يهود او د هغوی ملاتړي به په غندلو، تنقید او مذاکراتو سره منع نشي
خبر:
د یهودو د رژیم بمباري دوام لري او الوتکې یې د لبنان له اسمانه نه ځي، او له غزې وروسته د یوې ویجاړونکې جګړې ګواښ کوي.
تبصره:
د یهودو رژیم د لبنان په ډېرو سیمو بمبارۍ ته دوام ورکوي، وژني، ورانوي او خلک بې ځایه کوي، همدارنګه د یوې ویجاړونکې جګړې او د لبنان د اشغال او د هغې د خلکو د بې ځایه کولو ګواښ کوي. په مقابل کې یې د نړۍ هېوادونه غلي دي، او د لبنان حکومت یوازې د بمباریو او بې ځایه کیدو د بندولو لپاره د خبرو اترو او تسلیمیدو غوښتنې کوي، او له لویو هیوادونو په ځانګړې توګه له امریکا څخه د دې بریدونو د بندولو غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې د یهودو رژیم د همدې هیوادونو وسلې په خپلو بمباریو کې کاروي او له هغوی څخه بې حده ملاتړ ترلاسه کوي!
د دې بریدونو په وړاندې موږ په لاندې ټکو ټینګار کوو:
- هغه څه چې روان دي یوازې سرحدي ستونزه نه ده، او نه هم عابره حملې دي، بلکې دا د یهودو لخوا د اسلامي امت پر وړاندې د شام او مصر د نیولو او د "لوی اسراییل" په اړه د یهودو د خوب د پوره کولو لپاره د اشغال پروژې یوه برخه ده، په داسې حال کې چې د لبنان حکومت اصلي پریکړه نه لري او یوازې په غندلو او اندیښنو بسنه کوي، او په مقابل کې په هغو کسانو زور کوي چې د هغوی په دریځ او د سیاستوالو په خیانت نیوکه کوي.
- خبرو اترو او مذاکراتو ته مکرر بلنې له شرعي او جهادي وجب څخه تیښته ده، ځکه چې دا د اشغالګر او د ګواښل شویو سرحدونو په اړه لومړنۍ منل دي.
- د جهاد تر بیرغ لاندې د صف یوځای کول او د نبوت پر منهج د خلافت په دولت کې د اسلامي ژوند بیا پیلول د لویو هیوادونو، ملګرو ملتونو یا له دښمن سره د "مذاکراتو" غوښتنې پرځای حل لاره ده.
- د بمباریو او بې ځایه کیدو دوام دا په ګوته کوي چې د یهودو رژیم ځان په هیڅ ریښتیني محدودیت کې نه ویني تر هغه چې یو داسې اسلامي ځواب نه وي چې هغه وډار کړي او منع یې کړي.
او هیله په الله ده چې د یهودو د رژیم په له منځه وړلو او د خلافت د دولت په جوړولو سره خپله وعده پوره کړي چې د مسلمانانو د هیوادونو ترمنځ مصنوعي پولې او بندونه لرې کوي ﴿وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَىٰ أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ﴾.
دا لیکنه د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره ده
شیخ ډاکټر محمد ابراهیم
په لبنان ولایت کې د حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر مشر