څنګه د هغه چا ملاتړ وکړو چې د نسل وژنې له جګړې ملاتړ کوي؟!
خبر:
ټرمپ: (هیچا د اسراییلو لپاره زما په پرتله ډیر څه ندي کړي). (الجزیره نټ، د سپتمبر ۲، ۲۰۲۵)
تبصره:
د غاصب رژیم لپاره د امریکا بشپړ ملاتړ نور د هیچا لپاره پټ نه دی، او د دې په اړه خبرې کول نورې اړینې نه دي، بلکې ټرمپ د غزې سره د پنیر یا غوښې د ټوټې په څیر چلند کوي! ځینو خبرونو ویلي چې نتنیاهو څو ورځې وړاندې د وزیرانو د کوچنۍ شورا (کابینې) په غونډه کې ویلي، چې د ټرمپ له قوله یې نقل کړي دي: "جزوي معاملې پرېږدئ. بیا یې په ډیرو ټوټو وویشئ، ډیرې ټوټې. په بشپړ ځواک سره ننوځئ او دا موضوع پای ته ورسوئ."
د دې جرم او د نسل وژنې، ټوټې کولو، وژلو، ورانولو او بې ځایه کولو په مرسته کې، په مسلمانانو؛ د هغوی په نخبه او عامو خلکو باندې لازمه ده چې په ښکاره او قوي او پراخه توګه له امریکا سره د امنیتي او نظامي اتحاد د ختمولو غوښتنه وکړي، او د مسلمانانو په ټولو هیوادونو کې د هغې د هر ډول نظامي شتون د پای ته رسولو غوښتنه وکړي.
الله تعالی فرمایي: ﴿إِنَّما يَنهاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذينَ قاتَلوكُم فِي الدّينِ وَأَخرَجوكُم مِن دِيارِكُم وَظاهَروا عَلى إِخراجِكُم أَن تَوَلَّوهُم وَمَن يَتَوَلَّهُم فَأُولئِكَ هُمُ الظّالِمونَ﴾ یعني: بېشکه الله تاسو له هغو کسانو سره له دوستۍ منع کوي چې ستاسو سره یې په دین کې جګړه کړې او تاسو یې له خپلو کورونو څخه ایستلي او ستاسو په ایستلو کې یې مرسته کړې ده، الله جل جلاله تاسو د هغوی له دوستۍ څخه منع کوي او تاسو ته د هغوی د دښمنۍ حکم کوي، بیا یې د هغوی سره په دوستۍ باندې ټینګار کړی او فرمایلي یې دي: ﴿وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ﴾ د ابن کثیر تفسیر.
ایا نن ورځ یو هوښیار سړی ویلای شي چې امریکا د غزې د خلکو په وژلو، نسل وژنې او له خپلو کورونو څخه په ایستلو کې د غاصب رژیم سره مرسته نه ده کړې؟!
دا د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوی
م. اسامه الثوینی