د غزې نصرت د لښکرو په حرکت کې دی
خبر:
استانبول.. "د غزې کنفرانس" د فلسطین د قضیې د خدمت لپاره د نړیوالو ایتلافونو په جوړولو بحث کوي. (آنادولو)
تبصره:
دا کنفرانس د علماوو، مفکرینو او د نظر خاوندانو په شپږمه ورځ د اسلامي همکاریو سازمان تر چتر لاندې د غزې د قضیې او په هغې کې د روانو پیښو په اړه د بحث لپاره راټولیږي، هغه پیښې چې د ټولو په وړاندې پکې قتل عام کیږي او د محمد ﷺ امت ته، چې 2 میلیارده مسلمانان دي او دوی ګوري، اوري او د قبرونو د خاوندانو په څیر چوپ پاتې کیږي، دوی په اسلامي هیوادونو کې د اوسنیو نظامونو بې وسۍ ګوري چې له 20 میلیونو څخه ډیر سرتیري او لسګونه زره جنګي الوتکې لري، او د دوی په منځ کې یو اتومي هیواد او بل د اتومي وسلو د ترلاسه کولو په درشل کې دی، او د دوی د ځمکې مساحت له ختیځ کې چین څخه تر لویدیځ کې اتلانتیک پورې غځیدلی دی، او که د دغو نظامونو څخه کوم یو حرکت وکړي، د یهودو په وجود به قضا وکړي. خو دا مطلقه خیانت، ستر بهتان او د کفارو ښکاره ملګرتیا ده چې هیڅ شک نه لري.
دا کنفرانس د دې لپاره جوړیږي چې ووایي غزه یوه بشري قضیه ده، او په دې بیان کې موږ د یوې قضیې په اړه تېروتنې پیدا کوو چې په اړه یې دوه کسان اختلاف نلري. یو کافر قاتل دی چې لویدیځ یې د خپلو قوانینو او نړیوال نظام سره ملاتړ کوي، او یو مسلمان مقتول دی چې د خپلې ځمکې، ناموس او مقدساتو څخه دفاع کوي، نو مسلمانان څنګه حق له باطل سره ګډوي او ادعا کوي چې دوی د محمد ﷺ له امت څخه دي؟! او الله سبحانه وتعالی فرمایي: ﴿قَاتِلُوهُمْ﴾، او فرمایي: ﴿إِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ﴾، او زموږ رسول ﷺ فرمایي: «الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يُسْلِمُهُ»، کنفرانسونه جوړیږي او نور یې ورانوي، ورپسې سلګونه نور کنفرانسونه کیږي او دا ټول د خیانت، بزدلۍ او د کفارو سره د ملګرتیا په کټګورۍ کې راځي.
څومره بد خلک دي چې راټول شوي او د دې ویلو جرات یې ونکړ چې د غزې قضیه د لښکرو د فلسطین په لور د حرکت کولو غوښتنه ده ترڅو د یهودو ریښې وباسي او د دوی وجود ونړوي.
د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوی
سالم أبو سبيتان