونه یې ډېر دي، که په تیرو وختونو کې وي یا په اوس وخت کې، دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د خدای دښمن نتنیاهو د "لوی اسراییل" په اړه خبرې کولې او زیری یې ورکاوه چې سوریه، لبنان، مصر، عراق او د ترکیې ځینې برخې به پکې شاملې وي. او دا په ښکاره ډول ښیي چې د یهودو دښمني او غچ اخیستنه نه ده پای ته رسیدلې، بلکې یوازې د السیسی او د هغو ذلیلو حکمرانانو په څېر صهیونیسټانو ته پای ته رسیدلې ده چې په تاریخ کې یې د شرم، ناکامۍ او توطیې ډکه نوې پاڼه ولیکل.
دا د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوی
ولید بلیبل