Organization Logo

تنزانيا

تنزانيا

Tel: +255778 870609

jukwalakhilafah@gmail.com

حزب التحریر/ تنزانیا د امت څخه د غزې د نه پریښودلو غوښتنې لپاره اعتصامونه تنظیموي
Press Release

حزب التحریر/ تنزانیا د امت څخه د غزې د نه پریښودلو غوښتنې لپاره اعتصامونه تنظیموي

September 28, 2025
Location

مطبوعاتي اعلامیه

حزب التحریر/ تنزانیا

د امت څخه د غزې د نه پریښودلو غوښتنې لپاره اعتصامونه تنظیموي

(ژباړه)

پرون، د ربیع الثاني په ۴ مه، ۱۴۴۷ هـ، د ۲۰۲۵ میلادي کال د سپتمبر په ۲۶ مه، د جمعې له لمانځه وروسته، په تنزانیا کې حزب التحریر یوه ولسي مبارزه پیل کړه، ترڅو د اسلامي هیوادونو پوځونه، علماء او ټوله اسلامي امت د غزې د ژغورنې او نه پریښودلو په اړه خپل مسؤلیتونه ور په یاد کړي. په دې مبارزه کې په دارالسلام او زنجبار کې دعاګانې هم شاملې وې، چې په بجوروني کې د رحمت په جومات کې ترسره شوې، چې مشري یې د مرکزي اړیکو د کمیټې مشر شیخ موسی کلیو او په تنزانیا کې د حزب التحریر مطبوعاتي استازي مسعود مسلم وکړه. همدارنګه په زنجبار ښار کې د مبیوني په جومات کې هم دعا وشوه. سربیره پردې، د تنزانیا په مختلفو سیمو کې اعتصامونه او د جمعې خطبې هم تنظیم شوې. په دې مبارزه کې د اسلامي هیوادونو پوځونو ته یوه پیغام (د دې مطبوعاتي اعلامیې په پای کې) واستول شو، ترڅو د غزې، مسجد اقصی او ټولې فلسطین د آزادولو او د یهودو د مجرم رژیم د له منځه وړلو لپاره په چټکۍ سره پوځي مداخله وکړي.

پیغام مسلمانو علماوو ته هم یادونه وکړه چې د اسلامي هیوادونو د هغو خائنو واکمنانو څخه حساب واخلي، چې د یهودو رژیم ته یې تر ټولو زیات سر ټیټ کړی دی.

دغه راز د کمپاین په پیغام کې امت ته خبرداری ورکړل شوی چې په غزه کې د ډله ایزې وژنې په اړه د چوپتیا په جال کې ونه لوېږي، ځکه چې د دوی غږونه به علماء او پوځونه دې ته اړ کړي چې دغه موضوع ته په همدې اساس رسیدګي وکړي.

په پای کې، په دې مبارزه کې مسلمانانو ته دا هم ورپه یاد شوه چې د خلافت د دولت د تاسیس لپاره کار وکړي، چې اسلام، مسلمانان او ټول مقدس ځایونه به په بشپړه توګه خوندي کړي.

مسعود مسلم

په حزب التحریر کې مطبوعاتي استازی

په تنزانیا کې

د غزې ویجاړول د ټول اسلامي امت په توګه زموږ ټولو ویجاړول دي

دا نږدې دوهم کال دی چې د یهودو رژیم د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷ مې نیټې له پیښو وروسته په غزه کې خپل وحشیانه بریدونه او ډله ایزې وژنې پیل کړي دي.

د یهودو جګړې د امریکا په امر او د ډیرو لویدیځو هیوادونو په پوځي، سیاسي او ډیپلوماتیک ملاتړ سره بې ساري ویجاړتیا رامنځته کړې ده.

د ډله ایزو وژنو له امله تر ۶۵ زرو ډیر مسلمانان شهیدان شوي او په سلګونو زره نور ټپیان شوي دي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي (په غزه کې د روغتیا وزارت او د نړیوالو رسنیو په وینا). نورې سرچینې تر اوسه د دوه لکو څخه د زیاتو کسانو د وژل کیدو خبر ورکوي!

