2025-11-05
د الراية ورځپاڼه:د دولتونو تعاقب... د ورځو د تعاقب په څېر
حق سبحانه وتعالی فرمایي: ﴿قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاء وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاء وَتُعِزُّ مَن تَشَاء وَتُذِلُّ مَن تَشَاءُ بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَىَ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ * تُولِجُ اللَّيْلَ فِي الْنَّهَارِ وَتُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَتُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَتُخْرِجُ الَمَيَّتَ مِنَ الْحَيِّ وَتَرْزُقُ مَن تَشَاء بِغَيْرِ حِسَابٍ﴾.
له ابن عباس رضي الله عنه څخه په دې مناسبت روایت دی چې دغه آیتونه نازل شول، هغه وویل: "کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مکه فتحه کړه او خپل امت ته یې د فارس او روم د سلطنت وعده ورکړه، نو منافقانو او یهودو وویل: دا لرې ده، لرې ده، محمد صلی الله علیه وسلم ته به د فارس او روم سلطنت له کومه شي؟" نو دغه آیتونه راغلل ترڅو دا بیان کړي چې سلطنت او د قوت، رهبرۍ او واکمنۍ اسباب یوازې د الله په لاس کې دي، هغه چاته یې ورکوي چې وغواړي، کله یې چې وغواړي او له هغه چا یې اخلي چې وغواړي، کله یې چې وغواړي، او ځینې علماوو یادونه کړې چې دا د استحقاق له مخې کیږي، نو هغه چاته سلطنت او واکمني ورکوي څوک چې د هغه حق ادا کړي، او له هغه چا یې اخلي څوک چې د خپل رب له امر څخه سرغړونه وکړي. او دا په ژوند کې د الله تعالی سنت دی چې نه بدلیږي او نه تغیر کوي، الله تعالی فرمایي: ﴿وَكَأَيِّنْ مِّن قَرْيَةٍ عَتَتْ عَنْ أَمْرِ رَبِّهَا وَرُسُلِهِ فَحَاسَبْنَاهَا حِسَاباً شَدِيداً وَعَذَّبْنَاهَا عَذَاباً نُّكْراً﴾ او فرمایي: ﴿وكَأَيِّن مِّن قَرْيَةٍ أَمْلَيْتُ لَهَا وَهِيَ ظَالِمَةٌ ثُمَّ أَخَذْتُهَا﴾، او همداسې د الله سبحانه وتعالی سنت دی چې د هغه کلمات نه بدلیږي ﴿سُنَّةَ اللهِ فِي الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلُ وَلَن تَجِدَ لِسُنَّةِ اللهِ تَبْدِيلاً﴾.
بیا حق سبحانه وتعالی په راتلونکي آیت کې یادونه کوي چې څنګه هغه شپه او ورځ اړوي را اړوي، نو د ورځې په وتلو سره د شپې ننوتل پیل کیږي او د شپې په پای ته رسیدو سره د ورځې ننوتل پیل کیږي، په داسې همغږي او منظم ډول چې د اوبو د بهیدو په څیر نرم او اسانه وي، انسان یې په یوځل نه احساسوي، بلکې د هغې په بدلون ورو ورو پوهیږي تر څو چې شپه په روښانه ورځ بدله شي یا ورځ په توره شپه بدله شي.
او په دغو دوو آیتونو کې د پام وړ خبره دا ده چې د الله تعالی د کائناتي سنتونو ترمنځ په اجرامو او سیارو کې او د شپې او ورځې تعاقب او په یو بل کې د هغوی بهیدل او په یوه ورځ کې د هغوی اړول او را اړول او د ژوند په سنتونو کې د امتونو او سلطنتونو حالاتو اړول او را اړول او د ځینو په ځینو نورو باندې د مرتبې لوړیدل او د هغوی ښکته کیدل او د الله تعالی په امر له منځه تلل دي ﴿ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاء وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاءُ﴾.
داسې انګیرل کیږي چې حق سبحانه وتعالی خلکو ته وایي: آیا تاسو نه ګورئ چې الله تعالی څنګه شپه او ورځ اړوي را اړوي، نو ورځ په شپه کې ننوځي او د هغې نښې نښانې د خلکو په سترګو څرګندیدل پیل کوي تر څو چې د شپې تیاره په بشپړه توګه له منځه لاړه شي، او د روښانه سهار څرګندیدل پیل شي تر څو چې د هغې ورځ بشپړه شي او لمر یې روښانه او ځلیدونکی شي. بیا لږ وخت نه تیریږي چې لمر په پټیدو پیل کوي او ورځ په زوال پیل کوي تر څو چې خپلې پای ته ورسیږي، نو رڼا یې کمیږي تر څو چې له منځه لاړه شي او ختمه شي ترڅو شپه بیرته را وګرځي. او دا په ژوند کې هغه ورځنۍ دوره ده چې هره سترګه یې ویني او هر عقل یې درک کوي، همدا د امتونو، ولسونو، تختونو او سلطنتونو د ژوند دوره ده، کله چې د ځینو سلطنتونو او قوتونو ستوری را څرګند شي او په افق کې روښانه شي، نو د الله تعالی په امر په زوال او له منځه تلو پیل کوي.
ابن عاشور رحمه الله وایي: او دا هغه رمز دی چې په نړۍ کې د جهالت او شرک له تیارو څخه رامینځته شوی، او هغه څه چې د اسلام په ظهور سره د ګمراهۍ د باطلولو له امله رامینځته شوي، او له همدې امله په دې قول سره پیل شوی ﴿تُولِجُ اللَّيْلَ في النَّهارِ﴾، ترڅو پای یې په دې قول سره وي: ﴿وتُولِجُ النَّهارَ في اللَّيْلِ﴾.
