2025-07-02
د الراية ورځپاڼه: په هاګ کې د ناټو سرمشریزه
په تاریخ کې بې سارې
د هالنډ په هاګ ښار کې د ناټو سرمشریزه د 2025/6/25 په ورځ پای ته ورسېده او تر 2035 کال پورې د دفاعي لګښتونو د ناخالصو کورنيو تولیداتو 5٪ ته د لوړولو هوکړه وشوه. له هسپانیا پرته ټولو متحدینو چې شمېر یې 32 هېوادونه دی، د خپل ناخالصو کورنيو تولیداتو 3.5٪ په نظامي لګښتونو او 1.5٪ په پراخو امنیتي برخو لکه سایبري امنیت او نظامي لېږد رالېږد کې د کلني لګښت لپاره ځانګړي کړل.
د دوی په وروستۍ اعلامیه کې راغلي: "موږ د ګډې دفاع لپاره خپله ټینګه ژمنه تکراروو لکه څنګه چې د واشنګټن تړون په پنځمه ماده کې راغلي چې پر یوه زموږ یرغل په ټولو یرغل دی". دا له هغه وروسته چې "د امریکا د ولسمشر ټرمپ په دې اصل باندې د ژمنتیا په اړه شکونه موجود وو. ځکه چې هغه د ناټو له غړو څخه دغې اندازې غوښتنه کړې وه او ګواښ یې کړی و که چیرې دوی ژمن نه وي، نو امریکا به د دوی له دفاع څخه لاس واخلي او له ناټو څخه به ووځي، ځکه چې اروپایان د ځان د دفاع لپاره لږې پیسې لګوي". د دوی له موافقې وروسته یې وویل: "زه له دوی څخه له څو کلونو راهیسې د لګښتونو د 5٪ زیاتولو غوښتنه کوم او دوی به یې وکړي.. دا به ډېره مهمه خبره وي.. موږ د دوی تر څنګ ولاړ یو". او په یوه پخلاینوکې یې وویل: "دا د ټولو لپاره لویه بریا ده".
له همدې امله فضا له تاو تریخوالي څخه ډکه وه او نږدې وه چې ناټو له منځه یوسي، نو اروپایانو د ټرمپ د ګواښونو له امله غاړه کېښوده او له هغه سره یې د مستقیمې نښتې څخه ډډه وکړه ځکه چې دوی ډېر کمزوري وو او په امریکا باندې یې تکیه کول غوښتل. اروپایانو د سولې او سوکالۍ هغه فضا ته عادت شوي وو چې په دوی کې حاکمه وه او له جګړې څخه یې کرکه کوله، له هغه وخته چې دویمې نړیوالې جګړې خپلې وسلې کېښودلې او د هغې ناوړه پایلو لسګونه میلیونه کسان ووژل او هېوادونه یې د خپل حاکمیت په سر د نښتو له امله له منځه یوړل. قوم پالنې ډېر ځله د دوی ترمنځ جګړې راپارولې او دوی ونه شوای کولای چې دا د خپل باطل پانګوالۍ اصل په واسطه تداوي کړي او په یوه بوټي کې یې سره ګډ کړي، لکه څنګه چې اسلام مسلمانان په یوه بوټي کې سره ګډ کړل ترڅو قوم پالنه په بنسټیزه توګه تداوي کړي. دوی په لومړي سر کې په امریکا تکیه وکړه ترڅو د دوی په وړاندې د شوروي اتحاد څخه دفاع وکړي چې له ختیځ څخه یې دوی ته ګواښ کاوه او د اروپا ډېره برخه یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې وه.
له همدې امله ناټو په 1949 کال کې تاسیس شو او د شوروي اتحاد او د هغه د ملګري "وارسا" او کمونیزم په ړنګېدو سره په 1991 کال کې، نور د ناټو اړتیا نه وه، نو هغه غږونه پورته شول چې د هغې د منحل کېدو او د لګښتونو د نه کولو غوښتنه یې کوله، نو امریکا د هغې په تمویل کې ډېره برخه په غاړه اخیستې وه، خو هغې غوښتل چې هغې ته دوام ورکړي ترڅو پر اروپا خپل تسلط وساتي او په نورو سیمو کې یې وکاروي لکه څنګه چې په 2001 کال کې په افغانستان باندې په خپله جګړه کې ښکېل کړه. هغې له دوی څخه د نورو نظامي لګښتونو غوښتنه پیل کړه، نو په 2014 کال کې دوی د هر هېواد لخوا د ناخالصو کورنيو تولیداتو 2٪ ته په ژمنتیا سره هوکړه وکړه، خو ډېرو هېوادونو دې ته ژمن پاتې نه شول.
