د ملګرو ملتونو په سازمان کې د اردوغان وینا: بې عمله خبرې!
(ژباړه)
خبر:
اردوغان د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وینا کې په غزه کې روان حالات نسل وژنه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د یهودو رژیم هره ورځ ماشومان وژني او په نړیوال نظام یې د حرکت کولو غږ وکړ. هغه له غزې څخه انځورونه خپاره کړل او ویې ویل: "په غزه کې جګړه نشته، دا د اشغال، کډوالۍ او ډله ییزو وژنو پالیسي ده."
هغه خپله مشهوره خبره "نړۍ له پنځو ستره ده" تکرار کړه، د ملګرو ملتونو په جوړښت یې نیوکه وکړه او اعلان یې وکړ چې له شمالي اتلانتیک تړون او امریکا سره اړیکې پیاوړې کېږي او ترکیه به په ۲۰۲۶ کال کې د تړون د مشرانو کوربه وي. د هغه د وینا په نورو مهمو ټکو کې په چاپیریال، مصنوعي ځیرکتیا، د کثافاتو کمولو او کورنۍ باندې تمرکز شامل وو.
تبصره:
اردوغان د نړۍ ډېرو مسایلو ته پام راواړاوه، په ځانګړې توګه د فلسطین مسلې ته. خو د هغه خبرې، له اسلامي نظره، تشې او له حقیقته لیرې دي، چې د نړیوال استعماري نظام له بندیزونو څخه نه خلاصېږي.
ښایي د اردوغان خبرو احساسات راپارولي وي، په ځانګړې توګه د فلسطین په اړه. خو له اسلامي نظره، د دې وینا تر ټولو لویه نیمګړتیا دا ده چې دا پیاوړې خبرې په عمل نه بدلېږي. په داسې حال کې چې د غزې ماشومان د لوږې له امله مري او دا سیمه د هر اړخیزې محاصرې لاندې د مرګ او ویجاړۍ په کمپ بدله شوې ده، د مظلومانو غږ یوازې خبرې دي.
د هغه د ملګرو ملتونو نیوکه هم سطحي وه. هغه ملګري ملتونه چې د "اصلاح" غوښتنه کوي، پخپله هغه نظام دی چې ظالمانو جوړ کړی دی. د امت دنده دا نه ده چې هغه راژوندی کړي، بلکې د اسلام پر بنسټ یو نوی نړیوال نظام جوړ کړي. د اردوغان مکرره خبره "نړۍ له پنځو ستره ده" داسې ښکاري چې د امنیت شورا پر پنځو غړو نیوکه ده. په داسې حال کې چې دې خبرې د هغو خلکو په منځ کې مثبت غبرګونونه راپارولي دي چې نړیوال نظام ته سپکاوی کوي، حقیقت دا دی چې خپله امریکا هم د دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته د خپل جوړ شوي نظام څخه راضي نه ده او د هغه د بدلولو هڅه کوي. له همدې امله، د اردوغان د اصلاح غوښتنه د امریکا له خپلو ګټو سره سمون لري.
سربیره پردې، د ناټو سره د اړیکو د پیاوړتیا په اړه د اردوغان ستاینه مسلمانانو ته سپکاوی دی، نه ویاړ. د هغه سازمان سره همکاري چې له افغانستان څخه تر عراق، سوریې او لیبیا پورې یې په میلیونونو مسلمانان وژلي دي، د ویاړ ځای نه دی، بلکې د شرم ځای دی.
همدارنګه د "دوه دولتونو حل" مفکوره د استعماري ذهنیت پایله ده. په فلسطیني او قبرصي شرایطو کې، دا خبره یوازې په فلسطین کې د یهودانو او په قبرص ټاپو کې د یونانیانو د شتون په رسمیت پیژندل دي. خو دواړه اشغالګر دي. حل د دې دوو اشغالونو ته مشروعیت ورکول او په رسمیت پیژندل نه دي، بلکې د هغوی پای ته رسول دي.
که څه هم د اردوغان په وینا کې په زړه پورې خبرې او یادښتونه شامل وو، خو د غزې په روان نسل وژنې کې د تیرو دوو کلونو په اوږدو کې د ترکیې د حقیقي سیاسي دریځ په پرتله هیڅ ارزښت نلري.
په ملګرو ملتونو کې د هغه له وینا وروسته له ټرمپ سره د اردوغان د لیدنې جزییات څرګندوي چې ترکیه، د خپل ستراتیژیک موقعیت او د لویو قدرتونو د ډینامیک سره سره، په کمزورۍ کې راګیر شوې ده. له امریکا سره لویې هوکړې شوې دي چې بشپړ حد یې لا تر اوسه ندی څرګند شوی. د هغو په منځ کې په ترکیه کې د ملکي اټومي تاسیساتو جوړول، د ترکي هوایی شرکت لخوا له امریکا څخه د سلګونو مسافرو الوتکو پیرودل، د F-35 او F-16 ډوله جنګي الوتکې، پوځي تجهیزات، د امریکا د کښتیو له لارې د طبیعي ګازو لیږدول، او حتی د ځینو نادرو ځمکنیو فلزاتو ځانګړي کول له ترکیې څخه امریکا ته شامل دي.
د اردوغان د ننوتلو پر مهال د ټرمپ ښه راغلاست، د لوړې کچې پروتوکول پلي کول، د هغه د څوکۍ ایستل، د هغه څنګ ته ناستیدل، د دوو ساعتونو څخه زیاته خصوصي ناسته کول، او په مکرر ډول د هغه ستاینه بې دلیله نه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو خبرې څرګندې دي چې ویلي یې دي: "ټول نور هیوادونه، د ترکیې په شمول، په عملي توګه له موږ څخه د دې مسایلو په حل کې د مداخلې غوښتنه کوي... په پای کې، داسې مشران شته چې د ګډون لپاره زارۍ کوي. دوی زنګ وهي او وايي: ایا موږ کولای شو د پنځو دقیقو لپاره د ولسمشر سره لاسونه ورکړو؟"
په داسې حال کې چې د نړۍ ډیری مشران د پنځو دقیقو لپاره د ټرمپ سره د لاسونو ورکولو لپاره زارۍ کوي، د اردوغان دوه ساعته لیدنه د ترکیې لخوا د لویو امتیازاتو او د امریکا د سیمه ییزو پلانونو په پلي کولو کې د نوي رولونو د ترلاسه کولو نښه ده!
د تحریر ګوند د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوی
رمزي عزير