او زموږ په زمانه کې د هر صاحب بصیرت لپاره د پام وړ خبره دا ده چې موږ د یوه ستوري د زوال شیبه ګورو چې په ډېره موده یې په ځمکه کې په ختیځ او لویدیځ کې خپل زور او قوت ښودلی دی، او هغه د سرمایدارۍ د اصولو ستوری دی چې په اوولسمه پیړۍ کې پیل شو تر څو چې په ټوله نړۍ واکمن شو، او په هیوادونو کې یې ظلم او فساد ډیر کړ، تر څو چې کله هغه غټ او په پښو ودرید، نو د الله عذاب ورته راغی او هلته باطل کوونکي زیانمن شول. او موږ چې نن د دې اصل او دې دولت د زوال شاهدان یو، او د الله تعالی د سنتونو له مخې په ځمکه کې د هغې د سقوط حتمیت وینو، نو ګورو چې ډیری لویدیځ روڼ اندي د شیانو حقیقت ته متوجه دي او د هغې د سقوط حتمیت ویني، او دا چې د هغې زوال نږدې دی.
نو دا امریکایی مفکر پاول کینیډي په خپل کتاب "د سترو قوتونو صعود او سقوط (1987)" کې بیانوي: "امریکا د خپل لوی پوځي لګښت او سوداګریزې کسر له امله د سقوط په لاره ده".
او فرانسوی مفکر ایمانویل ټوډ په خپل کتاب "د امپراتورۍ وروسته (2001)" کې وایي: "په داخل کې اقتصادي او ټولنیز تجزيه د زوال نښه ده، او امریکا د خپل ضعف پټولو لپاره تاوتریخوالی کاروي، نه د خپل ځواک څرګندولو لپاره".
نعوم چومسکي وايي: "متحده ایالات له دننه څخه ړنګیږي، او د هغې د نسکورولو لپاره هیڅ بهرني دښمن ته اړتیا نشته".
کریس هیجز په خپل کتاب "د وهمونو امپراتورۍ" کې وايي: "موږ د هر تمدن وروستي پړاو ته ننوتلي یو؛ د انکار مرحله، چیرې چې تفریح د حقیقت ځای نیسي، او خبرې اترې د فکر ځای نیسي".
خو لیکوال انډریو باسیویچ په خپل کتاب "د امریکایی استثنا پای" کې وايي: "متحده ایالات نور نه د دې وسایل لري او نه هم د نړۍ په سر د خپلې ارادې د تحمیلولو مشروعیت".
او سلګونه کتابونه او تالیفات لیکل شوي او د دې نظام د سقوط حتمیت یې څرګند کړی دی، او دا هغه رباني حقیقت تاییدوي چې ظالم او سرکشه نظامونه به له منځه ځي، او موږ دا بدلون نن وینو، او د هغې نښې یې ښکاره او څرګندې دي، نو د هغې نښې نښانې د لومړۍ خلیج جګړې او د امریکا لخوا په عراق باندې تیری او د بې ګناه خلکو وژل او د هیواد نیول او د افغانستان تباه کول او د ظلم او بې حقۍ انځورونه خپرول او د هیوادونو د شتمنیو لوټل او په ځمکه کې د فساد، فحشا او زنا خپرول او د اقتصاد خرابیدل او د مالي نظام زوال، تر دې چې فساد په خپل اوج کې په فلسطین کې د فاشیستي رژیم په ملاتړ سره څرګند شو ترڅو د غزې خلک ووژني، تباه کړي، بې ځایه کړي او ډله ایزه وژنه وکړي او په ډیرو وحشي ډولونو سره د دوی وږې کړي چې د ځنګل ځناور هم له هغې څخه کرکه کوي. نو دا فساد، تباهي او بې انساني بې له شکه د ظالمانو لپاره د خرابۍ نښه او د پای اعلان و. الله تعالی فرمایي: ﴿وَكَمْ قَصَمْنَا مِن قَرْيَةٍ كَانَتْ ظَالِمَةً وَأَنشَأْنَا بَعْدَهَا قَوْماً آخَرِينَ﴾.
هغه څه چې موږ نن ورځ د انحطاط له انځورونو څخه وینو، دا د یوې دورې پای دی، بلکې د هغې شپې پای دی چې تیارې یې اوږدې شوې او ورځې یې تورې شوې، او د هغې توروالی په ختمیدو دی او رڼا یې د یو رباني فکر په واسطه له منځه ځي چې رڼا یې له سره راڅرګندیږي او نښې یې په افق کې لیدل کیږي، هغه پاک او سپیڅلی فکر چې هغه امت یې په ځان کې لري چې په هغې باندې یې ایمان راوړی او د هغې لپاره یې قیمتي او ارزښتناکه قرباني ورکړې ده او د دې زمانې فرعونان نور د هغې د بیرته ګرځولو توان نلري، نو د ورځو دوره ګرځیدلې ده او نن یې وخت رارسیدلی دی او د ظلم او سرکښۍ ټول قوتونه به یې د مخنیوي توان ونلري، نو دا به د ورځې یوه شیبه وي یا له خوب وروسته ویښیدل وي تر څو چې د زمانې دور بشپړه شي، او الله تعالی د هغې د سهار د پیلیدو اجازه ورکړي، او دا په الله تعالی باندې ګرانه نه ده، الله تعالی دې زموږ سترګې د هغې د لمر د رڼا او د عدل د رحمت او د مجد د ځلا په لیدو سره روښانه کړي. اللهم آمین.
د استاد خالد علي لخوا لیکل شوی – امریکا
سرچینه: د الراية ورځپاڼه