2025-10-29
د الراية ورځپاڼه: له نيل څخه تر بند پورې
د يو امت جګړه نه د يو نظام
په دې ورځو کې افریقايي ډګر د مصر او ایتوپیا ترمنځ د تاوتریخوالي او تورونو د نوي زیاتوالي شاهد دی چې په سوډان او د مصر په ځینو برخو کې یې پراخې سیمې لاندې کړې او وروسته یې مصر په ښکاره ډول ایتوپیا د النهضه بند د اوبو په یو اړخیز او بې همغږۍ سره د دې سیلابونو د رامینځته کولو تور ولګاوه، په داسې حال کې چې ایتوپیا سمدستي خپل مسؤلیت رد کړ او دا تورونه یې "تخریبي ادعاګانې" وبللې او ټینګار یې وکړ چې اصلي لامل یې د ایتوپیا په لوړه سطحه کې د موسمي بارانونو اورښت دی.
که څه هم دا تاوتریخوالی په ظاهره کې یو تخنیکي اختلاف یا د اوبو د سرچینو د مدیریت په اړه شخړه ښکاري، خو حقیقت یې له دې څخه ډېر ژور دی، دا په افریقا کې له نړیوالې شخړې او د اسلامي هېوادونو په دې حساسه سیمه کې د امریکايي واکمنۍ سره نږدې اړیکه لري، همدارنګه د مصر او سوډان د حکمرانانو د خپلو خلکو په وړاندې د مسؤلیتونو له پامه غورځولو او د خپلو چارو په اداره کولو کې د اسلام له احکامو څخه لیرې کېدو سره هم تړاو لري.
د النهضه بند یوازې د برېښنا د تولید یا د اوبو د لویې زېرمې پروژه نه ده، بلکې دا د هغه چا په لاس کې یوه ستراتیژیکه وسله ده چې پرې واک لري. دا ځکه چې د 74 ملیاردو متر مکعبو په اندازه د خپل لوی ظرفیت سره، دا کولی شي د نیل سیند کنټرول کړي، کوم چې د مصر او سوډان د ژوند شریان دی. همدا لامل دی چې کارپوهانو ټینګار کړی چې څوک چې د بند د چلولو او کنټرول واک لري، کولی شي مصر او سوډان د تندې یا سیلابونو سره مخ کړي.
دغه بند له پیل څخه د امریکا په ښکاره سرپرستۍ جوړ شوی دی، امریکا هغه هیواد دی چې په څو پړاوونو کې یې د مذاکراتو سرپرستي کړې ده، او امریکا هغه هیواد دی چې ایتوپیا ته یې د کوم لازمي نړیوال پریکړه لیک له صادرولو څخه مخنیوی کړی دی، او هغه هیواد دی چې دې پروژې ته یې سیاسي او ډیپلوماتیک پوښښ برابر کړ ترڅو خپل وروستي پړاو ته ورسیږي پرته له دې چې مصر یا سوډان یې د دې مخه ونیسي یا خپل شرایط وضع کړي، که څه هم دواړه هیوادونه په مستقیم ډول د بند څخه اغیزمن دي. په دې توګه، بند د امریکا په لاس کې د فشار یوه وسیله ګرځیدلې ده چې د نظامونو څخه مخکې په مصر، سوډان او ایتوپیا کې د خلکو چلند کنټرولولو او په نړۍ کې په یوه ترټولو مهم سیند باندې د خپلې ولکې ټینګولو لپاره یې کاروي.
څوک چې د دریو هیوادونو رسمي دریځ تعقیبوي په ښکاره ډول پوهیږي چې دوی د خپلو خلکو د ګټو مطابق نه حرکت کوي، بلکې د لویو ځواکونو په لارښوونه حرکت کوي، چې په سر کې یې امریکا ده. که څه هم ایتوپیايي نظام په ځینو پړاوونو کې د فشارونو په وړاندې یو څه ننګونه ښودلې، خو په پای کې د واشنګټن له پلانونو سره سم روان دی او د دوی د سیمه ایزو ګټو د ترلاسه کولو لپاره کارول کیږي، چې له هغې جملې څخه د مصر محاصره کول او په خپلې اوبه خور سرچینې باندې د کنټرول له لارې د ستراتیژیک لحاظه د هغه کمزوري کول دي.