سربیره پردې، جګړې نږدې ټوله غزه ویجاړه کړې ده، او د بشري سرچینو او مختلفو زیربناوو ته یې سخته زیان اړولی دی. د مثال په توګه، د ۲۰۲۵ کال تر اګست میاشتې پورې تر ۲۷۰ ډیر خبریالان وژل شوي دي (الجزیره)، په سلګونو ښوونکي د پوهنتون د استادانو په ګډون وژل شوي، نږدې ۱۴۰۰ روغتیایی کارکوونکي وژل شوي (د مرستې سایټ)، د غزې په ټوله سیمه کې ۷۹٪ جوماتونه او درې کلیساوې ویجاړې شوي، تر ۲۵۵ ډیر اسلامي علماء وژل شوي، او ډیر نور بندیان دي، ... او داسې نور (په غزه کې د اوقافو وزارت). د غزې په ټوله سیمه کې له ۳۶ روغتونونو څخه یوازې لږ شمیر فعال دي، چې ډیری یې بمبار شوي یا ویجاړ شوي دي، ... او داسې نور. له دې ټولو سره سره، د لویدیځې غاړې دوامداره نیول کیدل د وژنو، د کورونو ویجاړولو، د کرنیزو ځمکو ویجاړولو، جبري بې ځایه کیدلو، خپل سري نیونو او نورو سره مل دي.

دا ټول ظلم، وحشت او ډله ایزه وژنه چې د یهودو رژیم لخوا ترسره کیږي، په داسې حال کې چې امریکا د غزې د ډله ایزې وژنې د مخنیوي لپاره د اوربند پریکړې په وړاندې شپږم ځل رایه ورکوي. له دې سره سره، د جرمونو نړیوالې محکمې ته ګواښونه هم کیږي، چې دا ټول د یهودو رژیم په ګټه او د هغه د دفاع لپاره دي، سره له دې چې د ملګرو ملتونو خپلواکې څیړونکې کمیټې او د یهودو رژیم ځینو سیمه ایزو بشري حقونو سازمانونو په ښکاره توګه اعلان کړی چې هغه په غزه کې ډله ایزه وژنه کوي.

د اسلامي هیوادونو لښکرو، په ځانګړې توګه د فلسطین ګاونډیانو

 ایا تاسو نه پوهیږئ چې تاسو د غزې د ژغورنې لپاره د الله تعالی په وړاندې لوی مسؤلیت لرئ، ځکه چې تاسو ځواک لرئ؟ ایا تاسو پوهیږئ چې هغه ځواک چې تاسو یې لرئ ستاسو د رب لخوا ستاسو د امت د ساتنې لپاره امانت دی، نه د ګوډاګیو واکمنانو لپاره؟ ایا تاسو لا هم د یهودو رژیم په شر او وحشت کې شک لرئ؟ د غزې د آزادولو لپاره څه ته انتظار کوئ؟ ایا تاسو لا هم د یهودو په اړه په خپل باور کې زړه نازړه یاست، سره له دې چې دوی څه کوي، په شمول د هغوی د لومړي وزیر په ښکاره توګه زموږ د ځمکو د نیولو هدف اعلانوي ترڅو "د لوی اسراییل پروژه" بشپړه کړي؟ ایا تاسو لا هم هیله لرئ چې د یهودو رژیم به سوله او ثبات راولي، په داسې حال کې چې تاسو هره ورځ په سوریه، یمن، لبنان او په دې وروستیو کې په قطر باندې د هغه بریدونه ګورئ؟ دا رژیم د خپلو باطلو نړیوالو قوانینو او نه هم تړونونو او موافقو سره سم د هیڅ هیواد حاکمیت ته درناوی نه کوي. له دې طلایی فرصت څخه ګټه واخلئ او هغه له منځه یوسئ، او الله تعالی ته خپله ریښتینې زړورتیا وښایاست، چې موږ په هغه کې شک نه لرو، او تاسو زموږ د امت یوازینۍ هیله یاست.