د نورو غړو هېوادونو څخه د امریکا د نظامي لګښتونو د اندازې د زیاتولو غوښتنې لامل دا دی؛ چې هغې وروسته له هغه چې په 2008 کال کې د نیویارک په سر کې نړیوال مالي بحران راڅرګند شو، له سخت مالي بحران سره مخامخ کېدل پیل کړل او د هغې عمومي پور له هغه کال راهیسې دوه چنده شو، له 9.2 تریلیون ډالرو څخه تر 36.2 تریلیون ډالرو پورې ورسېد لکه څنګه چې د 2025/3/3 په ورځ اعلان شو. په پور باندې د سود کچه 3.2٪ ته لوړه شوه. دا د دولتي پور لپاره تر ټولو لوړه کچه ده او د امریکا یوازې نه، بلکې د نړیوال مالي ثبات ته ګواښ دی. له همدې امله ټرمپ په ډېره جدي توګه هڅه پیل کړه چې د دې کچې د لوړېدو مخه ونیسي او لګښتونه راکم کړي، چې له هغې جملې څخه نظامي لګښتونه هم شامل دي، او د نورو هېوادونو په تېروېستلو لکه د خلیج هېوادونو څخه پیسې ترلاسه کړي، ځکه چې هغه اعلان وکړ چې په دوو ساعتونو کې یې د هغې ځینې برخې 5.1 تریلیون ډالره راټولې کړې دي، ترڅو وکولی شي هغه قسطونه ادا کړي چې هېواد د فدرالي زیرمې د غړو بانکونو ته ورکوي، که نه نو هېواد به د افلاس او د ورکړې د نه کولو اعلان وکړي، چې دا به دا لوی بانکونه وځپي او په پایله کې به د ټولې امریکا په اقتصاد او ټولې نړۍ باندې چې له امریکا، د هغې له اسعارو او بحرانونو سره تړلې ده، ناوړه اغېزه وکړي.
له همدې امله امریکا د دیموکراتانو په واکمنۍ کې د اوباما او بایډن په مشرۍ کې اروپایانو ته د نظامي لګښتونو د زیاتولو ګواښ پیل کړ، کوم چې د خپلو جمهوري غوښتونکو په پرتله ډېره ډیپلوماتیکه لاره کاروي، ځکه چې دوی په پرده کې فشارونه او ګواښونه کوي.
د ټرمپ په لومړۍ دوره کې هغه په ښکاره توګه په دوی فشار راوړ ترڅو 2٪ ته ژمن پاتې شي، نو 19 هېوادونو ژمنه وکړه. او په خپله دویمه دوره کې ټرمپ د غوښتنې کچه 5٪ ته لوړه کړه. او ډاډ یې ترلاسه کړ چې د ناټو له وروستي کنفرانس څخه مخکې د امریکا عظمت ښکاره کړي ترڅو په غړو باندې هغه څه تحمیل کړي چې هغه یې غواړي، نو هغه اعلان وکړ چې د یهودانو او ایران ترمنځ یې جګړه بنده کړې ده، وروسته له هغې چې د ایران اتومي بټۍ یې ووهلې. هغه په غرور سره وویل: "په نړۍ کې د امریکا له پوځ پرته بل داسې پوځ نشته چې دا کار وکړي". په دې پوهېدل چې د اروپایانو په ګټه ده چې د ایران اتومي وړتیاوې له منځه یوسي، او دوی هغه کسان وو چې دا موضوع یې له 2003 کال راهیسې راپورته کړې وه او د ایران د اتومي فعالیت په اړه یې خبرداری ورکاوه او د دوی پیروي یې د یهودانو دولت وکړ چې له 2012 کال راهیسې د دوی په هڅونه ایران او د هغې اتومي بټیو ته د ګواښونو ورکول پیل کړل. او اوس امریکا د دوی لپاره هغه څه ترلاسه کړي دي چې دوی یې نه شوای کولی، او هغه هڅه کوي چې له دوی پرته یو نوی منځنی ختیځ جوړ کړي، نو دوی باید غاړه کېږدي، که نه نو دوی به خپل پاتې شتون په کې له لاسه ورکړي.