په داسې حال کې چې مصري نظام رسنیو ته یو ډول خفګان ښيي او غوسه ناکې څرګندونې کوي، خو په عمل کې یې هیڅ جدي ګام نه دی اخیستی، نه د بند د جوړولو په پړاو کې، نه د ډکولو په پرله پسې پړاوونو کې او نه هم د بشپړ چلولو وروسته. بلکې دوی ته یې هغه څه ورکړل چې دوی یې په 2015 کال د مارچ په میاشت کې په خرطوم کې د اصولو د اعلانونو د تړون په لاسلیکولو سره په قوي دریځ کې راوستل، چې د لومړي ځل لپاره یې د بند جوړول په رسمیت وپیژندل او ایتوپیا ته یې اړین قانوني او نړیوال پوښښ ورکړ. او هغه بې ګټې مذاکراتو او نړیوالو منځګړتوبونو ته دوام ورکوي چې د هغو ځواکونو لخوا یې سرپرستي کیږي چې د بند سرپرستي کوي او د هغه دوام تضمینوي. دا دریځ د امکاناتو د کمزورتیا پایله نه ده، بلکې د امریکا لپاره د بشپړ سیاسي پیروۍ پایله ده.
خو د سوډان نظام په یوې نړیوالې جګړې ډګر بدل شوی دی، او نور د خپلواکۍ حقیقي پریکړه نه لري، چې له امله یې کله ناکله د ایتوپیا ملاتړ کوي او کله ناکله ترې شکایت کوي، پرته له دې چې یو اصولي دریځ یا خپلواکه سیاسي اراده ولري.
په تیرو څو اونیو کې سوډان د پراخو سیلابونو شاهد و چې له امله یې په زرګونو کورنۍ بې ځایه شوې، د کرنیزو ځمکو او زیربناوو ساحې یې ویجاړې کړې، او د نیل په کچه کې د ناڅاپي زیاتوالي له امله د مصر ځینې سیمې هم زیانمنې شوې. مصر ټینګار کوي چې دغه سیلابونه د ایتوپیا له خوا د بند څخه د اوبو د بې همغږۍ له امله رامینځته شوي، په داسې حال کې چې ایتوپیا ځواب ورکوي چې لامل یې موسمي بارانونه دي.
د تخنیکي بحث په پام کې نیولو پرته، دردناک حقیقت دا دی چې د بند د دروازو د پرانستلو یا تړلو پریکړه د ایتوپیا یو خپلواکه پریکړه ده چې د امریکا تر لارښوونې لاندې ده، او دا په هره شیبه کې د مصر او سوډان په وړاندې د سیاسي او اقتصادي فشار د یوې وسیلې په توګه کارول کیدی شي. لکه څنګه چې د بند بې همغږۍ چلول کولی شي ویجاړونکي سیلابونه رامینځته کړي، د وچکالۍ په وخت کې د اوبو بندول کولی شي د تندې لویه ناورین رامینځته کړي چې د ملیونونو خلکو ژوند تهدیدوي.
هغه څه چې مصر یې باید وکړي، نه سیاسي التجا ده او نه په نړیوالو منځګړو کې ځان غورځول، بلکې د یو حقیقي خپلواک دریځ غوره کول دي چې د خلکو د چارو د ساتنې په دنده ولاړ وي چې اسلام یې په دولت فرض کړی دی. او په دې ساتنه کې د دوی د اوبو او خوړو د امنیت ساتل، او په ټولو مشروع لارو د دوی د حیاتي وړتیاوو دفاع شامله ده، نه دا چې د یو بل هیواد یا لویو ځواکونو په لاس کې یرغمل شي.