د مسلمانانو درنو علماوو:

څوک به د هغو ګوډاګیو واکمنانو څخه حساب واخلي او نیوکه به پرې وکړي چې د یهودو رژیم په ملاتړ کې یې له شرم څخه ډکې پولې هم تیرې کړي دي؟ دا ګوډاګیان خپل بندرونه، فضا او د اسلامي امت سرچینې د دې لپاره کاروي چې د یهودو رژیم ته دا توان ورکړي چې د غزې ویجاړولو ته دوام ورکړي، او عجیب خبره دا ده چې دوی په ورته وخت کې له حماس څخه غوښتنه کوي چې د یهودو بندیان خوشې کړي او خپلې وسلې وسپاري! دا ګوډاګیان د "دوه دولتو حل" خطرناکه تګلاره ملاتړ کوي، چې د اسلامي امت لپاره یوه خطرناکه دسیسه ده. یوه ګمراه کوونکې حل لاره چې ځینې لویدیځ هیوادونه لکه بریتانیا او فرانسه یې د فلسطین سره "خواخوږي" په توګه ملاتړ کوي، خو دوی تر شا پټیږي، ځکه چې دوی له پیل څخه د یهودو رژیم په وحشت کې لاس په لاس دي.

د امت علماوو:

خپل غږونه پورته کړئ، او خپل منبرونه او نور ځایونه په کلکه د هغو ګوډاګیو واکمنانو باندې د نیوکې لپاره وکاروئ، چې حتی د غلامانو څخه هم ټیټې کچې ته رسیدلي دي. ایا تاسو نه ګورئ چې قطر څنګه امریکا ته د ټرمپ په ورکولو سره ډیرې پیسې او نورې سخاوتمندانه ډالۍ ورکوي، او بیا امریکا د یهودو رژیم ته وسلې او د هغوی په هیواد برید کولو اجازه ورکوي؟ ایا له دې څخه لوی شرم او ذلت شته؟ ټرمپ او د یهودو رژیم دا ګوډاګي واکمنان حتی د پیشوګانو څخه هم ټیټ ګڼي.

د امت علماوو:

د غزې له مسلمانانو سره د مرستې په برخه کې سستي او بې پروايي مه کوئ، دوی زموږ د امت یوه برخه ده. نو، پوځونه او امت د غزې په وړاندې خپلو مسؤلیتونو ته وهڅوئ، او د غزې مسلمانان مه هیروئ، حتی په خپلو جوماتونو کې دعا ورته وکړئ.

ای د اسلامي امت محترمو

ایا تاسو نه پوهیږئ چې ستاسو چوپتیا په داسې مسلو او د هغې په څیر نورو کې خطرناکه ده؟ که تاسو خپل غږونه پورته کړئ، نو علماء او پوځونه به دې ته اړ کړئ چې ستاسو د امت مسلو ته په مناسبه توګه رسیدګي وکړي. د شیطان په جال کې د خپلې بې خبرۍ له لارې مه لوېږئ. ایا کافران چې یوازې د انسانیت په انګیزې سره د غزې د خلکو د دفاع لپاره خپل غږونه پورته کوي، له تاسو څخه به غوره وي، په داسې حال کې چې تاسو د اسلامي عقیدې او اسلامي ورورولۍ لرونکي یاست؟ ستاسو غږونه د اسلامي هیوادونو علماء او پوځونه د حرکت کولو لپاره هڅولو لپاره اړین دي.

په پای کې، هغه څه چې په غزه او نورو ځایونو کې پیښیږي زموږ د امت د خلافت د دولت د نشتوالي پایله ده چې د هغه ساتنه وکړي او چارې یې اداره کړي، په شمول زموږ د پیسو، عزت او وینو ساتنه. د هر مسلمان دنده ده چې د خلافت د دولت د تاسیس لپاره کار وکړي، ځکه چې دا زموږ ټولو لپاره یوه ساتونکې ډال ده.

د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر ۲۶ مه

د ۱۴۴۷ هـ د ربیع الثاني ۴ مه

2025 09 27 Tanzania MR Pics 11

{gallery}2025_09_27_Tanzania_MR_Pics.{/gallery}

Official Statement

تنزانيا

تنزانيا

تنزانيا

Media Contact

تنزانيا

Phone: +255778 870609

Email: jukwalakhilafah@gmail.com

تنزانيا

Tel: +255778 870609 | jukwalakhilafah@gmail.com

Reference: PR-01998ae5-2890-7b73-8caf-474c54d9d998