اروپایانو غاړه کېښوده، نو د بریتانیا لومړي وزیر ستارمر وویل: "موږ باید د خپلو وګړو د امنیت د تضمین لپاره انعطاف منونکي، چټک او روښانه ملي لید ولرو". د فرانسې ولسمشر ماکرون او د جرمني چانسلر میرټز د 2025/6/23 په ورځ په ګډه یوه مقاله کې چې په فایننشل ټایمز ورځپاڼه کې خپره شوه د خپل عزت د ساتلو لپاره یې وویل: "اروپا د بیا وسله وال کېدو ته اړتیا لري، نه دا چې څوک په موږ باندې دا تحمیلوي، بلکې دا ځکه چې موږ د خپلو وګړو په وړاندې په خپل مسؤلیت پوهېږو"، او ټرمپ ته یې په خطاب کې وویل: "په اروپا کې د بې ثباتۍ سرچینه روسیه ده" او غوښتنه یې وکړه چې "په اوکراین کې د اوربند د ترلاسه کولو لپاره د بندیزونو په زیاتولو سره پرې فشار زیات شي"، او خپله بې وسی ښکاره کوي، نو دوی دا د امریکا پرته نه شي کولی. د بلجیم لومړي وزیر ډی ویور وویل: "دغه لویه وچه باید په ډېره سخته دوره کې د خپل امنیت مسؤلیت په غاړه واخلي".
اروپایان د اوکراین له جګړې وروسته په رښتیا سره د روسیې لخوا ګواښل کیږي، او که دوی روسیه په هغه څه ومني چې له اوکراین څخه یې نیولي دي، نو هغه به د بالتیک هېوادونو او پولنډ په نیولو کې زړه ښه کړي کوم چې په کالینینګراد کې د روسیې ځمکې محاصره کوي. له همدې امله پوتین وویل: "امریکا په مشرۍ لویدیځ موږ ته د برلین دیوال د ړنګېدو په منلو سره چل راکړ"، یعنې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته له ختیځې اروپا څخه وتل. که امریکا له دوی څخه دفاع ونه کړي، نو دوی د خپل ځان څخه دفاع نه شي کولی، دوی ورته سخته اړتیا لري، او جرمني چې د اروپا اصلي هېواد دی، تر 5 او 8 کلونو پورې وخت ته اړتیا لري ترڅو د روسیې سره د مقابلې لپاره چمتو شي لکه څنګه چې د دوی لوی درستیز کارسټین بریور د 2024/3/2 په ورځ ویلي دي.
امریکا غواړي چې د روسیې سره د جګړې ډېر لګښتونه پر اروپایانو واچوي، وروسته له هغې چې دواړه خواوې یې پکې ښکېل کړې، ترڅو له یو بل څخه یې لرې وساتي، د دوی ځواکونه او اغېزې یې کمزورې کړي، او چین له روسیې څخه لرې وساتي ترڅو په نړیوال دریځ کې یوازې پاتې شي.
ناټو یو استعماري صلیبي تړون دی چې مسلمانانو ته هم ګواښ دی، نو د ترکیې لپاره دا جواز نه لري چې په کې غړې پاتې شي، او دوی باید د مقابلې لپاره چمتو شي، او دا به هغه وخت وشي چې دوی دویمه راشده خلافت تاسیس کړي او خپل هېوادونه او ځواکونه سره متحد کړي ترڅو د خدای او خپل دښمن او له دوی پرته نورو دښمنانو ته چې په دوی کې پټ دي او د صلیبي استعمارګرو لپاره اجیران او ملګري دي، ډار رامنځته کړي.
د استاد اسعد منصور په قلم
سرچینه: د الراية ورځپاڼه