Organization Logo

تنزانيا

تنزانيا

Tel: +255778 870609

jukwalakhilafah@gmail.com

د تحریر ګوند/ تنزانیا د اسلامي عقیدې څخه د دفاع او د هغې د نصرت لپاره ځانګړې مبارزه پیلوي
Press Release

د تحریر ګوند/ تنزانیا د اسلامي عقیدې څخه د دفاع او د هغې د نصرت لپاره ځانګړې مبارزه پیلوي

June 30, 2025
Location

مطبوعاتي اعلامیه

د تحریر ګوند/ تنزانیا یوه ځانګړې مبارزه پیلوي

د اسلامي عقیدې څخه د دفاع او د هغې د نصرت لپاره

(ژباړه)

د جمعې په ورځ د محرم الحرام په ۲مه، ۱۴۴۷ هجري قمري کال، چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د جون د میاشتې له ۲۷مې نېټې سره سمون خوري، د جمعې له لمانځه وروسته، د تحریر ګوند/ تنزانیا د تنزانیا د تحریر ګوند د رسنیو استازي مسعود مسلم له لوري، د دارالسلام ښار په بوجوروني کې د رحمت له جومات څخه په ټول هېواد کې یوه ځانګړې مبارزه پیل کړه.

دا مبارزه، چې دوه میاشتې به دوام وکړي؛ د محرم له میاشتې څخه تر صفر ۱۴۴۷ هجري قمري کال پورې، موخه یې د اسلامي عقیدې ساتنه او دفاع ده. دا مبارزه د منحرفو حرکتونو د راڅرګندېدو، ظهور او خپرېدو وروسته راځي، چې مختلفې فاسدې مفکورې خپروي، چې پټه وروستۍ موخه یې د اسلام سره مبارزه او په خپل دین کې د مسلمانانو شکمن کول دي.

د دې مبارزې موخې په لاندې ډول دي:

  • د مذهبي پلورالیزم د مفکورې سره مقابله
  • د بت پرستۍ د مفکورې سره مقابله
  • د دودیزو دینونو او افریقایي دینونو د مفکورو سره مقابله
  • په ټوله کې د اسلامي عقیدې د سمې پوهې رامینځته کول

دا مبارزه دا شعار لري: "د دینونو، عیسویت، بت پرستۍ او د بوتانو عبادت ترمنځ توپیر رد کړئ او په اسلام ټینګ اوسئ"، او دا مبارزه به د ځان د ودې او خلکو ته د خپل پیغام رسولو لپاره له مختلفو لارو څخه کار واخلي، په شمول:

  • په اسلامي منبرونو کې ښکاره خبرې اترې
  • د عیسویانو او نورو هغو ډلو سره ښکاره خبرې اترې چې د اسلام ضد عقیدې غوره کوي
  • د مقالو لیکل او خپرول په ښکاره او په بریښنایی ټولنیزو شبکو کې
  • مختلفو غیر اسلامي بنسټونو او ټولنو ته د خلاصو لیکونو لیکل او لیږل، د دوی د مفکورو د ضعف د څرګندولو او د اسلام د حقیقت د بیانولو لپاره
  • په بریښنایی ټولنیزو شبکو کې د ویډیو کلیپونو شریکول
  • د جمعې د خطبو له منبرونو څخه ګټه اخیستل
  • د مطبوعاتي اعلامیو خپرول
  • د تحصنونو تنظیمول
  • په انټرنیټ کې د تلویزیوني او راډیويي خپرونو خپرول او نور

په تنزانیا کې د تحریر ګوند د ټولنې له ټولو برخو څخه غوښتنه کوي چې په دې مهمې مبارزې کې بشپړه برخه واخلي، ځکه چې مسلمانان به وکولی شي خپل دین په ژوره توګه درک کړي، او غیر مسلمانانو ته به د عقلي استدلالونو او ثبوتونو له لارې د اسلام د مطالعې او څېړنې لپاره یوه ارزښتناکه موقع په لاس ورشي.

مسعود مسلم

په تنزانیا کې د تحریر ګوند رسنیز استازی

Tanzania

tnznia

tnznia1

Official Statement

تنزانيا

تنزانيا

تنزانيا

Media Contact

تنزانيا

Phone: +255778 870609

Email: jukwalakhilafah@gmail.com

تنزانيا

Tel: +255778 870609 | jukwalakhilafah@gmail.com

Reference: PR-0197b067-3010-7d4d-aaae-45d8e69ebde9