په مصر کې په نظام باندې واجبه ده چې سمدلاسه هغه بې ګټې مذاکرات قطع کړي چې یوازې یې وضعیت خراب کړی دی، او د مصر او سوډان د خلکو لپاره د اوبو د هر ډول ګواښ د مخنیوي لپاره یو عملي دریځ غوره کړي، ځکه چې اوبه یوه د مذاکرې دوسیه نه ده، بلکې د ژوند او مرګ مسله ده. هغه باید په دې دوسیه کې د امریکا منافقانه لاسوهنه هم ښکاره کړي، او واشنګټن د منځګړي په توګه ونه ګڼي، بلکې له هغې سره د مار د سر په توګه چلند وکړي چې دا دوسیه د سیمې د خلکو د ګټو پر ځای د خپلو ګټو لپاره اداره کوي.
خو بنسټیز حل د دې پیرو او متفرقو نظامونو په شتون کې نه شي ترلاسه کیدی، بلکې د نبوت پر طريقه د راشده خلافت تاسیس لازمي دی چې د مسلمانانو هیوادونه تر یوې مشرۍ لاندې راټول کړي، خپلې سرچینې او ځواک متحد کړي، او خپل سیندونه او بندونه د امت د ګټو په نظر کې نیولو سره اداره کړي نه د استعمارګر د ګټو په نظر کې نیولو سره.
د خلافت په شتون کې، بل هیواد ته اجازه نه ورکول کیږي چې په هغه سیند باندې لاس کېږدي چې د اسلامي هیوادونو څخه تیریږي او کنټرول یې کړي، بلکې سیند د ټولو مسلمانانو لپاره د عامې شتمنۍ په توګه اداره کیږي، او هیڅ اړخ حق نلري چې اوبه یې بندې کړي یا د باج اخیستلو لپاره یې وکاروي. او که کوم بهرنی اړخ یا اجیر د خپل ژوند سرچینې سره د امت د ګواښلو جرئت وکړي، نو خلافت د مسلمانانو د ګټو د ساتنې لپاره هغه اقدامات کوي چې د مسلمانانو د ګټو ساتنه وکړي، حتی په زور سره، ځکه چې د امت ساتنه یوه شرعي دنده ده چې په هغې کې هیڅ ډول معامله نشته. رسول الله ﷺ فرمايلي دي: «مسلمانان په دریو شیانو کې شریکان دي: په اوبو، څړځای او اور کې»، نو نیل د اسلامي امت عامه شتمني ده، امریکا حق نلري چې کنټرول یې کړي، ایتوپیا حق نلري چې د یوې وسلې په توګه یې وکاروي او مصر حق نلري چې د خپلې برخې په اړه معامله وکړي لکه څنګه چې یو بخشش وي.
اصلي ستونزه د النهضه بند په دیوالونو او نه هم په دروازو کې ده، بلکې په هغو نظامونو کې ده چې نن ورځ د مسلمانانو په هیوادونو کې حکومت کوي. که په مصر کې یو مخلص دولت وای چې آزاده اراده یې لرله او اسلام یې تطبیق کاوه او د امت چارې یې ساتلې، نو د دې بند د جوړولو اجازه به یې په اصل کې نه ورکوله، او دا موضوع به یې د یوې امریکایي فشار وسیلې په توګه نه پریښوده چې زموږ د خلکو په وړاندې یې کاروي.
د مصر، سوډان او ټول اسلامي امت په ځانګړې توګه په پوځونو باندې واجبه ده چې د نبوت پر طريقه د راشده خلافت د تاسیس لپاره کار وکړي، کوم چې د مسلمانانو هیوادونه متحد کوي او د دوی سیاسي او اقتصادي پریکړه آزادوي، او د اسلام له احکامو سره سم د دوی سرچینې بیا اداره کوي، ترڅو دا سرچینې د امت په خدمت کې وکارول شي نه د ګواښلو لپاره.
لیکوال: استاد محمود اللیثي
په مصر کې د حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر غړی
سرچینه: د الراية ورځپاڼه